نظــر

چرتونه – د قتيل خوږياڼى لیکنه

يره ! خو دا انسان هم عجيب مخلوق دى. ما د احمد غمگين نوم اوريدلى و؛  خو داسې پوره مې خيال ته نه لويده، چې دا به څه خيل سړى و. خيل يې څه، چې كورنۍ به يې په څه شواخون ژوند ورسره كاوه.

ځان ته، چې گورم احمد غمگين را نه جوړ شوى. كله كله مې د چرتونو دنيا داسې پرمخه كړي، چې سر او پښې يې وركې شي؛ خو اخير په دې فيصله وكړم، چې هلكه ! څه يې كوې. يو څوك؛ خو به وي، چې  د ژوند په دې كارونو اخته وي اوكار ترې نه سرتنابه كيږي. په ډېره ښه توگه يې په داسې شان سرته رسوي، چې سړى ورته په چرت كې شي، چې: آفرين پرې ووايي او كه همداسې يې پريږدي.

تاسې زما د چرتونو دنيا وگورئ هماغه احمد غمگين يې را نه جوړ كړى دى. زما د چرتونو دنيا عجيبه شان دنيا ده؛ كله كله مې د چرت سمندر داسې لاهو كړي، چې راوتل ترې څه آسانه خبره نه وي.

تاسې به دا گمان كوئ، چې دا څه په ورانو سر شوى او دا څه وشتې ولي؛ خو تاسې دې ته فكر وكړئ، چې په دې چرت زه ملامت يم!

د الله پاك په دې ويړه دنيا كې په دې ويړو دښتو كې پخپل سر را زرغون شوي اغزي؛ پخپل سرمې، ځكه ووې، چې په ټول عمر كې څوك اوبه نه وركوي، خو شنه ولاړ وي.

خير د چرت دغه برخه به پريږدو او خپلې خبرې ته به راشم، چې زما چرت په كې لامبوځن دى.

زه به خپل لومړنى چرت رواخلم:

هو! د دې اغزيو سرونه به چا تېره كړي وي او دا څوك دى، چې ټول عمر د اغزيو د سرونو د څوكو په تېره كولو بوخت دى او كله كله په اغزنو بوټو كې گلان هم رازرغونوي؛ داسې گلان، چې نړۍ پرې رنگينه ښكاري.

دويم چرت مې دادى، چې: هلكه ! ته راته ووايه، چې دا د اوښانو په گيډو كې دا پچې چا جوړې كړي؛ دغه شان د پسونو او بزو په كولمو كې پچې در واخله، خو دې پايلې ته ورسيدم، چې ځه ! څه يې كوې. الله پاك؛ شته، چې په ټولو قدرتونو لوړ او د خپلې لوړتيا د ښودلو لپاره په دغو كارونو بوخت دى او داسې كارونه جوړوي، چې د سړي فكر په كې كار نه كوي.

درېيم چرت مې دا دى، چې: د سړيتوب معمار به څوك وي او دا  د كوم ذات كار دى، چې يوه ټوټه غوښه يې د مورپه خېټه كې نهه مياشتې ښخه كړې وي؛ څه خوري، څه څښي او بيا څوك يو ډول او بل، بل ډول ژوندي راوباسي. يو په يوه ژبه او بل په بله ژبه، څوك په يو دين او څوك په بل دين، څوك ړوند او څوك كوڼ؛ خو يره دا ذات د هر راز ستاينې وړدى او لوړقدرت ته يې سلام دى او سرلگول ورته په كاردى، وجود يې حقيقت دى او دا حقيقت په ټولو حقيقتونو لوړاو د هيچا قدرت يې قدرت ته نه رسيږي.

كله، چې انسان د تباهۍ او گمراهۍ د گړنگ په غاړه ودريږي؛ نو د خلاصون لپاره د الهي احكامو په  لاندې حكم  راته غږ اوچت شي، چې ژباړه يې داده:

(( په تحقيق سره مې تاسې له يوه نر او يوې ښځې پيداكړئ؛ قومونه او قبيلې مې وگرزولئ، چې يو بل وپېژنئ. په تحقيق سره  په تاسې كې غوره هغه څوك دى، چې ډېر پرهيز گار وي)).

دا زموږ فرض دى، چې په رښتيا يې ومنو او په رښتيا يې هره شېبه وپېژنو او په رښتيا يې هره ورځ عبادت وكړو.

دغه لارښود زما هغو ټولو چرتونو ته ځواب ووايه، چې زه يې د چرتونو په سمندر كې لاهو كړى وم.

دا د خلكو فريضه ده، چې يو بل د ورور په حيث وپېژني او له وژلو څخه يې لاس واخلي. نا حقه قتل روا نه دى او انسان د دوزخ په داسې سكروټو كې راگيروي، چې خوراك يې تيږې او گنهگارانسانان دي.

انسان په ناحقه وژل، انسان له ډېر خواږه څيز څخه خلاصوي، چې دا خوږ څيز ژوند دى. ځينې بې رحمه انسانان، انسان له هغه خواږه ژوندانه بې برخې كوي، چې الله پاك هر انسان ته ډالۍ كړى دى.

د انسانانو د ژبو او رنگونو بېل بېل والى د پېژندلو نښې دي؛ نه دا، چې ځان يو د بل دښمنان وبولي او د ټوپك شپيلۍ د يو بل ټټر ته ونيسي او له ژونده يې بې برخې كړي.

په روان پېركې ځينې ظالمان او له حيا بې برخې خلك راپيدا شوي، چې خپله مور، خور، ورور، پلار او خپلې ميرمنې او اولاد وژني او ځانونه يې د گناهونو په سمندرونو كې لاهو كړي؛ په كوچنيو نجونو او هلكانو جنسي تېري كوي او ځينې بې حيا خلك يې بې حيايۍ ته هم مجبوروي او، چې حيا لرونكې ښځې يې ونه مني، نو په امبور يې غوښې پرې كوي او نه غواړي ، چې د خپلو ښځو له گټې بې برخې پاتې شي.

الله پاك دې دوى په سمه لار برابر كړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x