ادبي لیکني

ترهګر!!

حمدالله حلمیار

تر سپینو کفنونو سپین معصوم مخونه راوتلي وو، شاوخوا ته یې ځیني کسان زبون وهلي ناست وو، او ځینې نورو شملې سترګو ته نیولې وې.

یو دم به له ژړا ټکۍ شول او بیا به یې سلګۍ په اسویلیو کې ورکې شولې…

د کلا دننه ښځمنو واویلا ګډه کړې وه، چا دویر ساندې بللې او ځینو یې له ډیره درده خپل ځان په سوکانو واهه…

یوه ځوانه ښځه چې څلور زامن یې د هاوان په برید کي په شهادت رسیدلي وو، د حویلۍ په منځ کې په تور څادر کې پرته وه، دوه نورو ښځو یې پر مخ اوبه ورپاشلې…

شیبه پس راپه خود شوه، پلو یې پر سر راکش کړ ، لکه لیونۍ د سرای د دروازې پر لور یې منډه کړه، ښځو تر لمن راونیوه، خو په یوه جټکه یې ځان خلاص کړ او د کلا بهر ته پر پرتو جنازو یې وروځغستل.

ناست خلګ لکه تازه چې ساه ورننوتلې وي په خوځښت راغلل، ټول یې له ځایو پاڅیدل، مخونه یې بلې خواته واوړول، د شهیدانو مورکۍ پر خپلو تنکیو شهید شویو بچیانو ورپریوته، هر یویې غیږې ته ورجوخت کړ او پر مخ یې ښکل کړ،

د سړو له منځه د ښځې ورور راپاڅیدی خور ته یې پړونی ورپه سر کړ او بیرته یې دکلا پر لور کش کړه، ښځې په لوړ غږ ژړل او خپل ګریوان یې شلاوه…

له مسجد سره یو موټر تیز بریکان ووهل او درې کسان راکوز شول، یوه کس چې لنګوټه یې په لاس کې نیولې وه، د مسجد مخې ته د توغندي د لګیدلو له کډي سره اوتر اوتر وګرځیدی او بیا یې مخ د کلا مخ ته د ناستو خلګو پر لور کړ…

چي راورسیدی د شهیدانو د لیدلو سره سم پر ځمکه کیناست، په لوړ غږ یې وویل: وای ربه! زه خو تباه او برباد شوم، ماته خو دي په یوه وخت د زامنو او وریرونو اته جنازې راولیږلې…!

وای ظالمانو دا ګلان د رژیدلو وو؟؟؟

لنګوټه یې له ځمکې وویشته او لکه لیونی په چیغو یې پیل وکړ…

د شهیدانو معصومو څیرو ډیرې خبرې کولې، خو څوک یې په ژبه نه پوهیدل…!

د شهید شویو ماشومانو سترګو اوس هم په وینو سرې سیپارې لټولې، تر څو د خدای حضور ته یې همداسې په وینو سرې وروښیې!!

او ورته ووایي چي: زموږ ربه! موږ یې ستا ددین د زده کولو په جرم ستا دکور مخې ته په خپلو معصومو وینو ولمبولو…

د شهیدانو موسکیو څیرو د نظام پر دروغجنو حاکمانو او د هغوی پر ملاتړو زرګونه لعنتونه ویل.

وردګ سيد اباد شهيدان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x