نظــر

اسيا زړه کنفرانس؛ ترهګرۍ ضد جګړه، سوله او ځمکني حقايق

احمدالله احمدزی-

تېره ورځ د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې د اسيا زړه هېوادونو کنفرانس پيل شوی، چې د اسيايي هېوادونو سربېره د ملګرو ملتونو او ناټو غړو هېوادونو استازي به هم په دغه کنفرانس کې ګډون لري.

تېره ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز دغې غونډې ته په خپلې پرانستونکې وينا کې وويل، چې پاکستان غواړي، د دې کنفرانس له لارې د افغانستان سولې او پرمختګ کې مرسته او همکاري وکړي، همدا رنګه د افغانستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير حکمت خليل کرزي هم دغه کنفرانس ته په خپلې وينا کې وويل، چې باثباته او با امنه افغانستان د ټولې سيمې په ګټه دی، سیمه ييز هېوادونه او نړيواله ټولنه بايد افغانستان سره د هر اړخيز پرمختګ او سولې په اړه مرسته وکړي.

د ولسي جرګې استازو هم له حکومته غوښتي، چې پاکستان تل افغانستان سره له دوه مخۍ کار اخيستی او دا ځل بايد نړيوال ضمانت ترې واخيستل شي.
دا خبرې ډېرې خوږې دې، په غوږونو ښې لګيږي، دا خوږې خبرې موږ له تېرو څو کلونو اورو، ولې په عملي ډګر کې د دې خبرو خوږې پايلې موږ ونه ليدلې.
افغانستان اوس هم ټينګار کوي، چې نړۍ او په ځانګړې توګه پاکستان بايد د ترهګرۍ ضد جګړه کې افغانستان سره مرسته وکړي او ورپسې د سولې خبره هم کوي.

د کنفرانس لپاره خپل تياری

د اسيا زړه هېوادونو کنفرانس کوربه هېواد کې د کنفرانس له پيلېدو وړاندې خپلو پوځي او امنيتي ادارو سره په دې اړه سلا مشورې کړي او دا پرېکړه يې هم کړې، چې افغان ولسمشر سره په کومه موضوع خبرې وکړي او د هغوی اندېښنې او شکايتونه څنګه ځواب کړي.

بل پلو افغان حکومت د کنفرانس له پيلېدو وړاندې دا ډول څرګند تياری نه دی کړی. څه موده وړاندې ولسمشر غني پاکستان سره د هر ډول اړيکو ځنډولو اعلان وکړ او ورپسې څو ورځې وروسته يې وويل، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ نا اعلان شوې جګړه روانه ده. دوه اوونۍ وړاندې، چې د پاکستان ملتپال سياستوال کابل ته راغلل، ولسمشر يې دې ته تيار کړ، چې پاريس کې د چاپېريال ساتنې کنفرانس کې د پاکستان صدر اعظم نواز شريف سره وګوري. هغه ورځ، چې ولسمشر پاريس کې له نواز شريف سره وليدل، اسيا زړه کنفرانس کې يې د پاکستان بلنه ونه منله.

ډيپلوماتيکې سرچينې وايي، چې ولسمشر غني د امريکا او چين په ټينګار دغه کنفرانس کې د ګډون پرېکړه وکړه.

موږ به له هغه کنفرانسه څه د ښو تمه ولرو، چې ولسمشر په نه زړه د نورو په فشار په کې ګډون کوي.

د نړۍ هوښيار ملتونه له داسې کنفرانسو او غونډو ګټې پورته کوي، په کور دننه ورته ښه تياری کوي او له يو منظم پروپوزل سره دغه ډول کنفرانسونو کې ګډون کوي.

دلته يو ځل ولسمشر انکار کوي، چې ګډون نه کوم، اجراييه رييس رسنيو ته وايي، ولسمشر اسيا زړه کنفرانس کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته ځي. کابل کې افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي رچرډ اولسن رسنيو ته وويل، چې دغه کنفرانس کې د افغان ولسمشر ګډون اړين دی او دې سره به د ترهګرۍ ضد جګړې او باثباته افغانستان لپاره ډېر څه تر لاسه شي.

