افغانستان

پکتيکا: مرکز ښرنه کې ۲۶ تنه نجونو د قرآن کريم تجويد بشپړ کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې له یو شخصي روزنیز مرکز څخه د سیمې ۲۶ تنه نجونو د قرآن کريم تجويد بشپړ کړ.

دا روزنیز مرکز چې د مولوي عبدالرحمن مؤذن په مشرۍ د مرکز ښرنې په چهارده کلي کې دی، د سیمې لسګونه نجونې پکې د قرآن کریم، زده کړه او حفظ ترسره کوي.

مؤذن وايي چې په روزنیز مرکز کې يې د نوموړې مېرمنه د تدریس چارې پر مخ وړي چې تر اوسه يې ګڼې زده کوونکې روزلې او ډېرو يې پخپلو کورونو کې تدریسي حلقې پرانیستې دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې مولوي عبدالرحمن مؤذن له تېرو څو کلونو راهیسې د دوی کلي ته راکډه شوی او د نوموړي مېرمنې لومړی یوازې د کلي نجونو ته درس پیل کړ، خو اوس د لرې پرتو کلیو نه هم نجونې ورته راځي او کور يې په یوه لویه مدرسه بدل شوی دی.

دغه شخصي مدرسه د چا مالي ملاتړ نه لري او نه يې هم د مسوولینو په خبره مالي ملاتړ ته اړتيا احساسېږي.

د چهاردي د کلي اوسېدونکی محمد اشرف وايي چې د نوموړي د کور درې نجونې په دې مدرسه کې زده کوونکې دي، چې يوه حفظ کوي او دوه نورې يې تجويد لولي.

د دې مدرسې د تجويد په برخه کې دا ۲۶ تنه لومړنۍ فارغينې دي چې ډېرو يې پخپلو کورونو کې د تدریسي حلقو د جوړولو ژمنې هم کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx