نړۍ

اسیا زړه کنفرانس پيل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۱۸مه، ۱۳۹۴ ل): د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې د صدر اعظم نواز شريف په پرانستونکې وينا «اسيا زړه کنفرانس» پيل شو.

نواز شريف په خپلو خبرو کې وويل، چې پاکستان تل د افغانستان خير او ښې ګڼې لپاره هڅې کړي او تل به د افغانستان او سيمې ثبات لپاره د ښه ګاونډي په توګه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

ولسمشر اشرف غني او د پاکستان صدر اعظم په ګډه اسيا زړه کنفرانس پرانيست.

نواز شريف زياته کړه، چې با امنه او باثباته افغانستان د پاکستان د بهرنيو اړيکو مهمه برخه ده او د افغانستان امنيت د پاکستان او سيمې په ګټه دی.

نواز شريف يو ځل بيا خپله پخوانۍ خبره تکرار کړه، چې د افغانستان دښمن د پاکستان دښمن دی او دوی د افغانستان په مشرۍ د سولې پروسه کې د هر ډول مرستې ژمنه او همکاري کوي.

«د سيمې او نړيوال هېوادونه بايد د افغانستان د خپلواکۍ درناوی وکړي، پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې افغانستان سره هر ډول مرستې ته تيار دی او دواړه هېوادونه بايد خپلې پولې نورې هم قوي کړي، چې خاورې يې د يو بل پر ضد ونه کارول شي.»

نواز شريف د کډوالو په اړه هم وويل، چې دواړو هېوادونو ته د کډوالو تګ راتګ يو ستر امنيتي ګواښ دی او وسله وال مخالفين له دې لارې د ګټې اخيستو هڅه کوي.

ولسمشر اشرف غني هم اسيا زړه کنفرانس ته په خپله وينا کې وويل، چې پاکستان سره د ښو اړيکو غوښتونکی دی.

نوموړي زياته کړه، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د بې باورۍ ستر لامل وسله مخالفين دي، چې نه يوازې افغانستان بلکې د ټولې سيمې لپاره ګواښ دي.

«افغانستان کې دا شکونه زيات دي، چې پاکستان افغان حکومت د يو رسمي دولت په نوم پيژني کنه، مګر د صدر اعظم نوازشريف له څرګندونو ژمنو ډاډه يم، چې پاکستان به افغانستان سره هر ډول مرسته او همکاري کوي.»

اشرف غني وويل، چې افغانستان د ټولې سيمې او نړۍ جګړه پر مخ بيايي او نړۍ هم بايد افغانستان سره مرسته او همکاري وکړي.

ولسمشر غني د خپلې وينا په ترڅ کې د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د ميلمه پالنې مننه هم وکړه او زياته يې کړه، چې کډوالي زموږ ګډه ستونزه ده او بايد په سلا مشورو يې پای ته ورسوو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x