نظــر

د شمالي ټلوالې ځای امریکايي ټلواله ډکوي!

هدیرې ته ځوانان او د پاخه عمرلرونکی کسان راټول شوی وو، خلک ټول آرام و او یواځې د کولنګ غږ د قبرونو له منځ نه راپورته کېده، وړاندې دې سرک تر غاړې د موټرسایکل غږ و چې د مخې طرف ته یې د خره د ککرې هډوکی بند وو او یو له ونې دنګ ځوان ورباندې سپور وو او د خلکو خواته يې په فاتحانه انداز راکتل…

لومړی ځل وو چې په داسې یوه  وخت کې له ښار نه د کلی طرف ته تللی وم، عجیب حالت وو  هاغه د میلاد نه د مخه کیسې مې لږ لږ اورېدلې وي سم هم دې ته ورته، هرې خواته ویره، ډار، وهم… په کمین کې وو، د جاپان د هروشمیا د ټاپو انځورونه مې تر اتومي حملې ورسته لیدلي وو چې ودانۍ  شته وې خو داسې وه لکه له وادنیو نه چې هم ساوتي وي، دلته زموږ په دې کلي کې له خټینو دیوالونه نه هم ساوې وتې وې،

تردې نه وړاندې به چې کلی ته لاړم د کلی ځوانان به په بنډار ځای کې نه ځایېدل خو اوس هېڅوک نه ښکارېدل فقط تا به ویل ټول د مرګ په خوب ویده دي.

زموږ کلی له مرکز میدان ښار نه یواځې اته کیلومتره لرې د لویدیځ خواته پروت دی دلته، ډېر بې وزله خو شمله ور پښتانه ژوند کوي، د وخت غلیم ته یې هر وخت خپله سینه سپر ګرځولې، خو دې ته یې نه دی پریښی چې د دوی دین کلتور،خاورې، ناموس، د دین عالم او یا هم کوم بل چا ته په سپک نظر وګوري…

خو نن ورځ دلته هرڅه سرچپه دي…

امریکا هم د انګلیس له تجربې څخه ګټه واخیسته، لومړی یې د طالب او حزب په نامه خپل استازي د ولس دوینو د زبېښلو لپاره د ولسي خلکو لستوڼو ته ورننه ایستل او خپله یې ولسي مشران او شملور پښتانه د خپلې مرمۍ نښه وګرځول، چې دا راج یې لاترواسه هم په زیاترو ځاینوکې لا دوام لري…

په دې ورستیو کې يې د سپېشل فورس په نامه پوځ د د خلکو د وینو د زبېښلو لپاره په هر څه سمبال ورته را واستاوه، د فوځ هغه څه چې نورو نه وه کړي وکړل، د شمالي ټلوالې یاد یې د خلکو په زهن کې یو ځل بیا را ژوندی کړ، د بې ګنا خلکو د عادي وهلو نه نیولې بیا تر هډوکو ماتولو او غوږونو پرې کولو او آن بیا په وژلو صرفه ونه کړه.

زموږ په له کلي یې لومړی له یوه پلار نه د زوی تر مخ لاسونه غوڅ کړي او بیا یې دواړه د چړو په زور هغې دنیا ته لیږلي، او هغه کسان چې  د دوی د قبرنو د کښلو لپاره راغلي هغه هم په ویره او ډار کې وو…

په همدې ورځو کې له مرکز میدان ښار نه نژدې دوه کیلو متره لرې ابراهیم خیلو په کلي د قران قاري او د اینجنیرۍ د پوهنځۍ نه فارغ سعیدالله سعید په سر او نور وجود د برچو له برید لاندې راوستی وو او پنځه نور د کلي ځوانان يې له ځانه سره وړي چې مړی او ژوندی یې نه دی مالوم.

نو راځئ لږ نور هم له حقیقت نه پرده پورته کړو!

هغه څه چې بي بي سي او یا نورو شبکو د خلکو له خولې نه نشر کړل، باور ورباندې مه کوی، ځکه له حقیقت نه ډېر لرې دي او فکر کوم د ژورنالېزم له اصولو نه یې د یو چا په طرفدارۍ پښه اړولې ده، په وړاندې ورځو کې په وردګو کې د جومات په لمونځ کونکو برید وشو هرڅه چې امریکایانو ویل شبکو نشر کول خو تاسې وروسته له دومره وخت نه هم یو ځل هغه ځای ته ورشۍ چې هغه نښانې ورپکښې پیدا کولی شي چې هلته دې کوم انتحاري وي؟ نو ځکه اوس خلک لمانځه ته هم په ډاډه زړه نشي تللی؟

هر هغه څوک چې د دې دولت طرفداري کوي ماته د دې پوښتنې ځواب راکړي چې دې خلکو څه کړي وه؟

په دې برخه کې خو کرزي صاحب، او د وزیرانو شورا غونډه هم وکړه چې بې پایلې وه، او زور یې ونه رسېد.

مانا داچې زوموږ سر زموږ سرسر او هرڅه د امریکا په لاس کې، او هرڅوک چې له خپل سر او مال نه دفاع وکړي نو بیا ورباندې د پاکستاني جاسوس، طالب، ترهګر…ټاپه ډېره ژر لګېدای شي.

په فېسبوک کې هره ورځ د مجیدقرار په څېر د کسانو لیکنې ګورم چې په دا ټولو پېښو سترګې پټوي او یواځې بیا د دې پېښو د خلکو په پاتې کسانو چې له درد او انتقام له مخې یې توپک غاړې ته اچولی وي، په دوی پسې لیکنې کوي او ورسه په توله کې برابر کسان ورته چکچکې او نظریې ورکوی…

دا ځکه چې دی او ده ته ورته خلک په مکرویانو او شېرپور کې ودانۍ لري، او ژوند يې ارام دی، خو داسې خلک دې لږ له خپل شیش محل نه لږ هاخوا هم وګوري چې طالب او یا بل چا ولې د پاکستان لاس نیولی؟

او ولې دې ته اړ شوی چې خپل هېواد پرېږدی او د هغوی غېږې ته ځان واچوي، او ولې هغوی بېرته زما او ستا لپاره ځانمرګی جوړېږي؟

زما یو کلیوال ملګری وایي

(که ټوله دنیا د سروزرو شي چې زه  او زما کورنۍ نه و ي نوزه به یې څه کړم!)

که څوک د یو څو شېبو لپاره ځان د هغه پر ځای باندې احساس کړي نو هاغه د چا خبره سل په سلو کې سمه خبره کوي ده.

اوس که امریکا زما هېواد ته بې پیلوټه ورکوي، او که پیسې ورکوي چې زما سر، زما ناموس، زما مال…نه وي خوندی زه به یې څه کړم.

او ورځ تر ورځې له دې زخم نه ناسور جوړېږي، او هغه ځوانان چې د همدې امریکایانو له لاسه یې وهل، بندي خانه… تېرکړی هغه چې د پاکستان ماشینه په اوږه کښې نږدی نو سه وکړی؟

نو ښه به داوي چې د امریکایي ټلواله چې د شمالي ټلوالې جنایتونو ته ادامه ورکوي باید نور له خپل دې کارنه لاس په سر کړل شي.

نور اغا صدیق زی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x