مایکروسافټ د لومړی ځل لپاره اپل ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ ۱۸مه ۱۳۹۴ل): د لومړی ځل لپاره مایکروسافټ کمپنۍ د ټبلېټ پر لیکه خرڅولو کې د اپل کمپنۍ ته په ستر توپیر ماتې ورکړه.

د ټکنالوژي برخې د سوداګرۍ په اړه معلومات ټولوونکی کمپنۍ ډیټا ۱۰۱۰ (Data 1010) وویل چې د مایکروسافټ کمپنۍ سرفیس پرو ۴ (Surface Pro 4) ټبلېټ او سرفیس پرو (Surface Pro) لیپ ټاپ په امریکا کې د پر لیکه خرڅولو ۴۵٪ وه په داسې حال کې چې د اپل کمپنۍ ايپډ (iPad) توانیدلی یوازې ۱۷ سلنه خپله کړي.

له دې وړاندې د مایکروسافټ کمپنۍ په ټولو برخو کې له اپل کمپنۍ څخه وروسته پاتې و او د اوږدې مودې لپاره پر لیکه بازارونو باندې د اپل کمپنۍ حکومت چلیده.

تیر کال اپل کمپنۍ توانیدلی و چې د بازار ۳۴ سلنه خرڅلاو په خپل نوم ثبت کړي په داسې حالې کې چې د مایکروسافټ د خرڅلاو اندازه یوازې ۱۹ سلنه وه.

د معلوماتو ټولوونکی کمپنۍ په وینا دغه معلومات د لکونو هغو کسانو په مرسته چې خپل د پیریدلو تاریخ يي ثبت کړی په مرسته ټول شوی او هغه کاروونکي چې په مستقیم ډول خپل د خوښې ټبلېټ يي د خرڅلاو له مرکزونو څخه پیریدلي ندي شامل شوي.

د معلوماتو ټولوونکی کمپنۍ د راپورونو پر بنسټ په نړۍ کې د ټبلېټ مینه وال مخ پر کمیدو دي. په ۲۰۱۵ زیږیدیز کال کې د ټبلېټ خرڅلاو ۸ سلنه ټیټه شوې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د