
نړۍ
فرانسه له خپل هېواده بهرني مسلمان مبلغین شړي
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په ترڅ کې خبر ورکړی چې دوی پرېکړه کړې چې نور به له خپل هېواد څخه هغه مسلمان مبلغین چې له نورو هېوادونو څخه دلته د اسلام د سپېڅلي دین د تبلیغ او دعوت په موخه راغلې؛ وباسي.
همداراز د فرانسې د داخله چارو وزیر مینایل ویلز له رسنیو سره په خبرو کې د دغې پرېکړې د تایید ترڅنګ ویلې دوی دا ګام په هېواد کې د امنیتي ستونزو او په اصطلاح مذهبي سخت دریځۍ د کمولو لپاره کړی.
بل پلو ته شنونکي وایې، دا چې د یوولس ستمبر ( ۹/۱۱) د پېښې را وروسته ګڼ شمېر لويدیځوالو د اسلام سپېڅلي دین په اړه مطالعاتو ته مخه کړې او په پایله کې اکثره غربیان د حقایقو په درک سره د اسلام په مبارک دین مشرف شوي؛ نو غربي چارواکي او حکومتونه یې سخت په غوسه کړې او ترهولي چې همدا مغرضانه پرېکړه یې جوته بېلګه بلل کېدای شي.