له هغې وروسته ارګ د ولسمشر له لوري اعلاميه خپره کړه، چې له «څرګند دريځ» سره پاکستان ته ځي، مګر دا يې ونه ويل، چې دا څرګنده دريځ به يې څه وي؟
له دغه ډول ضد او نقيض څرګندونو موږ معلومولای شو، چې اسيا زړه کنفرانس به افغانستان ته څه ولري.

ولسي جرګه کې د بهرنيو اړيکو مشر عبدالقادر ځاځی وايي، چې افغان سوله کې د مرستې لپاره دې له پاکستانه نړيوال ضمانت واخيستل شي.

دا خبره يې تر يو ځايه سمه برېښي، خو موږ بايد ځمکني حقايق هم له پامه ونه غورځوو.

د ښاغلي قادر په وينا نړيوال ضمانت، په څه معنا؟ د څه شي لپاره؟

ايا د دې لپاره، چې طالبان دې ټول لاس تړلي افغانستان ته وسپاري او يا دا، چې د خبرو مېز ته يې کينوي؟

په لومړيو کې ولسمشر غني هم ځينو ناستو کې ويلي وه، که طالبان سولې ته تيار نه شي، نو پاکستان يې لاس تړلي ورکوي او هغه وخت هم ډېرو خلکو دا مشوره ورکړه، چې د سولې په اړه دې له پاکستانه دومره تمه نه کوي او نه هم پاکستان داسې کار کوي او نه يې کولای شي.

بله خبره دا ده، چې طالبانو سره د خبرو او سولې په اړه افغان حکومت په خپله يوه خوله نه دی او تر څو چې دوی په يوه خبره سره نه وي سلا شوي، نو له بله به څه د خير تمه ولري.

زما په ګومان له پرديو د خير د تمې پر ځای بايد په خپله د سولې لپاره عملي ګامونه پورته کړو، حکومت بايد يو څرګند دريځ غوره کړي، چې په کومو شرطونو له طالبانو سره خبرو ته تيار دي؟

اشرف غني، پاکستان او نړيواله ټولنه په لوی لاس يا ځان تېرباسي او يا هم د رسنيو له تبليغاتو دومره اغېزمن شوي، چې طالبان او روان مقاومت هر څه د پاکستان له لوري بولي او دې ته فکر نه کوي، چې مخالفين خو به هم يو څه غواړي، يو څه هدف خو به لري، چې يوه نيمه لسيزه جګړه کوي او بيا هم خبرو ته نه تياريږي!

زموږ رسنۍ هم تر اوسه هماغه کليشيي تحليلونه کوي او دې ته نه ګوري، چې له دې خبرو مو تر اوسه څه تر لاسه کړي دي، دا خبرې په لوی لاس پاکستان ته دا کريډيټ ورکوي، چې افغانستان بايد له پاکستان سره د سولې لپاره ډېر څه ومني او له ډېرو خبرو ورتېر شي.

پخواني ولسمشر کرزي او اوسني ايتلافي حکومت خو پاکستان سره په پټه او ښکاره ډېر څه ومنل، چې په څرګنده د پاکستان خير و په کې، مګر سوله ولې نه راځي، يا لږ تر لږه پرمختګ ولې نه کوي؟!

زه په پوره باور ويلی شم او ټول پوهيږي، چې نن سبا نړۍ کې هر چا ته خپلې ګټې مهمې دي او د پاکستان ګټې هم اشرف غني سره په ښو اړيکو کې دي او له دې لارې يې ډېر څه ترلاسه هم کړل او ډېره هڅه يې وکړه، چې طالبان خبرو ته تيار کړي، مګر پاکستان پر طالبانو دومره برلاسي هم نه دي، چې په زور يې له خپلې دعوې تېر کړي، حکومت يا امريکايانو سره يې خبرو ته کينوي.

طالبان په څرګندو ټکو وايي، چې دوی د بهرنيو عسکرو پر ضد او هېواد کې د اسلامي شريعت د نفاذ لپاره جګړه کوي.

