نظــر

انټرنت د شیطانی وسوسو ځاله ده

بسم الله الرحمن الرحیم
د  قران عظیم شان  په اخره سوره کی الله ج فرمایی (د هغه شیطان له شره مونږ وژغوری  چه زمونږ په سینو کی  وسوسه اچوی ) .  ټول ښه کارونه چه مونږ کوو د الله ج  له خوا  او ټول  بد کارونه د شیطان په  وسوسو سره وی..مخکی د وسوسو ځای یواځی سینی وی  خو د  تکنالوجی د  پرمختګ سره انټرنټ  هم  د وسوسو څای ونیوه .

ملا دی که امی ، ډم دی که نداف ، ډاکتر دی که  بزګر ، معمار دی که نجار ، سرمایه دار دی که سیاست مدار  ، مسلمان دی  که کافر ،  بادشاه دی که غریب او ڼور او نور  ټول د  انټرنټ تر شا ناست دی .

د اسلام مقدس دین  تکنالوجی د انسان   دمغزو  فطری  پانګه ګڼی ، تکنالوژی له اولی ورځی پیل شوی .  

داچه انسان له ډبرو  چاقوګان اوله  بکرو یی اور تولیدوو ،میوه جات اود  ښکار غوښی پریمانه وی   د تکنالوجی اولنی پړاو وو ، داچه هغه وخت د انسانانو شمیر کم وو ،  اړتیاوی او نیمګړتیاوی یی کمی وی  د  پرمختلللی  تکنالوجی اړتیا نه وه ، تکنالوجی  د  اړتیاوو په رامنځته کیدو  رامنځته  شوه.

دا چه  له یوی  خوا د انسانانو شمیر او نازولتیا  کمه وه ، حرص  رقابت او استثمار کم وو  نو انسانانو یواځی  د  ځنګلی حیواناتو او د طبیعی حوادثو مقابل کی د ځان ساتنی خیال ساته  کوم چه د ډیرو وسایلو او امکاناتو اړه نه لیدل کیده ، تر دی چه حکومتی سیستم  یی  هم نه درلود  ، د هغه وخت پیغمبران هم له ډیرو ساده  حدودو سره  او هغه هم یواځی  خپلو قومونو ته راتلل  ، د هغوی د پاره دومره هم بس وه چه خپل  ځانونه او خپل  خالق وپیژنی .

داچه الله ج د  انسانانو  د لار ښودنو  د پاره  پیغمبران،  کتابونه او صحیفی رالیږلی  دا د الله ج  د انسانانو سره  ځانګړی  فضل او رحم دی چه انسان یی د شیطان سره په دی لویه ازموینه کی ځانله نه دی  پریښی   لکه معلم  چه شاګرد ته  د ازموینی پوښتنی او ځوابونه  دواړه  ور کړی وی او دهغه معلم استازی ولاړ وی   شاګردانو  ته وایی چه دایی ځوابونه  دی.   

او ددی سره  هغه جاهل انسان  ته شیطان  وسوسی په سینه کی اچوی  تر څو په ازموینه کی بریالی نه شی  ، په نتیجه کی انسان هغه مسابقه وبایلی او شیطان یی ګټونکی شی  ، نو تاسی فکر وکړی چه دغه انسان څومره بدمرغه دی ؟

په هر صورت ، دغه وسوسی چه  د اوسنی تکنالوجی پخوا،  شیطان د انسانانو په سینو کی اچولی اوس یی په اانترنت کی هم اچولی دی  .که  دغه وسوسی لکه  د مرچو  او یا  زهرو په شان ترخی  هم د ی خو  بدمرغه انسانان یی  د شاتو په  منځ   او د   شاتو سره  ګډی  خوری  ، کله یی په ناپوهی خو  کله یی سره د پوهی لکه د نشه یی توکو د معتادانو په شان  په  ډیره  ویاړنه   خوری.

د قران عظیم شان  په اخرنی مبارکه سوره ( الناس )  کی په ډاګه شوی چه شیطانان په انسانانو او پیریانو  کی شته یعنی  ځینی انسانی او ځینی جنی شیطانان وی   مګر کفار  ټول شیطانان او د  مسلمانانو  په سینو کی پرله پسی وسوسی اچوی . زمونږعامو خلکو به ویل چه د کافرو  شیطانان هم کافر وی او یا  کفار شیطانانو  ته اړه نه لری ،  او لا به یی ویله چه د   ملا شیطان ملا  او د امی شیطان هم امی  وی  .   

خو د ( الناس ) مبارکی سوریی دا مشکل رفع کړی او که کوم  ورور ته اوس هم شک وی هغه مبارکه سوره  دی له  سره ووایی  او یا دی له کوم مفسر څخه مرسته وغواړی چه پوره یی تشریح کړی.

