نظــر

طالبان د صف د وحدت لپاره څه باید وکړي

ډاکټر عمر-

د طالبانو اسلامي امارت\ تحریک چي د فساد او انارشۍ د له  منځه وړلو په موخه تاسیس شوی اوس  د اشغال، فساد او فتنې د له منځه وړلو مسؤلیت ور له غاړي دی.

طالبان که له یوې خوا د اشغالګرو  او دهغوی د لاسپوڅي رژیم سره په نا انډوله جګړه بوخت دي،بل طرفته بیاد اختطافګرو، فتنه راویښونکو او یاغي باغي عناصرو پرضد هم باید کوټلې مقابله وکړي.

د طالبانو د نوي زعامت د ټاکلو سره ددوی پر ضد دمخالفت نوي جبهې وګومارل شوې، د طالبانو دنویو راپارول شوو دښمنانو ترکیز تراوسه پر رواني او تبلیغاتي جګړې دی،مثلا د طالبانو مبارزه پردیو ته منسوبوي، پر مشرتابه یې تورونه لګوي او په طالبانو کي د بې اتفاقۍ او بې باورۍ زړي شیندي.

دوی هغه کسان دي چي دطالبانو پرپخواني فقید رهبر ملا محمد عمر مجاهد یې هم ډول ډول تورونه پوري کول، نوموړی به یې احساساتي،خود رایه او یوه قوم ته منسوباوه، اما د مرحوم ملا محمد عمر په اړه یې په رسنیز میدان کي یې څه نه ویل، ځکه دوی یو فرصت ته انتظار وو،خو کله چي دملا محمد عمر مجاهد د وفات خبر خپور شو دې د لستوڼي مارانو غاړي هسکي کړي او د اشغالګرو سره په همږغۍ یې د جهاد د بدنامۍ اود واحد صف د تفرق هڅي ګړندۍ کړې.

همد ارنګه د هیواد په مختلفو سیمو کي د یرغلګرو او کابل حکومت له لوري  د داعش په نوم د وسله والو او اختطافګروسره دوسلو او پیسو مرستي له چا پټي نه دي،کره شواهد شته چي د همدې وسله والو سره حکومت په موټرو موټرو دوسلو او تجهیزاتو مرستي کړي دي. د رواني او تبلیغاتي جګړې همږغي خو یې روښانه ده،کوم تورونه چي د کابل حکومتي چارواکو پر جهادي مقاومت لګول هماغه تورونه کټ کټ اوس د داعش په نوم د وسله والو، اختطافګرو او فتنه ایجادونکو له خواخپریږي.

بله مهمه خبره داده چي همدغه ډول  تورونوته  د کابل رسنۍ او غربي میډیا تر مطبوعاتي اهمیت ډیر زیات انعکاس ورکوي، دلته هم ښکاري چي تر کاسې لاندي حتما نیمه کاسه شته، دښمن چي د طالبانو په قیادت کي د جهادي مقاومت څخه دارام ساه نه شي ایستلای او س له بیلابیلو لاروهڅي کوي چي د طالبانو په منځ کي درز واچوي او د د متعددو ډلګیو او مشریو په رامنځته کولو سره دغه اسلامي او ملي نجات بخښونکی ځواک خدا  ی مکړه د منحل کیدو له بحران سره مخ  کړي.

د صف وحدت نه یوازي طالبانو ته بلکي افغان ولس او ټول امت ته ډیر ګټور او حیاتي ارزښت لري، دې د شریعت، امنیت او عدالت جهادي کلا ته چي څوک بدي ارادې لري او د پردیو  دخوشحاله کولو لپاره یې دنړولو هڅي کوي، د دغو ورانکارو او خاینو پرضد شامله او پیاوړې مبارزه باید وشي.لنډه داچي ددې پردي پالو ډلګیو او عناصرو سره باید په هر ډګر کي هر اړخیزه دفاعي او تهاجمي مقابله وکړای شي.

ځکه د صف په وحدت کي کامیابي ده،د صف په یووالي کي خپلواکي، ارامي او سوکالي ده او که خدای مکړه د افغان مظلوم ولس د اسرې یوازنی کور( اسلامي امارت) ډلګۍ ډلګۍ شي دشهیدانو،یتیمانو، زخمیانو او اسیرانو ارمانونه او هیلي به له خاورو سره خاوري شي اود اسلامي نظام د نفاذ هیلي او هڅي به مو په اوبو لاهو شي.

