fbpx

ګوګل په رسمي ډول خپل د اپریټنګ سیسټم نوې نسخه معرفي کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ ۱۸مه ۱۳۹۴ل): ګوګل کمپنۍ نن په رسمي ډول خپل د انډرایډ (Android) اپریټنګ سیسټم نوې نسخه کوم چې ۶.۰.۱ دی کاروونکو ته وړاندې کړه.

د ګوګل کمپنۍ د اپریټنګ سیسټم دغه نوې نسخه د دغې کمپنۍ له پخوانیو نسخو سره ځانګړی توپیر نه لري او یوازې ځینې ځانګړتیاوې په کې اضافه شوي.

د ګوګل کمپنۍ په وینا نن کاروونکي کولی شي دغه اپریټنګ سیسټم چې د انډرایډ ماشمالو (Android Marshmallow) نوې نسخه ۶.۰۱ دی خپلو سمارټ فونونو او ټبلېټونو ته ښکته کړي.

د ګوګل د کمپنۍ په وینا د دغې کمپنۍ سمارټ فونونه نکسوس ۶پي (Nexus P6) او نکسوس ۵ ایکس (Nexus 5X) له هغو سمارټ فونونو څخه دی چې تر ټولو وړاندې به د دغې اپریټنګ سیسټم نوې نسخه ترلاسه کوي.

د دغې اپریټنګ سیسټم د نوې نسخې یو له ځانګړتیاو څخه د ۲۰۰ نوو شکلونو اضافه کول دي کوم چې له دې وړاندې په انډرایډ کیبورډ کې نشتون نه درلود.

ګوګل کمپنۍ د خپل اپریټنګ سیسټم په نوې نسخې کې د پام وړ بدلونونه نه دي راوستي او تر دې دمه څرګند کړی نه دی چې کوم سمارټ فونونه کله دغه نسخه ترلاسه کولی شي.

د ګوګل کمپنۍ په وینا د دغې نوې نسخې په مرسته کاروونکي کولی شي خپل د سمارټ فونونو د کامرې سرعت له وړاندې څخه ډیر چټک کړي.

د انډرایډ په دغې نسخې کې د سمارټ فون امنیت ته هم ځانګړی پاملرنه شوې او کاروونکي یوازې د پاور بټن له وهلو سره نشي کولی د سمارټ فون اصلي پاڼه وګوري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د