افغانستان

کندهار: هوايي ډګر کې لا هم جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): په کندهار ښار کې د طالب سرتيرو بريدګرو له لوري پيل شوي بريدونه تر یوویشت ساعته اوړي او لا هم ډزې روانې دي.

په کندهار ښار کې تېر ماښام ډله ییز سرتېري بريد پیل شو، هغه سیمه چې بریدګر ورننوتي په کې د امریکایانو پوځي اډه، د افغان ځواکونو میشت ځایونه، قول اردو او سرحدي زون موقعیت لري.

د کندهار چارواکي د بريد په اړه ضد او نقیض څرګندونې لري، د کندهار د والي وياند نن سهار د جګړې د پای خبر ورکړ او ويې ويل چې ټول بريدګر يې وژلي او ټول ټال ۱۸ تنه وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي.

صميم خپلواک وايي چې بريدګرو یوولس ساعته مقاومت وکړ او په وينا يې په وژل شویو او ټپيانو کې ولسي وګړي هم شامل دي، خو ملي دفاع وزارت بیا نن غرمه خبرپاڼه خپره کړه او ويې ويل چې پنځه تنه بريدګر يې وژلي او جګړه پای ته ورسېده.

طالبانو بیا ساعت وړاندې « د ماسپښين درې بجې » تازه خبر ورکړ چې د دوی ملګري لا هم جګړه پر مخ وړي او ګڼو عسکرو ته يې درنه مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو خبر پاڼه کاږي: « اوس ماسپښین د دښمن یو بل تعرضي برید ترسره کړ چې د درنو تلفاتو په لیدلو سره له سختې ناکامۍ سره په شا وتمبول شو.»

دوی تر دې وړاندې د سهار په څلورو بجو هم د امريکايي ځواکونو له لوري د تعرضي بريد د شنډولو خبر ورکړ.

ياده دې په هغه انځور کې چې طالبانو په خواله رسنیو کې خپور کړی د سرتيرو بريدګرو ټول شمېر لس تنه ښکاري، خو امنیتي مسوولین يې ځينې څوارلس او ملي دفاع وزارت بیا پنځه تنه بللي دي.

طالبانو تر غرمې مخکې خبر ورکړ چې د دوی بريدګرو ملګرو د تلیفون په کرښه ورته ويلي چې لسګونه عسکر يې وژلي او ګڼ پوځي وسایط يې تخريب کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

اللهم انصرهم بنصرک یا عزیز یا قهار و أيدهم بتأييدك و أمدهم بجند من جندك و اربط على قلوبهم و ثبت أقدامهم و اعطا الاستعانه والقدره ایضا لنا ان نقاتل فی سبیلک حتی تکون کلمتک هی العلیا او قتل فی هذا سبیلک والحق مع سائر الشهدا هذا السبیل

allahdad

الحمدالله ثم الحمدالله دالله ج لارشوونه ده اودالله ج شکاره مرسته اوکومک ده اوبس

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x