افغانستان

طالبان: هرات کې مو اربکيان په شا وتمبول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): طالبان وايي چې د هرات په شينډنډ کې يې په پرونۍ جګړه کې اربکيانو ته دروند زیان اړولی تېښتې ته يې اړ کړي دي.

تېره ورځ سهار مهال د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د جګړې خبر ورکړل شو، چې دولتي سرچينو د طالبانو خپل منځي جګړه وبلله، خو طالبان وايي چې دوی له اربکيانو او سړي تښتوونکو سره جګړه کړې او دروند زيان يې ور اړولی دی.

د هرات د والي وياند احسان الله حيات پرون رسنیو ته وویل چې په دې جګړه کې ۵۴ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.

هغه وویل چې دا جګړه د طالبانو د قومندان ملا ننګيالي او د طالبانو د مخالفې ډلې د قومندان ملا صمد د کسانو تر منځ شوې ده.

خو طالبانو نه یوازې دا چې «ملا ننګيالی» خپل قومندان نه دی بللی، بلکې ويلي يې دي چې ننګيالی د اربکيانو قومندان دی چې د دوی په مخالف لوري کې واقع دی.

طالبانو په دې جګړه کې د خپلو اتو تنو ملګرو د وژل کېدو منلي او وايي چې قومندان ننګيالی يې شاتګ ته اړ کړی او د هغه نږدې ملګري قومندان شابک، قومندان عبدالهمت، قومندان پیس خدایرام او قومندان پهلوانک يې وژلي دي.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې له اربکيانو يې د شينډنډ د کوشي، جردک او هديرو سیمې بېرته نیولې دي.

شينډنډ د هرات له مرکز نه ۱۲۵ کيلومتره لرې پرته ولسوالي ده، چې پراخې سیمې يې د طالبانو په لاس کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x