
دبڼو غشي
عرفان الله عرفاني
خښ مې پر زړګي د بڼو غشي دي
خدايګو لېوني د بڼو غشي دي
بيايې عقابي سترګې خمارې دي
پورې وورې ځي د بڼو غشي دي
ټيټ دې کړه باڼه نور يې تاب نه لرم
ستا خو د مرګي د بڼو غشي دي
ماته يې زما د سينې زغره کړه
ووري د لا لي د بڼو غشي دي
هر وخت د غرور په نيلي سپور ګرځي
ما چې ځوروي د بڼو غشي دي
ډرون حملې پرما باندې اثر نکړي
سم کروز توغندي د بڼو غشي دي
کله يې چې چاته مخامخ کاندي
اور پرې بلوي د بڼو غشي دي
نور يې ( عرفاني ) له کاره ويستی دی
څومره توفاني د بڼو غشي دي