په هر صورت ، د بشریت د نوی تکنالوجی  په  مرسته انترنت هم د کفارو له خوا د ځینو انسنانو د پاره چه اسلامی  مطالعه یی کمه  او یا بی ایمانه او بی وجدانه وی  د   وسوسوو ځای  دی .  او دا هم سمه نه ده چه مونږ هغو انترنیتی  بی ضمیره  ایزمیانو  ته  نور  مسلمانان  ووایو  په دی  چه اسلامی ملک  او یا مسلمانه کورنی کی زیږیدلی ؟ او یا یی نوم اسلامی او لا یی په مخ ږیره  او یا یی په کور کی  یی  جانمازونه او کلمی زوړندی وی ؟ او لا په دروغو ایات او حدیث  او یا عربی منقولی وایی ؟ (  نه هیڅکله هم نه )  د اسلام تکمیل د پاره  ( اقرار بلسان او تصدیق  بلقلب )  ضروری خبره ده  خو دوی یواځی په خوله  کلمی وایی  ، د مسلمانانو مخکی بی اودسه لمونځ کوی ، خو خپلو منځو کی شراب چښی ، دا سلام او مسلمانانو سپکه وایی او اسلامی علماوو او محاهدینو ته کنځل کوی  د اسلامی تاریځ او صحابه یی کرامو او یا د اسلامی کتابونو توهین کوی  ، شریعت او اسلامی نظام پسی ملنډی وهی  او نور او نور  .     

ټول هغه کسان چه سره د پوهی د قران د یو ایت څځه انکار وکړی هغه کافر او شیطان دی او که  د ناپوهی له امله وی بیا د شهادت کلمی په بیا یادولو اسلام نوی کړی .

 ټول ایزمیان اسلام له سیاسته  جلا ګڼی د الهی نظام پرځای د شیطانی نظام ( دیموکراسی )  او یا سکولریزم  رامنځته کولو  د پاره هلی ځلی کوی  د اسلامی احکامو ( اوامرو او نواهیو ) په هکله  خوبه څوسوه ایتونه وی نو چه د یو ایت په نه منلو سړی کافر کیږی نو د سو سوو ایتونو د نه منلو  په سر خو  خو به څو سوه کرته کافر شوی وی .  

نو بیا دغه ایزمیانو ته  څرنګه کافر ونه وایو  .  نو نتیجه دا چه  دغه ایزمیان په سلو کی سل کافر دی  ( عملا  کافر دی  خو کافر به ورته  نه وایی د کفر د کلمی سره حساسیت لری ؟)  ولی ؟  دا ځکه  چه اسلامی ټولنه کی   د مسلمانانو د تیرو تنو د پاره دوی  نه غواړی د کافر په نوم د خلکو په منځ کی مشهور شی  څکه دوی  نه غواړی کافر ورته وویل شی  که نه خپل منځو  ځانونو  ته کافر وایی   خو د ا چه په اسلامی  تولنه کی  دوی  باید مسلمان وپیژندل شی تر څو د اسلام  دننه اسلام له اسلامیته وباسی  او دوی هم  له ټولنی متضرره نه شی .

تاسی   یی په انتر نت  او میدیا کی  ګوری ،بی  ږیری او یا یی اروپایی ږیری یی  وی  ، د پیشو ګانو په شان  لوی لوی بریتونه ،  د سپو په شان غاړو کی یی نیکتآیی ، د سټایل ویښتان ، ماندینی یی هم  په اروپایی  مود کی بالا تنو اوشپو ګانو  کی  او  د مود روز  میکپ دواړو   کړی وی  حتی کیناسته پاسیده،  مزل او تکیه کلام یی  د  اروپایانو په شان،   او ځینو خو  لا د ټوټو ګلان هم د جیبونو په شاو خوا  سینګار  کړی ، انټر نت  ته راشی  ، اولینه خبره یی دا وی چه پښتانه تباه شول  او د پشتو ژبه شاته پاتی ده ، مونږ ټوپک ته نه مونږ قلم او کتاب ته اړه ده  ، زمونږ سنګر ته نه زمونږ  ښوونځی او پوهنځی ته ضرورت لرو ،  زمونږ نجونی زده کړو ته محتاجی دی   ، دا ټولی بدمرغی  د طالبانو او اخوانیانو له  لاسه دی   چه  څه یی د سی ای ای او څه یی د ای اس ای جاسوسان دی ،  طالبان پشتانه وژنی  او ۸۰ ٪  عوامو  وژنی خو د طالبانو له خوا دی  د پشتنو په سیمو کی یی ټول شووڼخی وسوځول  زمونږ د پشتنو مشران  وژنی   ځانونه داسی ښیوی  لکه د وی چه د پشتنو  قباله لری او یواځی دوی  یی خواخوږی  بچیان او خواخوږی دی  .

