poar

پور – لیکوال: فیصل جلالي

ژوند کې انسان له هر ډول حالاتو او پېښو سره مخ کېږي، بريالى انسان هغه څوک دى چې د خپل ژوند راتلونکي ته فکر کوي او د هرې پېښې د حل لپاره زيار باسي کېداى شي هغه پېښې پر ده رانشي خو خداي مه کړه که پرې را هم شي دى به ورته چمتو وي.

په ژوند کې انسان له ډېرو کاميابو او ناکامو خلکو سره مخ کېږي، او يا يي کېسې اورېدلي وي چې دا هر يوه دهغه لپاره تجربه وي، ځينې کسان داسې وي چې ناڅاپه له يوې سختې پېـښې سره مخ شي لکه مرګ، ناروغي او… خو هغه به همدې ناڅاپه پېښې ته چمتو وي، نه به يې چاته لاس اوګدېږي او نه به د خلکو د خبرو وي، دا هغه خلک دي چې په ژوند کې يې له بې ځايه لګښتونو نه ځان ساتلى وي،

له بې ځايه بنډارونو يې مخ اړولى وي او خپل وخت يې بې ځايه نه وي تېر کړى، داسي کسانو ته په ټولنه کې خلک هم د قدر او سړيتوب په سترګه ګوري، پداسي کسانو ټولنه هم وياړي، خلک هم پر دوى د دې باور کوي چې ټولنه به هم دوى له بدبختۍ ژغوري.

يو هغه کسان دي چې په ورځني ژوند کې به ورته ځان له ټولو خلکو لوى او کاکه ښکاري، بې ځايه لګښتونه به کوي ټول وخت به يې په ناوړه بنډارونو تېروي خو د راتلونکي ژوند غم به ورسره نه وي. دوي د غفلت او لټۍ په خوب کې داسې ويده وي لکه افريقايي ماشي چې چيچلى وي، دوى داسې فکر کوي چې د بنډار ملګري يې د ده ژوند ښه کوي خو پدې به نه وي پوه چې هغوى د ده د بنډار ملګري دي نه د سختې ورځې، چې پرې سخته ورځ کې له ده سره ودريږي او دى له لاسه ونيسي او پاڅوي يې، دا خلک هغه وخت لدې خوبه پاڅېږي چې کله يې له پلار نه پاتې پيسې او جايدادونه خلاص شي او دوى په سخت امتحان کې ګير وي، بيا يي نه هغه ملګري پاتې وي او نه هغه بنډارونه او د ټولنې خلک به هم پرې ملنډې وهي.

جان فاسټر ليکې ( يو ځوان چې هغه ته له پلاره ډېرې ځمکې او جايدادونه په ميراث پاتې ول، ځوان دا ټولې ځمکې او جايدادونه په بې ځايه لګښتونو او بې ځايه بنډارونو په درې کلونو کې ختمې کړي، ځوان تنها پاتې شو نه ملګري، نه کلي وال اونه خپلوان هېڅ څوک ورسره نه ول، هر چا به ورته د پلار ځمکې پيغور ورکاوه، نه چا پور ورکاوه، پور ورکول خو پرېږده چې هر چا به پرې ملنډې وهلې، خو اخر ځوان دې ته مجبور شو چې ځانوژنه وکړي، په همدې نيت پاڅيده او دغره په لور وخوځېده کله چې ځوان دغره څوکې ته ورسېده ځان يې دې ته برابر کړ چې لاندې کلي ته ځان ورغړوي، ناڅاپه يې لاندې کلي ته وکتل چې ګوري خپل د پلار کورونه يي په سترګو شول ځوان په ډېرو فکرو کې ولاړ او څو ساعته يې فکر کاوه، له فکره وروسته پاڅېده او يو قوي عزم يې وکړ چې خپل د پلار له لاسه تللي کورونه به بېرته را خپل کوم، او د کلي په خوا روان شو کلي ته نږدې ګوري چې يو څو مزدور کاران دي او د ډبرو سکر په کان کې کار کوي، دى هم ورسره يو ځاى شو هم دا يې کار و، ده به چې په ورځ کې څومره روپۍ ګټلې، نيمي به يي دخرڅ لپاره وې او نوري پاتې به يې ساتلې ترهغې چې دومره پيسي يي پيدا کړې چې يوه کوچنى تجارت يي پرې شروع کړ او په هغه کې يې هم همداسې کول او په اخره کې ترې بيا يو ستر پانه ګوال جوړ شو، جان فاسټر وايي(( ما هغه سړى همداسې تعقيباوه، خپلي ټولي له لاسه تللې ځمکې يې بيا راوګرځولې او اخر کې چې مړ کېده، شپږ لکه روپۍ هم ترې پاتې شوې. پدې ځوان خو خداى خپل رحم وکړ چې دومره همت يې وکړ چې خپل د پلار ميراث يې لاسته راوړ، خو خداى دې له هغې ساته چې خپل هر څه بې ځايه ولګوي او بيا پور ته کېني. پور خو له ټولو ستره ناروغي ده، پور دې چې يو ځل واخيست نور نو ترې خلاصى نشته پور داسې وي لکه درواغ، څوک چې درواغ ووايي، نو د هغه درواغو د رښتيا کولو لپاره درې څلور درواغ نور هم وايي، پور هم همدارنګه چې يو ځل دې واخيست نو د هغو د خلاصولو لپاره به درې څلور ځايه نور هم پور کوي چې هغه خلاص کړي.

د پور څخه د خلاصون ښه لار داده چې له خپل نفس سره يوه پرېکړه وکړي چې تر هغې مې چې دا پاتې پورونه نه وي خلاص کړي نور پور نه اخلم.

جانس د پور په اړه څه ښه ليکې (( چې له پور اخيستلو سره ځان مه عادت کوئ ځکه پور نه يوازې تاسې ته ستونزې درپيدا کوي، بلکې له سلګونو کړاوونو سره مو هم مخ کوي او د پور پايله غربت…غربت…غربت دى.

ليکوال: فيصل جلالي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د