ADYAN

اخلاقي او فلسفي مذاهب

دین پوهانو په نړۍ کې ۲۲ یا ۲۳ داسې دینونه معرفي کړي، چې پیروان یې د نړۍ په زیاتو هیوادو کې موندل کیدای شي او کولای شو، چې نړیوال دینونه یې ومنو.

    اوس دا پوښتنه را ولاړیږي، چې ایا دغه ټولو ته دین یا مذهب ویلای شو؟ دلته پوهان په دوه ډلو ویشل شوي، ځینې یې د دین په ډول مني، مګر اکثره پوهان یې خپل اصلي روح ته ګوري، چې اساس یې په څه شي باندې ایښودل شوی، ایا هغه څه چې د یو دین لپاره اړین دي، هغه په دغه دین کې پخوا موجود وه او که نه.

   که د نړۍ یو شمیر لویو او مالومو دینونو ته وګورو او د هغوی اساس مالوم کړو؛ نو دا به جوته شي د هغوی اساس د مذهب په شکل نه دی ایښودل شوی او هغه څه چې د مذهب لپاره اړین دي په هغو کې پخوا وجود نه درلود او وروسته د وخت په تیریدو سره یې د دین شکل غوره کړی دی.

    هندوئیزم، بودایزم، کنفوشیزم او نور داسې ډیر دینونه ګورو، چې اساس یې د دین په شکل ندی ایښودل شوی. که بودایزم را واخلو. د بودا ژوند او لارښوونې یې مطالعه کړو، هغه څه په کې نه لیدل کیږي، چې د یو مذهب لپاره اړین دي. د بودا لارښوونې یوازې د ژوند د تیرولو لپاره څو اصول دي، چې د هغه لخوا د هغه وخت هندي ټولنې ته وړاندې شوي وه. په بودایزم کې اصلا د خدای تصور هیڅ وجود نلري، په ویکیپیډیا او ځینو نورو کتابونو کې بودا د هغو کسانو په لومړي سر کې قرار لري، چې د خدای د موجودیت نه، نه انکار کوي او نه یې په موجودیت باندې اقرار کوي یانې (agnostic) دی. بل مهم اصل د مذهب لپاره د عباداتو او اخلاقو موجودیت دی، چې دا دواړه هم په بودایزم کې اساسا وجود نه لري. بودایزم د مذهب په شکل د بودا د مړ کیدو نه ډير وروسته رامنځ ته شوی او د بنسټ ایښودنکی (بودا) عبادت کوي.

    کنفوشیزم هم د بودایزم په شان دی. کنفوشیوس اصلا د دغه اصولو او اخلاقي فلسفې بنسټ ایښودونکی هم نه دی، ځکه دی په خپله وایې، زه د پخوانیو پوهانو د د افکارو راټولوونکی او انتقالوونکی یم. کنفوشیزم هم د بودایزم په شان د ژوند د تیرولو لپاره یوازې څو اخلاقي اصول وړاندې کړي دي. په دې دواړو کې توپیر دادی، چې کنفوشیزم د سیاست او حکومت په اړه جلا فلسفه درلوده او د سیاسي فکر تاریخ نومي کتاب کې دی د لومړنیو سیاست پوهانو له ډلې څخه شمیرل شوی، چې د حکومت کولو په اړه یې څرګندونې کړي دي. کنفوشیستان هم لکه د بودایانو په شان په خپله د کنفوشیوس عبادت کوي. که د کنفوشیزم اساس مطالعه کړو؛ د خدای تصور، اخلاق (مذهبي رسومات او عادات) او عبادات به په کې هیڅ ونه لیدل شي، مګر اوس د نړۍ د لویو مذهبونو له ډلې شمیرل کیږي، چې په میلیونو پیروان لري.

    هندوئیزم د نړۍ یواځینۍ دین دی، چې بنسټ ایښودونکی او مشخص لارښود نلري. داسې یو دین دی، چې د کتابونو لیکوالان یې مالوم نه دي او هم یې د کتابونو د لیکلو نیټه مالومه نه ده؛ خو ویل کیږي، چې ویدونه (د هندو مذهب مذهبي کتابونه) د   ۱۵۰۰ او ځینې پوهان وایې د ۱۷۰۰ مخزیږدۍ په شاوخوا کې لیکل شوي دي. د هندو مذهب کتابونو هندي ټولنه په طبقاتو ویشلې، چې برهمنیان، کشتري، ویش او شودر دي او په دوی کې برهمنیان د لوړې پایې او لوړ ذات او شودر په کې د سپکې او ذلیلې طبقې خلک دي. ځينې دین پوهان وایې، چې بودایزم د همدغه ټولنیز او طبقاتي جوړښت په مقابل کې رامنځته شو اوبودا د خپل ځان سره د هغه وخت ټولو اوسیدونکو ته بلنه ورکړه، چې دده سره په دغه طریقه کې شامل شي. په هندوئیزم کې د واحد خدای تصور هم نه لیدل کیږي، ځکه چې یو هندو د یو خدای، بل د سلګونو، بل د ملیونو او کروړو خدایانو عبادت کوي.

    هندوئیزم هم لکه د کنفوشیزم او بودایزم په شان فلسفي مذهب دی، ځکه اساس او پایه یې مالومه نه ده، په تدریجي ډول رامنځته شوی دی او اخلاقي او ټولنیز جوړښت یې هم د دین په ډول نه دی، ځکه چې د پیل راهیسې یې ټولنه په طبقو ویشلې ده. هندوئیزم اوس د نړۍ د لویو مذهبونو له ډلې څخه دی، چې د زر میلیونو په شاوخوا کې پیروان لري.
  

زاهد خلیلي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د