شعـــــرونه

د احسان الله درمل په اقتفا- قاري سعيد

تیره ورځ مې د شاعر او ډاکټر احسان الله درمل یو شعر لوست چې د مؤمن پښتون قام منفي تصویر یي په کې وړاندې کړی و،زه چې تراوسه مې په شعر یا نثر کې قومپالنه نه ده کړې نه پوهیږم څنګه مې ددې شعر له لوستو وروسته د شعر قریحه راویښه شوه او لاندې الفاظ یي راباندې ولیکل،باید یادونه وکړم چې لاندې بیتونه مي د قومپالنې په روحیه نه دي لیکلي باور مي دادی چې که له هره قومه وای دپښتون په اړه به مې قضاوت همدا و.
لاندې د احسان درمل د شعر لومړی بیت او بیا زما بشپړ نظم لوستلی شئ
څه پښتون څه یي غیرت څه یي ننګونه
خو خپل غولي ته راوړي پردي جنګونه
…………………………..
څه پښتون، څه یي غیرت،څه یي ننګونه
دتاریخ دریاب کې نیسي نهنګونه

د دنیا له نوي نظم نه سرکښه
خپله تله، خپل یي تول، خپل یي پنګونه

د شرق غرب د پلو تر میان کراړه ډبره
له پیړیو ترې په آه دواړه سنګونه

خپله روټه یي په خپله پوڅه پورې
وږی نه دی د مارشال د تبنګونه

د فطري ښکلا غرور بې پروا کړی
د کسبي عالم له خوند او له رنګونه

ساز د عقل به یي څنګه نو تر غوږ شي
چې د زړه درزا یي ځي تر فرسنګونه

رښتیا یوه خطا لري آخر انسان دی
نه مني د بیزوخېلو نیرنګونه

له تقدیره داسې ایسي لکه وي چې
د فطرت بغل ځولۍ کې خدنګونه

ګاهي سر د چنګیز مات ګاه د انګریز پښې
کله کاندي په قطبیانو غورځنګونه

له ګورګینه یي ګُرګي غاښونه ایستي
له رنجیته یي مات کړي دي سینګونه

نه چا مات نه یې په خپل قالب کې ځای کړ
باندې ستړي د وختونو آونګونه

د خودۍ او د میړانې له معنی یې
دي د عاجز د عصر واړه فرهنګونه

خود به ځینو ته آشا ناآشنا ښکاري
چیرې کونګ چیرې بازان د ګړنګونه

۱۳۹۴هـ ش قوس ۱۹
قاري سعيد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

سعید صيب

تاسو ته سلام او احترام

آفرین په تا سعید په تا قاری شه
چی بیان دي د پشتون کرل صفتونه

د رجالو نشاني په تذکیر نه ده
نه په سمت نه په لباس نه په قومونه

د فساد او شر نه دک په نن زمان کی
پشتون نوم نه ده معنی ده معيارونه

خدايه مل هم يي ملاتر شه په دي زمکه
له غیرت سره نصیب يي کری علمونه

چی لژ لاس په خپلو ونيسي هوشیار شي
هم کري درک د گاونديانو نيرنگونه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x