
د هند غویی د مسلمان تر ژوند ډېر ارزښت لري

ژباړن : عبدالمالک همت
هندوستان خپل ځان ته د نړۍ تر ټولو لويه دموکراسي او د سیکولريزم مخکښ هيواد وايي، خو څو ورځي دمخه هلته يوې پېښي د دغه هيواد اصلي څېره دنیاوالو ته ښه بربنډه کړه. دا پېښه د هند په اتراپردېش ايالت کي وسوه. د دغه ځای بنسټ پالو هندوانو د غوايي د غوښو د خوړلو په شک پنځوس کلن اخلاق احمد په وهلو وهلو شهيد کړ او د هغه زوی يې سخت ژوبل کړ. پېښه هغه مهال رامنځ ته سوه چي ځينو شریرو هندوانو په سیمه کي آوازه ګډه کړه چي د اخلاق احمد په کور کي د غوايي غوښي خوړل کيږي او په یخچال کي يې ساتلي دي. ورپسې د ”غوا وژغورئ تنظيم“ اړوند تر دووسوو زیاتو سخت دريځو د اخلاق احمد پرکور حمله وکړه، هغه يې د زوی سره له کوره راوايست او تر وهلو لاندي يې ونيوی. دغه مهال پلار او زوی او د کور نورو غړو دغو بنسټ پالو هندوانو ته وويل چي د دوی په کور کي پرتې غوښي د غوايي نه، بلکي د پسه دي. خو دغو هندوانو د دوی يوه خبره هم وانه ورېده او پرله پسې يې وهل تر دې چي اخلاق احمد يې وواژه او د هغه زوی يې چي حالت يې سخت د اندېښنې وړ وو روغتون ته ولېږداوه.
پوليسو په پټه خوله د پېښي ننداره کول، هرڅه يې ليدل، خو مداخله يې نه کول. وروسته غوښي د معایناتو لپاره لابراتوار ته ولېږل سوې او په نتيجه کي جوته سوه چي د شهيد اخلاق احمد او د هغه د کورنۍ خبره رښتيا وه چي په کور کي پرتې غوښي د غوايي نه، بلکي د پسه وې.
دا لومړی ځل نه دی چی په هند کی د مسلمانانو سره داسي ناوړه چلند کيږي، تر دې دمخه هم دغسي څو پېښي سوي دي. په ۲۰۱۴ع.کال پوليسو دغِوايي د حلالولو په تور يو مسلمان ونيو او دوسيه يې ورته جوړه کړه، چی بیا دغه مسلمان بنسټ پالو هندوانو وواژه. دغه راز د روان کال په مارچ کي يوه داسي ويډيو راووتل چي په هغې کي لاس تړلی مسلمان په وهلو وهلو د غوا عبادت ته اړ ايستل کيږي. د دغه مسلمان جرم صرف داوو چي د غويو پېر او پلور يې کاوه.
په هند کي ځيني داسي ايالتونه دي چي مسلمانان پکښي اکثريت دي. په دغو آيالتونو کي هم د غوايي پر حلالولو باندي بنديز لګېدلی دی. په دغو ايالتونو کي اتراپردېش او د هند تر ولکې لاندي کشمير دی. له دې امله د هند تر ولکې لاندي کشمير مسلمانانو دا ځل په تېر لوی اختر کي د غوايي د قرباني کولو څخه بې برخي پاته سول.
کله چي د هند د حکومت د دغه بنديز پر ضد د کشمير د ايالتي جرګې (Assembly) په يوه غونډه کي د دغي جرګې غړی انجنیر راشد پر خپل یوه وړانديز باندي د خبرو کولو لپاره ودرېد، نو د هندوانو د سخت دريزي ډلي (بهارتیه جنتا پاټۍ) غړو هجوم پر وروړ او ډېر بد يې وواهه او ورسره سم يې د جرګې نورو مسلمانو غړو ته ګواښونه کول چي هر څوک د دغه وړانديز ملاتړ وکړي، نو د هغوسره به هم دغسي چلند وسي.