  خو د پشتنو پشتونواله بیا بل شی ده  او هغه چه د پشتنو مشران  که پشتانه وی باید مسلمانان وی ، اسلام  د پشتنو روح  ده   کوم پشتون چه اسلام نه لری هغه مړی دی . په پشتو ویلو خو پشتون هله پشتون وی چه مسلمان او کلکه اسلامی عقیده ولری  ، ترکی ، امین او نجیب هم پشتو ویله  پشتنو ونه منل ، کمونستان ، نشنلستان او سکولریستان  چه مسلمانان نه  دی پشتانه نه دی  .

 ځینی ملحدین لا بیا  له پشتو څخه قران او له پشتونولی څخه اسلام  جوړوی او وایی چه له اسلامه زمونږ تاریخ  هم ډیر دی نو فلهذ ا  زمونږ د پشتونولی دین په اسلام لمړی والی او  شه والی لری  .  

پشتونواله خپله ډیر پخوانی او محکم دین دی مونږ اسلام ته اړه نه لرو  اوکه وی اسلام باید د پشتونوالی  متابعت وکړی  نه دا چه پشتونولی د اسلام تابع شی . د دجالی استعمار په اوسنی   فاسده او ملحده  اداره  کی  ټول ایزمیان ننوتی دی  ، خو دا چه شخصا یو ایزمی  پوهاند او یا ایزمی  ډاکتر صاحب  ته لا تر اوسه  کوم  وزارت او یا ریاست رسیدلی  نه دی  ، نو بیا د وسوسو خونی ( انترنت ) ته راشی او  په هغه مشخصو لغتونو او جملو  شروع وکړی ، دوی داکتری او پوهان دی  خو د پشاور له صدربازار څخه د  سلو کالدارو په بیه  ترلاسه شوی وی  پیچاره ګان  پوهه  کله لری ځو په انترنت کی پروګرافونه  او تصویرونه له بیلو بیلو ځایونو غلا  او خپله لیکنه کی نښلوی ، نو  انترنت یی  سنګر او هغه لغتونه او جملی یی  کلاشینکوف او مرمی وی  د کابل د فاسد ی اداری  اوسنی وز یران او رییسان  په نښه کوی چه کله  به وی  چه هغوی لیری کړی او به  ځای  یی دوی مقرر شی.

 د اوسنی ادراری  سره  خو د دوی  اشتی پذیره   دشمنی  ده  مهمه خبره د سکولریستی  او یا دیموکراسی  نظام  ده ټول  د همدغه نظام غوشتونکی دی  خو غواړی چه د دجال له جنتونو او نعمتونو څخه ټول په نوبت  برخه مند شی ، دوی خپل منځو کی یو تن او یو وجود دی  .

 اصلی دشمنان  خو یی مسلمانان او اسلامی نظام  دی  نو بیا د مسلمانانو په فعاله علماوو او مجاهدینو انترنیتی  حملی کوی  او  فعاله  مسلمانانو ته دهشتګر وایی   مګر دا کار په ډیر مکارانه اسلامی فتوی په شکل وړاندی کوی وایی چه اسلام د ترهګری دین نه دی دا چه  څوک ترهګری کوی دوی مسلمانان نه دی ،  دوی د بی ګناه مسلمانانو وینی توی کوی ،  دوی ځان وژنی کوی کومی چه حرامی دی  ، د ای اس ای  جاسوسان دی  ، او دوی په څو ډلو ویشل شوی څینی یی  د انګریزانو او ځینی یی  د امریکایانو سره کار کوی  او  خپل منځو کی

هم  ویشل شوی دی  او ملا عمر ړوند او یا حقانی د  پاکستان د فوځ په منځ کی بنګله لری  که بهر وی اوس به وخته  استخباراتو په نښه کړی  او له منځه وړی وی  .

کله چه د  ایزمیانو باداران  له استشهادی ځان وژنو څخه په  تنګ شی لکه روسانو چه د تکبیرد نعری  سره حساسیت پیداکړی وو   نو د سیاف په شان ( باعورا ) یا نورو  ته څو میلونه ډالر ورکړی چه استشهادی یرغلونو  باندی د حرامیدو فتوی ورکړه  ، نو سیاف صاحب د بادارانو خبره کله زمکی ته غورزوی

،  اول یی له استشهادی عملیاتو څخه انتحاری عملیات جوړ کړل  او بیا د انتحار ی د پاره  یی اسلامی فتوی ورکړه  په دی فتوی ورکولو یی  هم د خلکو او هم د الله ج  د تیروتلو کوشش وکړو  او هغه داوه  ( چه څوک یو انسان په ناحقه ووژنی لکه ټوله نړی چه یی وژلی وی ) او ډيری نوری لاپی یی وکړی   ، اخره کی یی زیاته  کړه چه که څوک یو کمزوری حادیث ماته وړاندی کړی چه انتحاری  ځان وژنه  حرامه  نه ده (  زه چیلنج  یعنی شرط تړم ) ، په داسی حال کی چه شرط کیښودل په خپله حرام دی  .( په رشتیا هم چه انتحاری  حمله حرامه ده خو نه استشهادی ) سیاف صاحب د انتحار په هکله سمه  اسلامی  فتوی ورکړی ده  ، خو د کومو د پاره چه ده فتوی ورکول غوښتل هغه استشهادی  حمله وه .

