writing

لیکوالي زما ژوند (۲) د بدلون څرک

(ليکوالي زما ژوند) دا د ډېرو ليکاوالانو شعار دى، ځينې يې وايي او ځينې يې په عمل کې ښکاره کوي.

ليکوالي عجيب مسلک دى، ځکه ډېر ليکوالانو په دې لار کې په خپلو پښو، په آرام زړه د اعدام خوا ته هم تللي. ډېرو وزارت د ليکوالۍ په پرې ښودلو نه دى ورکړى، ځينو ليکوالي په جمهوري رياست هم نه ده ورکړې او ډېر داسې هم شته چې له دې دنيا يې د ليکوالۍ له پاره هېڅ خوند هم وانخيست، په داسې حال کې چې امکانات يې هم لرل.

دوکتور محمد عماره هېڅ کومه دولتي دنده د دې له پاره نه ده تر سره کړې، چې ليکوالي ترې پاتې نه شي، حتى که د ډېرو لوړو دولتي مناصبو وړانديز هم ورته وشي، هېڅ کله به يې په ليکوالۍ ورنه کړي، هغه همدې ته خوښ دى چې هره ورځ خپله ليکنه په الاهرام ورځپاڼه کې وګوري، د خپلو کتابونو پاڼې واړوي او خپل فکر له دې لارې ژوندى وساتي، دا کار هغه ته د ستر هېواد تر رياسته ډېر محترم او په زړه پورې ښکاري.

دوکتور مصطفى محمود په مصر کې له وتليو ليکوالو څخه و، د هغه د ليکوالۍ ساحه ډېره پراخه وه. مرحوم مصطفى چې به په هره موضوع کې ليکنه کوله، دومره جالبه به وه، لکه دى چې د همدغه مسلک متخصص او په لسګونو کاله يې د دغې موضوع په هکله تحقيق کړى، خو هغه طبي ډاکټر و. د هغه ليکوالي ډېرو ته په زړه پورې وه، آن د مصر د وخت جمهور رئيس انور السادات د ده ليکوالي ډېره خوښوله او تل به يې ليکوالۍ ته هڅاوه. دوکتور مصطفى محمود ته جمهور رئيس انور السادات د وزارت وړانديز وکړ، مصطفى محمود صاحب يې ځواب کې وويل، چې زه نه غواړم وزير شم. د وزارت له پاره ډېرى خلک ډېر هڅې کوي، خو داسې ليکوالان يې په ليکوالۍ نه ورکوي. ډېرو ته به د مرحوم مصطفى موقف ډېر حيرانوونکى وي، خو هغه په ليکوالۍ ورنه کړ.

د البرټ اينشټين په هکله ويل کېږي چې د اسرائيل حکومت ورته وړانديز وکړ چې د اسرائيل جمهور رئيس شي، خو هغه دغه ستر منصب ته (نه) وويل او خپل تحقيق ته يې مخه کړه.

سفر که څومره راحت هم وي، خسته کوونکى دى، خو شيخ محمد الغزالي د ليکوالۍ داسې عاشق و، چې ټولې ليکنې او کتابونه يې په لار او سفر کې ليکلي دي. شيخ الغزالي وايي (که چېرته مې له ليکوالي سره بېسارې مينه نه وه، ما به يو کتاب هم نه واى ليکلى، ځکه ما هېڅ کله دومره وخت نه دى موندلى چې ليکنه په کې وکړم، نو سفر د ليکوالۍ له پاره ښه مناسب فرصت بولم).
زموږ په ټولنه کې هم د داسې ليکوالانو نمونې شته. استاد محمد زمان مزمل ډېر بوخت ژوند لري، هغه دومره مصروف دى چې يو وار يې راته وويل (سږ کال مې دوه پرله پسې ورځې، غرمه کور کې ډوډۍ نه ده خوړلې!) هغه له دې بوختيا سره

سره چې يوه ورځ کابل کې وي او بله پېښور کې، بيا هم فعال ليکوال دى. استاد مزمل ډېر وخت په موټر کې ليکنې کوي! ځکه هغه هم د شيخ محمد الغزالي په څېر د وخت له کمښت سره مخ دى، نو له دغه فرصته په استفادې، د ليکوالۍ له کتاره ځان شاته نه پرېږدي او په هره اسلامي او ملي موضوع کې خپل نظر څرګندوي.

