managment

مديريت د يوې پوهېساينس پۀ توګه

ساينس د زده کړې پۀ يوۀ ځانګړي ډګر پورې اړوند، د پوهې يوه منظمه ټولګه ده چې د ټوليزو رښتياتوبونوحقيقتونو پۀ لرلو سره يوه ښکارندهپديده بيانوي. ساينس د دوو يا زياتو توپيرونو (variables) تر منځ د علت او معلول اړيکې ټينګوي او پر هغو قاعدو (principles)  چې دغه اړيکې سنبالوي، ټينګار کوي. دغه قاعدو ته د آزمېيښت پۀ ذريعه، د څار او پلټنې د علمي رودې له مخې پراختيا ورکول کېږي.    

ساينس د لاندينيو ځانګړتياوو پۀ لرلو سره تشريح کېږي:

1.    هر ځاييزې منل شوې قاعدې: ساينسي قاعدې د پلټنې د ځانګړي ډګر پۀ اړه بنسټيز واقعيت څرګندوي. دغه قاعدې پۀ هر ډول شرايطو، هر وخت او پۀ هر ځاى کې د عملي کېدو وړ دي. د بېلګې پۀ توګه، د جاذبې قانون، بې له دې چې وخت پۀ پام کې ونيول شي د نړۍ پۀ ټولو هېوادونو کې د عملي کېدو وړ دى.

مديريت هم ځينې بنسټيزې قاعدې لري چې پۀ هر ځاى کې د عملي کېدو وړ دي، لکه د قوماندې يووالى، د بېلګې پۀ توګه، يو کس، يو مشر. دغه تلنلاره پۀ ټولو – سوداګريزو او غير سوداګريزو سازمانونو کې د پلي کېدو وړ ده.

2.    آزمېيښت او څارنه: ساينسي قاعدې له ساينسي څېړنو او پلټنو څخه سرچينۀ اخلي او اساس يې منطق دى. د بېلګې پۀ توګه دغه قاعده  چې ځمکه د لمر چاپېره ګرځي، پۀ علمي توګه ثابته شوې.   

د مديريت قاعدې هم يوازې د هېنري فېيول (Henry Fayol) د آند له مخې نه، بلکه د ساينسي پلټنو او کتنو پر بنسټ دي. دغو قاعدو د ګڼ شمېر مديرانو د پلټنو او عملي تجربو له مخې پراختيا موندلې. د بېلګې پۀ توګه داسې ليدل شوي چې کارکوونکو ته  مناسبه حق الزحمه، د يوه خوښ او راضي کاري ځواک پۀ جوړولو کې مرسته کوي.

3.    د علت او معلول اړيکې: د ساينس قاعدې، د دوو توپيرونو ترمنځ د علت او معلول اړيکي ټاکي. د بېلګې پۀ توګه، کله چې فلز ته حرارت ورکړل شي، ارتېږي. علت يې حرارت او پايله يې د فلز ارتېدا ده.

مديريت هم پۀ ورته ډول دى او د علت او معلول اړيکې رامنځ ته کوي. د بېلګې پۀ توګه د واک او پازوالۍ تر منځ نا انډولي د بې اثرۍ سبب کېږي. کۀ تاسو پۀ علت باندې چې نا انډولي ده، پوه شئ، معلول هم پۀ ډېره آسانۍ سره چې بې اثري ده، تثبيتولاى شئ. پۀ ورته توګه کۀ کار کوونکو ته بخششۍ او مناسبه تنخا ورکړل شي، دوى بۀ پۀ ډېر زيار سره کار وکړي، خو کۀ پۀ وړ او مناسب ډول له دوى سره چلند ونه شي، د سازمان ابره ورتوب کمېږي.

4.    د سمتوب او اټکلتوب آزمېيښت: د ساينسي قاعدو ازمېښت کولاى شو هر وخت او هر څومره ځله چې وغواړو ترسره کړو. دغه آزمېښتونه هر وخت ورته پايله لري. سربېره پر دې، له ساينسي قاعدو څخه پۀ استفادې سره کولاى شو راتلونکې پېښې پۀ مناسب سموالي سره اټکل کړو. د بېلګې پۀ توګه، له H2 او O2 څخه تل H2O پۀ لاس راځي.

د مديريت قاعدې هم کولاى شو د سمتوب پۀ موخه ازمېيښت کړو. د بېلګې پۀ ډول د قوماندې د يووالي قاعده کولاى شو د دوو کسانو پۀ پرتلې سره ترسره کړو –  هغه چې يو مشر لري او هغه چې دوه مشران لري. د لومړي کس اجراآت بۀ له دويم څخه غوره وي.  

نۀ شو کولاى د پوهې د ټولګې پۀ توګه له مديريت څخه انکار وکړو خو مديريت، د نورو فزيکي پوهو پۀ پرتله لکه – بيولوژي، فزيک، کېميا او داسې نور دقيق نۀ دى. د مديريت د پوهې د نۀ دقيقتوب تر ټولو لوى سبب دا دى چې سر او کار يې له بشر سره دى او دا ډېره سخته ده چې د بشر چلند پۀ سمه توګه اټکل شي. څرنګه چې مديريت يوه ټولنيزه پروسه ده، نو له همدې سببه، پۀ ټولنيزه پوهه کې راځي. دا يوه ارتجاعي پوهه ده او له همدې امله يې – نظريې او قاعدې پۀ بېلابېلو وختونو کې ښايي بېلې پايلې وزيږوي او پۀ دې توګه دا يوه چلندي پوهه ده. اېرنېسټ ډېل (Ernest Dale) يې د نرمې پوهې پۀ توګه يادوي.  

نور بيا

ژباړن: انبيا ژمن

اخځ: http://www.managementstudyguide.com/management_science.htm

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د