انجنیر راشد تر دغي پېښي دمخه د کشمير په ايالتي جرګه کي څرګنده کړې وه چي واک ته د نریندر مودي تر رسېدو وروسته په هند کي تر ۶۰۰ زیاتي مسلمان وژونکي فرقه يي شخړي سوي دي، چي په هغو کي يو شمېر مسلمانان شهیدان سوي دي او داسي ښکاري چي د مودي حکومت خپل واک د مسلمانانو پر لښونو باندي ټينګوي.
دا خبره ډېره د تعجب وړ ده چي د هند په هغو سيمو کي چي مسلمانان پکښي ډېر دي د غوايي پر حلالولو او د هغه د غوښو پر خوړلو باندي بنديز لګول سوی دی، مګر د هند په ګوا ايالت کي چي عیسویان پکښي ډېر دي د غوايي د غوښو پر خوړلو باندي کوم بنديز نسته. دا هم جالبه ده چي هند د نړۍ د هغو هيوادونو د فهرست په سر کي راځي چي د غوايي غوښي د فارس د خليج د غاړو او عربو هيوادونو ته لېږي او له دې مدرکه هند او نورو هيوادونو ته ډېر شته په لاس ورځي. د هند حکومت د غوايي د غوښو پر دې صادرولو باندي هيڅ بنديز نه لګوي.
د پاکستان بنسټ ايښوونکي محمد علي جناح چي د مسلمانانو لپاره د بېل هيواد درلودلو هلي ځلي پیل کړې، نو هغه په ډېرو څرګندو الفاظو ويلي وه : ”د هند په کوچنۍ وچه کي مسلمان اقلیت نه دی، بلکي د يوه قوم حيثيت لري او په هندوستان کي هسټوګن دوه لوی قومونه، یعني مسلمان او هندو هيڅکله يو قوم نه سي پاته کېدلای، ځکه د هغو مذهبونه او د ژوند کولو لاري چاري يو له بل څخه ګردسره بېلي دي، ځکه نو د مسلمانانو له خوا د بېل هيواد غوښتنه د هغو خدای ورکړی حق دی. مسلمان داسي هيواد غواړي چي بشپړه مذهبي آزادي پکښي ولري او پر خپلو مذهبي عقایدو باندي بې له کومي وېري او خطرې څخه کړنه وکړای سي“.
دادی نن تر څو لسيزو وروسته د جناح دغه خبره رشتیا کيږي او د هند مسلمانان حق په جانب دي چي فکر کوي چي په هند کي د مسلمانانو سره د کمي درجې تبعه وو غوندي چلند کيږي او مذهبي آزادي نه لري. په هند کي د مسلمانانو پرخلاف مخ پر ډېرېدو مذهبي تعصب هغو کسانو ته د فکر وړ دی چي د هند وېشل ناسم کار ګڼي.
په اتراپردېش کي دغه پېښه ـ چي په هند کي يې هر مسلمان په وېره کي اچولی دی، د ټول مسلمان امت لپاره د اندېښني وړ خبره ده. د هند د لومړي وزير نريندر مودي کوم چي لاسونه يې د مسلمانانو په وينو سره دي، مسلمان دښمني له هيچا څخه پټه نه ده. کله چي هغه په ګجرات کي وزير اعلی وو ، نو د هغه په دور کي د سوونو شخړو په بهير کي تر زرو تنو زیات مسلمانان شهيدان سول، خو نریندر مودي تر اوسه دغه پېښي نه دي غندلي.
دغه راز مودي تر اوسه په مذهبي جنون د اخته هندوانو په لاسونو د اخلاق احمد وژل نه دي تقبيح کړي، بلکي د هغه د بنسټ پال ګوند (بهارتيه حنتا پارتۍ) غټ مشران او وزيران د غوايي د غوښو د خوړلو په شک د هندوانو په لاسونو د مسلمان وژل پرځای عمل ګڼي. بلکي برالا وايي :”د هند مسلمانان که د غوايي د غوښو خوړل نه سي پرېښوولای، نو پاکستان ته دي ولاړ سي!“.
