نظــر

اشرف غني به ګټه راوړي که تاوان

م، نجم الرحمن (فضلي)
د پاکستان په پلازمينه اسلام آباد کې د (آسيا زړه کنفرانس) په نامه يوه لويه غونډه د همدغه هيواد د وزيراعظم نواز شريف او اشرف غني په ويناوو پرانستل شوه.

ګمان کووم همدغه کنفرانس ته به د (آسيا زړه) نام د علامه اقبال د هغه شعر له مخې ورکړی شوی وي په کوم کې يې چې افغانستان د آسيا زړه ياد کړی، علامه اقبال وايي :

افغانستان د آسيا زړه دی، زړه چې ناروغ وي نو ټول بدن ناروغ وي، مطلب يې دا دی چې که چيرته په افغانستان کې جګړې او بد امني وي نو په ټوله آسيا کې به جګړې او بد امني وي.

د آسيا زړه کنفرانس ته اشرف غني ځان رسولی، ويل کيږي چې دی به هلته په هيواد کې د روان بحران او له طالبانو سره د جوړ جاړې په اړه له نواز شريف سره خبرې وکړي.

پوښتنه دا ده چې آيا اشرف غنی به له همدغه کنفرانس څخه هيواد او هيوادوالو ته کومه ګټه راوړي او که نه؟

د شنونکو په باور اشرف غني به دا ځل هم د تير په څير ناکام او مايوسه راستون شي، ځکه هغه جوهر چې يو

ولسمشر کولای شي د هغه په مټ هيواد او هيوادوالو ته ګټه راوړي په اشرف کې نشته.
دا يو څرګند حقيقت دی چې په درسته نړۍ کې هر ولسمشر ته د مذهب، قهرماني، وفاداري يا اوښياري له مخې د قدر په سترګه کتل کيږي.

دا چې اشرف غني په ټولو کې سر خوړلی نو ولې به يو څوک د ده په خوله پياز خوري.

د مذهب (اسلام) په برخه کې خو د اشرف غني غبيتوب له هيچا پټ نه دی، بخاري شريف په احاديثو کې له قرآن وروسته غوره کتاب بولي، يعنې اشرف غني قرآن هم د احاديثو يو کتاب ګڼي، حسن او حسين د خدای تعالی لمسيان بولي، د سعدي صيب له يادولو وروسته عليه السلام وايي، دی سعدي صيب پيغمبر ګڼي او ديته
ورته نورې اوتې بوتې.

د قهرمانۍ په برخه کې له روسانو سره د جهاد پر مهال د روسانو په چوپړ کې وه اوسيده، دا دی په امريکايانو خو يې ځان، هيواد او هيوادوال ټول وپلورل.

پاتې شوه د وفادارۍ او د هوښيارۍ خبره : که څه هم اشرف غنی په مفکر جهان مشهور دی، خو دا غلط مشهور دی، مونږ وليدل چې اشرف غني مفکر جهان نه بلکې متحير جهان دی.

خپل ځان، خپل هيواد او ولس يې خرڅ کړل، اوس ده ته د خپلواک ولسمشر پر ځای د يوه سوداګر په سترګه کتل کيږي، هغه هم د خپلې خاورې او خپل ولس سوداګر.

دا خو منل شوی حقيقت دی چې يو څوک خپل مذهب، خپلې خاورې او خپل ولس ته وفادار نه وي په همداسې صورت کې د نورو هيوادونو ولسمشران او وزيران مجبور دي چې همداسې کس ته به په سپکه سترګه ګوري.

لهذا د اشرف غني په څير له يوه پلورل شوي ولسمشر څخه نه د ګټې اميد پکار دی، او نه د سولې، ځکه
هر څه يې د بل چا لپاره دي، او د نورو په ګټو کې د افغانانو هيڅ ګټه نشته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x