دا خبرې بايد ورازول شي، که اشرف غني رښتيا هم سوله غواړي، نو د هېواد د يو رښتيني مشر په توګه بايد ډېره قرباني ورکړي، خپل ولس او نړۍ ته وښيي، چې دی په هېواد کې سوله غواړي.

تر اوسه د ده ټوله هڅه دا ده، چې په هر نړيوال کنفرانس کې نړيوال د طالبانو پر ضد جګړو ته رابولي او طالبان د سيمې او نړۍ لپاره ستر ګواښ معرفي کوي، په داسې حال کې، چې طالبان د خپلو اعلاميو او خپلو ډيپلوماتيکو سرچينو له لارې سيمه ييزو او نړيوالو هېوادونو ته ډاډ ورکړی، چې د دوی ټولې هڅې او مقاومت يوازې او يوازې د خپل هېواد د ازادۍ لپاره دي او هېڅکله به سیمې او نړۍ لپاره هېڅ ډول ګواښ نه وي.

موږ تاسې د رسنيو له لارې ګورو، چې د اشرف غني د ټولو هڅو سربېره د نړۍ هېڅ هېواد هم د طالبانو په اړه خپلې اندېښنې نه څرګندوي.

موږ بايد دې ته هم وګورو، چې چين د افغانستان مسئله کې د پخوا په څېر فعال نه دی. پاکستان سره يې ۴۷ميليارده ډالرو ۵۴ توافقنامې لاسليک کړې او افغانستان کې يې يوازې د درې ميليارده ډالرو پانګونه وکړه.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار په مشرۍ، چې کوم پلاوی مسکو ته تللی و، مسکو ورسره يوازې د لس زرو کلاشينکوفو د مرستې ژمنه کړې.
موږ بايد لومړی خپل ځان وپېژنو، چې موږ څوک يو، په خپلو کې سره په خبره څومره پوهېږو، د خپل هېواد ګټو او اوږدمهالي راتلونکي ته څومره ژمن او خوشبينه يو؛ له هغې وروسته به بيا له نړيوالو د خير تمه کوو.

که حکومت رښتيا هم هېواد کې سوله غواړي…

که اشرف غني او د هغه حکومتي ايتلافيان په رښيا هم هېواد کې سوله غواړي، نو بايد امريکا او نړيوالو سره د سولې په اړه خبره روښانه کړي، چې دوی څومره افغانستان کې د سولې پروسه کې مرسته کوي او دغه خبرې بايد له ولس سره شريکې کړي.

امريکا سره له مشورې وروسته بايد څو مهم کارونه وکړي.

لومړی بايد طالبانو ته نړيوال او سيمه‌ييز ضمانتونه ورکړي، چې د سولې په ټوله پروسه کې به د حکومت او طالبانو تر منځ منځګړي وي.

دوهم بايد اشرف غني او ټول حکومتي چارواکي د سولې پروسه کې له هر ډول مداخلې ځان لرې وساتي.

د سولې لپاره بايد د هېواد بې پرې علما، ولسي مخور، چې طالبانو او حکومت دواړو ته د باور وړ وي؛ رامنځته شي د دواړو لوريو وړانديزونه وارزوي او وروسته خپله پرېکړه وکړي، چې هېواد او ولس مو له تلپاتې سولې برخمن شي.

حکومت او ولس پر دې خبره پوهيږي، چې طالبان د څوکۍ لپاره جګړه نه کوي او نه به هم د څوکۍ په وېش دا ستونزه حل و فصل شي او طالبان يوازې او يوازې د شريعت د نفاذ خبره کوي.

دلته خو خبره څرګنده ده، ولس مو ټول مسلمان دی، هېواد کې اسلامي شريعت غواړي، نو حکومت ولې دې خبرې ته نه تياريږي او که خپل حکومت ورته سوچه اسلامي ښکاري، نو خپل علما دې د طالبانو له علماوو سره کينوي، چې د حکومت پر شرعي اړخونو خبرې وشي او خلک له دې ګڼګس حالته راووځي.

اوس نو د اشرف غني خوښه، چې سوله اوس هم له پاکستانه غواړي او که په خپله يې په خپل هېواد کې د ځکمنيو حقايقو په درک کولو راولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x