هند ته کوم چي خپل ځان ته سيکولر حکومت وايي دا اړینه ده چي په دغه هيواد کي ټولو اوسېدونکو لږکيو(اقليتونو) ، په تېره د مسلمانانو د خدای ورکړو حقونو ننګه او ساتنه باوري کړي او داسي اقدامات وکړي چي د هيواد ټول لږکي د خپلو مذهبي عقایدو سره سم بې له کومی وېري او خطره ژوند وکولای سي. نه داچي د اسلام او مسلمانانو پر ضد ډول ډول له تعصبه ډک اعمال او پېښي په نړۍ کي د هند د تش په نامه سیکولريزم څېره بربنډه کړي او دا پیغام ورکړي چي د مودي د پېر په هند کي غویی د مسلمان تر ژوند زیات ارزښت لري.
د ژباړن له خوا لنډه تبصره:
په پورتنۍ لیکنه کي چي د مسلمانانو سره د هندوانو د ظلمونو په اړه څه ويل سوي دي، دا يې يوه کوچنۍ بېلګه ده. هلته د مسلمانانو پر سرونو، مالونو او ناموسونه باندي دا سوونه کلونه ډول ډول زړه بوږنوونکي ظلمونه او تېري روان دي. څه له پاسه دوه سوه کاله دمخه يې يو وار لوی احمدشاه بابا رحمة الله علیه په داد ورسېد او د شاه ولی الله محدث دهلوی رحمة الله علیه په بلنه او شکایت يې مرېټی قوم وواهه. تر هغه وروسته د هند د مظلومو مسلمانانو هغسي غاوړ نه دی پیدا سوی. نو دعا به کوو چي لوی څښتن جل جلاله د دغو او نورو ټولو مستضعفو مسلمانانو د غور او ژغورني لپاره يو بل صلاح الدين ايوبي یا احمدشاه بابا غوندي مسلمان مشر را پیداکړي. الهي دا خو تاته ډېره آسانه ده!
په پورته لیکنه کي یاد سوی کشمیری انجنیر حکومت بندي کړ، بیا چي يې خوشي کړ، کله چي په ډيلي کي هغه په يوه کلب کي ترمطبوعاتي کنفرانس ورکولو وروسته راوتی، بنسټ پالو هندوانو يې پر مخ تور رنګ وپاشه او ويې ډباوه. دغه يې تصويرونه دي:
Da Mohammad Ali Jenah dir loi khianat da ham di chi da diro mosolmanano khawra e hindwano ta prikhoda.
زما په اند لیکوال دغه لیکنه یوازی د شخوند وهلو په موخه لیکلی ده! په لنډو کی به یی ولیکم: لومړۍ:- ددغی لیکنی موخه څوک دۍ؟ احمدشاه بابا اوس نه ژوندۍ دۍ او نه یی لښکر شته چی د شاه ولی االله دهلوی د مکتوب په بانه لښکری ولیږی او بیا د سوبی نه وروسته هغه سلطنت یا بی پروا دوبی (کالی مینځونکی) ته ور وبښی او یا خو یی د هندو تر خال قربان کړی. دوهم:- اوس نه موږ کوم وس او توان لرو او نه هغه اقتصاد چی دلیکوال دلیکنی سره سم د هند دمسلمانانو غم ورباندی وخورو… نور لوستل »
ښاغلی محمدربی آماج صاحب تر ټولو لومړی خو دي دې نامه ته اریان سوم (محمد ربي) یعني څه؟ بل ستا د خبرو لومړۍ جمله ده:” زما په اند لیکوال دغه لیکنه یوازی د شخوند وهلو په موخه لیکلی ده! “. زه ستا او نورو درنو لوستونکو څخه په ډېر ادب پوښتنه کوم چي: دلته د ” شخوند وهلو “ کلمه راوړل ادب باله سي که بې ادبي؟ شخوند وهل خو د ځينو څارويو، لکه: غويو ، وزو، اوښانو، هوسيو او داسي نورو د خوړو بیا ژوولو ته وايي. د دې کلمې معادل په فارسي کي ”نشخوار“ دی. عبدالله افغاني نويس… نور لوستل »
محترم استاد عبدالمالک همت صاحب ښه ادبی ګوزار دی ورکړی دی خو که دا ####……..په پوهه شی دی ښکځلمار په کفارو ناموس پلورونکی او وطن فروش ته چی ځواب په ښکنځلو ورنه کړل شی په سمه دا نه پوهیږی او دا چی تا پدی لیکنه کی د جناح د یوی خبری یادونه کړی ده داددی معنی نه ورکوی چی ته له جناح دفاع کوی او یا یی خواخوږی یی بلکه له لیکنی سره په مناسبت دی دا خبره کړی ده دا ځکه چی ما ستا یوه بله لیکنه په همدی سایت کی لیدلی ده چی په هغه کی دی د… نور لوستل »
ښاغلۍ همت صیب! سلامونه او ښی چاری :تردی را وروسته زه د زغردی او سپینی خبری پلوۍ یم،را به شو ستا نیوکی ته دسر په سترګو ځواب. لومړۍ:- زما نوم زما خدای بښلي پلار راباندی ایښۍدۍ او دهغی ارواښاد امانت دۍ،چی زه یی په ساتلو ژمن یم او ددی سره چی ستا په درنه نیوکه او د خپل راکړل شوی نامه په مانا ښه تره پوهیږم خو امانت ساتم، دا ځکه چی زما خدای بښلی پلار زما په یادون یوه مڼه هم حرامه نده خوړلی او دا لړۍ یی ادامه لری. اما زما د بیولوژیکی او فکری پوخواله غوره شوۍ… نور لوستل »
ياره اماج صيب شه أدبي ايماله يي دركري ده.
مسلمانانو ورونو ! رسنی د میدیا ا ډیره مهمه برخه تشکیلوی ، په سلو کی نوی برخی د یهودی استعمار په واک کی ، پاتی یی هم لږ و ډیر خپلواکی لری کومه یوه یی لکه د نن ټکی اسیا د پاڼی په شان که د ملت او اسلام سره مینه ولری او هغه هم د ډیرو اخطارونو او فشارونو لاندی دی . دلته یی هم ځینی کسان استخدام کړی چه د ښو خلکو لیکنی بی اهمیته او بی ارزښته کړی او مصروف یی وساتی . دا دنده د دی پاڼی وه ، چه تبصری ولولی ، له تاریکو فکرو… نور لوستل »
غوربندۍ صیب! که د زما صفت کړۍ وۍ زه خفه کیدلم، لومړۍ هر یو نخل چی میوه لری سنګسارشی. دوهم : قرانکریم فرمایی: واذا خاطب هم الجاهلون قالو سلاما.ط
دریم: د چا چی مقابلی ته وس ونه رسی نو لویه ډبره اخلی، او ځانی یرغل کوی!
اماج صيب
تاسو ته سلام أو احترام
که خفه ياستي چی حتما يي، بشنه غوارم،
تاسو زما د جهل پر زاي د خدای ج په عدل کی فکر وکري، احترموا ان تحترموا، که غواري محترم و اوسي د نورو احترام وکري،
د دي پر زاي چی د همت صيب دلاسايي مو کری وای زان مو په سطحی خبر و تری وهلي ده،
د شخوند په نسبت ايماله دیر مثبت، انسان سره مربوط، او نجات دهنده اصطلاح ده، شاید چی اوس تاسو ته د خپلي بی ادبی اندازه لگيدلي يي.
سلامونه همت
ایا ده ستا په ګمان محمدعلی جناح دپاکستان بنسټ ایخودونکی دی اوکه دهغه وقت علماء کرامو