افغانستان

امريکا: د افغان هوايي ځواک دوه افسران په تېښته بريالي شوي

نن تکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): په امريکا کې د افغان عسکرو له یو روزنځي نه د هوايي ځواک دوه افسران په تېښته بريالي شوي دي.

امريکايي رسنیو نن – چهارشنبه – راپور ورکړ چې دغه دوه افسران په جورجيا ایالت کې له یوه پوځي مرکزه تښتېدلي او پلټڼې پسې روانې دي.

دغه افسران سږ کال په فبروري میاشت کې دې روزنځي ته ور معرفي شوي و، چې له نږدې لسو میاشتو تېرولو وروسته يې د تېښتې لاره خپله کړه.

سرچينې نه دي ويلی چې د افغان عسکرو د تېښتې علت څه دی، خو تر دې وړاندې هم افغان عسکر په بهرنیو هېوادونو کې له روزنځایونو تېښتېدلي او هماغه هېواد کې يې د پاتې کېدو هڅه کړې ده.

تېر کال هم د ملي اردو درې افسران د امريکا په ماساچوسیټس ایالت کې له یوه پوځي مرکزه وتښتېدل، چې د کاناډا سرحدي عسکرو ونیول او لا هم ورسره زندانيان دي.

هغو عسکرو ویل چې دوی بېرته هېواد ته نه ځي او غواړي په امريکا کې د ژوند کولو لپاره پاتې شي.

تر اوسه د ملي دفاع وزارت په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x