پردې اټل حقیقت سترګي نه شي پټيدلای چي ولس طالبانو ته د یو نجات بښونکي ځواک په سترګه ګوري، د طالبانو د ښمنانو ددې لپاره  ډير زیات تبلیغات کړي چي طالبان  پردیو پوري وتړي، مګر ولس چي د طالبانو ځواک یې د کورنۍ له غړو جوړ دی لیدلي او ویني چي یوازنی هغه مسؤل ځواک چي دولس د سر، عزت، مال او ارزښتونو ساتنه کوي هغه د طالبانو غورځنګ یا اسلامي امارت دی.له همدې امله ولس په ډيرو سختو حالاتو او فشارونو کي هم د طالبانو له ملاتړ څخه لاس نه دی اخیستی.

نو بنا طالبانو ته لا ډير مسؤلیت راجع کیږي چي دخپل مجاهد ا ومظلوم ولس امنیت، سوکالۍ او ښیرازۍ ته جدي پاملرنه وکړي، هغه خنډونه او ګواښونه چي د یرغلګرو ځواکونو او دهغوی د ښکاره او پټو استخدام شوو ډلو او افرادو له لوري موجود دي، د منځه وړلو لپاره یې سم د لاسه باید لاس په کار شي، ځکه مرض چي څومره ځنډیږي هومره غځیږي، د افغانستان په کومو سیمو کي چي خپل داعشي وسله والو، اختطافګرو او اربکیانو څومره نفوذ کړی همدومره یې د خلګو ارامي او خوشحالي له منځه وړې او د اسلامي نظام د نفاذ ا وخپلواکۍ ارمانونه او امدیونه یې په نا امیدۍ بدل کړي دي.

طالبان باید د داعشي وسله والو،اربکیانو، اختطافګرو او باغیانو پرضد کوټلي ګامونه پورته کړي، ځکه د همدغه بدمرغه بوټو چي له یوې سرچینې خړوبیږي که پر خپل وخت چاره ونه شي، د وخت په تیریدو سره ریښې کوي، طبعي ده چي بیا به یې له منځه وړل په لوړ قیمت تمام شي، نو لکه اوس چي طالبان د یرغلګرو په وړاندي جګړې ته څومره لومړیتوب ورکوي په کار ده چي د مفسدینو او فتنه ایجادونکو سره مقابلې ته هم همدومره  اولویت ورکړي، ځکه دغه مفسد او شریر خلګ که څه هم افغانان دي، خو باالقوه خطر یې لوی او هغه داچي داسلامي نظام د قیام او د یو پر امنه افغانستان لپاره د یو جدي ګواښ په توګه ثابتیدای شي.

لنډه داچي طالبان د د ښمن سره په هر ډګر کي باید شامله مقابله و کړي او دښمن پرینږدي چي خپل شوم پلانونه او ارمانونه پوره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بشارت

مننه محترم ډاکټر صاحب ! ډيرې ګټورې خبرې مو ليکلې وې الله د اجر درکړي. زما مشوره د اسلامي امارت د يو عادي فرد په حيث خپلو مشرانو ته دا ده چې نور بايد دې خبيثانو او منافقانو ته وخت ورنکړي ، د هغوی په ضد يې لا له وړاندې بايد يو کوټلی او پريکنده اقدام کړی وای ، اما اوس هم لرې نده چې د دوی رېښې په نطفه کې خنثی کړي. هغوی دې ته پرينږدي چې يو بل لوی سرخوږی ترې جوړ شي لکه داعش چې انتظار او صبر ورته وشو اما هغوی ځانونه قوي کړل او وروسته… نور لوستل »

allahdad

اسلام علیکم داکترصاب الله ج دی اجردرکری زه وایم ان شاءالله هرمجاهدداربکیانو له برخورده فوهه دی چی ددارقم خلقواصلاح نشته زکه هراربکی مجاهدینوفه سوسوواره نیولی اوددی فه هیله سی اصلاح به شی خوشی کری خواخیرانجام یی تولی دنیاولیدنودایوخه مثتاق ددی ده سی الله ج ظالیم قوم ته هدایت نه کوی نودداسی مفسیدواوفاجیرومخه نیول فه اوس وخت کی دیره اسانه دی اوکه وخت ورکول سی انجام به یی فه عینی شکل وی

یاسر

السلام علیکم داکترصاحب محترم خدای پاک ج تاته ده دارینواجردرکری دغه راپورته سوی دسیسه که هرسه مخکی مخ نیول سوی وای دیربه شه وای خو اوس لاهم وقت دی چی ده دغومخ ونیول سی چی نوری لمن وژده نسی اویوعده ناخبرخلک ختانباسی اوداده دالروخادمانو واقعی چهره رسواسیه اومطابق ده فتواده علمآودیرژردی کمبلی ورتولیه کری زکه دایوسرطانی دانه ده

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x