شهيد سيد قطب د عربي نړۍ له مشهورو شخصيتونو او د ډېرو ځوانانو په زړه پورې ليکوال ګڼل کېږي. هغه په خپل ژوند کې په لسګونو کتابونه ليکلي. د سيد قطب اعدامېدل هم د هغه د ليکوالي له امله وو، ځکه د هغه مبارزه قلمي وه، نه سنګري، خو د هغه قلم دومره ځواکمن و، چې ډېر سنګر ته واستول او د هغه تفسير او نورو کتابونو حکومت وډاراوه. سيد قطب رحمه الله يې په داسې حال کې بندي کړ چې يو سګى يې نه و، په سل مرض اخته و او په نورو مرضونو هم ککړ و، خو بيا هم حکومت د سيد قطب په څېر کمزورى سړي زنداني کړ، بيا يې هغه د دې له پاره آزاد کړ، چې که مړ شي پړه يې د دوى په غاړه نه وي، هغوى په دې ډاډه وو، چې سيد قطب له څو ورځو ډېر ژوندى نه شي پاتې کېداى، خو کله چې يې هغه آزاد کړ، سيد په سخت صحي حالت کې هم ليکوالي پرې نښوده او دغه موده کې يې خپل مشهور کتاب (معالم في الطريق) وليکه، چې دغه کتاب هغه د اعدام په څوکۍ ودراوه. سيد قطب د ژوند تر وروستۍ ورځې دا ونه منله چې ليکوالي به پرېږدي، آن تر دې چې د وزارت وړانديز هم ورته وشو، خو هغه خپلواک قلم له هرې دنيايي منصبه اوچت باله، ځکه په موسکۍ خوله د اعدام په لور روان شو.

کله چې سيد قطب اعدامېده، هغه يوه مشهور خبره وکړه، ويې ويل (زموږ له شهادته وروسته زموږ خبرې د عمل جامه په تن کوي)، سيد قطب ته وويل شول چې ځان او خپله ليکوالي ملامته کړه، يوازې دومره ووايه چې زه ناسم وم او له رئيسه بښنه غواړم، خو هغه په ډېر ډاډ وويل (که چېرته زه په دې باوري وم، چې زه په ناسمه لار روان يم او حکومت په سمه، د ټولې نړۍ ځواک به هم زه له دې نه وم منې کړى، چې بښنه وغواړم او د حکومت په خوا کې ودرېږم!).

انيس منصور د مصر مشهور ليکوال او جورنالېست و، هغه له دوه نيم سوو، هم ډېر کتابونه ليکلي. د انيس منصور کو د نيل پر غاړه په يوه ښکلي ځاى کې و، د هغه د کور له کړکۍ به د نيل روانو اوبو، دنګو ودانيو او ښايسته سړکونو په زړه پورې منظره ليدل کېده، خو انيس منصور وايي چې په ژوند کې يو وار هلته ودرېدلى يم او دغه منظره مې ليدلې، هغه هم د مصر له (المصريه) چينل سره د مرکې په حال کې!

انيس منصور وايي چې د سهار څلور بجې خپل ځانګړي کتابتون ته دننه کېږم او د شپې تر لسو هلته اوسم او ليکل او لوستل کوم، په دغه وخت کې لمر راپورته کېږي او بېرته ښکته کېږي، خو زه يې نه وينم. هغه ويل چې څلوېښت کاله کېږي چې دغه مې ورځنى مهالوېش دى او په عملي ژوند کې مې لس يا پنځلس وارې لمر ليدلى! منصور وايي چې قلم او کاغذ راسره وي، زه نور څه نه غواړم! ځکه افکار راسره دي او کاغذ مې مخې ته ايښى، دا تر ټولو غټ کار دى چې څه وليکم.

ليکوالي ولې داسې مسلک دى چې ليکوالان يې په دومره سترو مناصبو نه ورکوي او د دې پر ځاى چې له ژونده خوند واخلي، شپه او ورځ لوستل او ليکل کوي؟

علت يې دا دى چې ليکوالي چې د يو هدف له پاره وي، تر ټولو پاک مسلک دى او تر ټولو باعزته دنده ده، ځکه چې ليکوال به مړ شي، خو ليکوالي نه مړه کېږي، ليکوالي په سلګونو کاله ژوندۍ پاتې کېږي او په دغه کلونو کې د خلکو فکر جوړي او سمې لارې ته يې برابروي.

خلک وايي چې اولاد په دنيا کې ډېر خوږ وي او همدا علت دى چې قرآن هم فتنه بللې، ليکوالان خپل کتابونه دومره خوښوي چې اولادونه يې بولي، خو ځينې يې له اولادونو هم مخکې بولي، ځکه له ځانه او ټولې کورنۍ پرې تېر وي.

ډېر خلک داسې هم شته چې په دنيا کې د دې له پاره ژوند کوي چې ښه خوراک وکړي. داسې کسان ښه خبر دي چې ښه کړايي چېرته خرڅېږي، ښه ماهي چېرته او ښه پلو چېرته! خو دا ډېر بې احساسه ژوند دى او وخت هم دغه ډول بې احساس ته د هغه ښه جزا ورکوي، يو وار چې مړ شي، له درې ورځې وروسته داسې شي لکه درې سوه کاله مخکې چې مړ شوى وي، خو هغه چا چې د يو احساس له پاره قلم په لاس کې نيولى، د هغه مرګ د نړۍ مرګ دى، د هغه مرګ بيا د يو فکر مرګ وي او له ځان سره ډېر څه قبر ته ښکته کوي.

زاهد جلالي

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د