نو چه مونږ د ( سیاف  باعورا او یا نورو  د  شیطانی فتوو) په ضد  کومه لیکنه ولیکو ، نو  ایزمیان له هری خوا لکه د شړومبو مچان انتر نت کی را پیدا شی او په خپلو ابلهو او ملوثاتو چه  شروع وکړی  ورانه او سمه نه ګوری غیر ارادی او بی هدفه  منډی وهی لکه څه چه تری ورک وی  خو نه پوهیږی چه څه تری ورک دی  . ناڅاپه  کوم سکلوریست ایزمی ( چه د عربو کوم ملک کی یی عربی زده کړی وی)  د انترنت له یوه کنجه ا ایتونه او حدیثونه راوباسی ځان مسلمان نما او  اسلامی عالم و ښیوی  د هغو په ضد  اسلامی فتوی ورکړی چا چه  د سیاف یا نورو سکلولریستانو د فتوو په ضد  تاخت وتاز کړی وی په هغو حمله کوی  ادببی کنځل او تهدید کوی ځان اوچت او نور ښکته ښییی .

اصلا زړه یی د ا   وی چه  فلعال  او مبارز خلک له ځانه سره مصروف کړی او سیاف صاحب ته ووایی (چه  دامی له ځان سره مصروف کړی ته  بله ډزه وکړه ) ، تر څو سیاف یا نور وتوانیږی په بله کومه فتوی د عوامو ذهنیتونه  چه د طالبانو تر شا ولاړ دی مغشوش کړی ،  د طالبانو سره  یی کرکه پیدا شی .

هغه ویب پاڼی چه د دجال لخوا جوړی شوی او یا یی  چلونکی ورله په بیه رانیولی  ، ډیری  دی  .  د څو ایزمیانو او خمارو خلکو  په واک کی وی   ، ددی پاڼو  د پیژندلو اسانه  طریقه داده   که د دیموکراسی نظام مخالف  یی، اول خو دی د  هغه ایزمیانو ټکولو ته مخه کړی ، تا خو نه پیژنی  خو  نوم د ی تجزیه کوی(  چه  تاسی د خپل حج مبارک مقام ته هم ارزښت  نه ورکوی) یا وایی( چه ستاسی حج  ته تلل او یا ستاسی استاذی د پوشتنی لاندی ده) ،  او یا داچه (مونږ فکر کوو ته به ډیر شه با استعداده لیکونکی  یی ) او مونږ فکر کوو( چه ته به یو مبارز  او روشنفکر یی) او…. ډیر  مبارز ورونه  خو ځانته  سرخوږی نه چوړوی هغه پاڼه پریږدی ، خو که زما غوندی کوم  سر سخت یا سر تمبه ورسره  په مخه شی  چه کولی شی  د هغه پاڼی  ایزمیانو  ته قناعت ورکړی. نو داسی ایمیل  راولیږی( چه  زمونږ پاڼه ډیره سوله یزه او تاسی ډیر سخت دریزه یاست  مونږ نه شو کولی ستناسی لیکنه  نشر کړو) د یوه عملی مثال خبره کوم  چه یوی پاڼی څخه ما پوشتنه وکړه ، ویل یی تاسی په خپله لیکنه کی د خلق او پرچم نوم لیکلی او مونږ غواړو چه  د ټولو افغانانو تر منځ  سوله رامنځته کړو

نو دا ډول پاڼی هماغه د شیطان وسوسو ځالی دی ، زه اوس پوه شوم چه ټوله میدیا د  استعمار په لاس  او واک کی ده ټوله نړی د دجال  د پوره تسلط لاندی راغلی ځو دا زمونږ  مورال نشی ښکته کولی  اوعوام چه قاطع اکثریت دی  د کیفیت او حقایقو  پسی ګرځی  مونږ چه هر چیری یو مونږ پیدا کوی او ځان له واقعیتونو او حقایقو خبروی ، هم داسی چه شیطان د شو متقی او قانع انسانانو په سینو کی وسوسی  نه شی اچولی همداسی د  ایماندار او با وجدانه  لیکونکو ته چه په ایمانداره پاڼو کی یی لیکنی نشریږی  څوک  نشی کولی د هغه په لیکنو او يا ویب پاڼو کی وسوسی واچوی  .  

په درناوی

( الحاج استاد بیانزی )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x