افغانستان

هلمند : خانشين ولسوالي د طالبانو لاس ته ولوېده

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، لېندۍ ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو له لوري په خپور شوي خبر کې ادعا شوې چې د ددوی ځواکونو د هلمند خانشين ولسوالۍ د یوې درنې جګړې وروسته په بشپړه توګه نیولې.

ددې تر مخه د خانشین ولسوالۍ شاوخوا پوستو باندي د جګړو د پيل خبر ورکړل شوی وو، او ویل شوي وه چې طالب ځواکونه په دغه ولسوالۍ کې مخ په وړاندي روان دی.

دطالبانو سرچینې وايي چې اوس مهال د خانشين ولسوالۍ پر مرکز، امنيه قومندانۍ، بازار او شاوخوا پوستو باندي د دوی بيرغونه رپيږي او سيمي د دوی په لاس کې دي، دوی زیاتوي چې په ياده جګړه کې زيات مهمات ، موټر او نورو وسایل یې هم د غنیمت په توګه نیولي دي.

پرون سه شنبه هم په ياده ولسوالۍ کې د دولت او طالبانو تر منځ جګړه شوې وه چې د ۲۰ تنو عسکرو جسدونه يې د لښکرګاه بوست روغتون ته وړل شوي وو .

حکومتي چارواکو تر اوسه د خانشين ولسوالۍ د نيول کېدو خبر نه دی تایيد کړی خو د جګړو خبرونه یې ورکړي وه.

د هلمند امنیه قومندان په لښکرګاه کې خبریالانو ته ویلي چې پر خانشین ولسوالي یې د طالبانو برید شنډ کړی، او هغوی یې پر شا تمبولي.

نوموړي ویلي چې د ۱۵۰ څخه بیا تر ۲۰۰ طالبانو د خانشین ولسوالۍ د نیولو په موخه عملیات پيل کړل، چې دولتي ځواکونو یې مخه ونیول.

که څه هم نوموړي د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي خو ویلي چې خانشین ته یې د ملي اردو او پولیسو تازه دمه عسکر لیږلي تر څو د خانشین ولسوالۍ د سقوط مخه ونیسي.

نوموړي د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي خو نورو امنیتي سرچینو رسنیو ته د ۱۷ تنه پولیسو وژل تایید کړي، او زیاته کړې چې وسلې یې طالبانو له ځانه سره وړي دي.

باید وویل شي، د پرون راهیسي داسي راپورونه ورکول کیږي چې طالبانو ددغه ولسوالۍ مرکزونه تر خپل کنټرول لاندي کړي دي، خو طالبانو په رسمي ډول نن اعلان وکړ، او بل اړخ ته دولتي سرچیني اوس هم دغه خبرونه ردوي او سیمي ته د نوي ځواکونو لیږلو خبر ورکوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شیرافغان

ماشآ الله سقوط شول

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x