افغانستان

نبيل: د ولسمشر سفر او څرګندونې د افسوس وړ دي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، لېندۍ ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د ملي امنيت رييس رحمت الله نبيل پاکستان ته د ولسمشر غني پر سفر او هلته د ده په څرګندونو ژوره خواشيني څرګنده کړې او نوموړی يې د پاکستان له يوويشت توپي سلامۍ او تود هرکلي اغېزمن بللی دی.

ښاغلي نبيل په خپله رسمي فيسبوک پاڼه کې ليکلي، دی افسوس کوي، چې ولسمشر د پاکستان په تود هر کلي او د نواز شريف «د افغانستان دښمن زموږ دښمن دی» په څرګندونو تېروتی او له هماغه ځايه يې افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله شتون منلی او ويلي يې دي، چې دوی څو ځل د ملا فضل الله د نيولو لپاره عمليات کړي او هوډ يې کړی، چې راتلونکي وخت کې به هم د ملا فضل الله د وژلو او نيولو لپاره قوي هڅې وکړي.

د ملي امنيت رييس وايي، چې نواز شريف په داسې وخت کې د افغانستان دښمن د پاکستان دښمن جملې کارولې، چې «پاکستان خانشين او کندهار کې زموږد بې دفاع خلکو وينې تويولې.» د نبيل په وينا د کندهار هوايي ډګر فاميليو کې زموږ د ولسي خلکو لږ تر لږه زر لېټره وينه تويه شوه او ولسمشر د پاکستان په تود هرکلي، يوويشت توپه سلامي او نرمو خبرو تېروتی.

«پاکستان ولسمشر ته د سرو غاليو هرکلی کړی او دلته يې زموږ د ولس سرې وينې تويې کړي دي.»
رحمت الله نبيل ولسمشر غني «ذوقي» او «ژر اغېژمنېدونکی» بللی دی.

د نبيل په وينا ولسمشر د پاکستان له يوويشت توپه سلامۍ وېرېدلی، په هماغه ځای کې يې افغانستان کې د ملا فضل الله شتون منلی او پاکستاني چارواکو ته يې ويلي، چې دوی د نوموړي پر ضد څلويښت ځل عمليات کړي دي.

«ولسمشر په داسې حال کې پاکستان سره د ملا فضل الله د نيولو ژمنه کوي، چې نوموړی په خپله د پاکستاني استخباراتو يوه پروژه ده، د ای ايس ای تر مشرۍ لاندې اسلام اباد او نورو سيمو کې ميلمستونونه لري او هر فعاليت يې د پاکستاني استخباراتو په لمسون او مشوره روان وي.»

د ملي امنيت رييس د خپلو څرګندونو په پای کې په پښتو ژبه د افغانستان پنځه زره کلن تاريخ د شپيته کلن تاريخ په وړاندې د ولسمشر له لوري مات بللی، د خپلې بې وسۍ اظهار يې کړی او وايي، چې «شکر دی، زه په کې نه يم»

د پېښو څارونکي وايي، چې ولسمشر «اسيا زړه کنفرانس» کې د ګډون لپاره هېڅ تياری او خپلو امنيتي او سياسي کړيو سره سلامشوره نه وه کړې، چې له امله يې د هېواد راتلونکی سياسي او ستراتيژيک سياست له سختو ننګونو سره مخ کيدای شي.

يو شمېر نور فعالان وايي، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ تاوتريخوالی او بې باوري له تېرو څوارلسو کالو روانه ده او نبيل دا څرګندونې يوازې د دې لپاره بولي، چې د نوموړي دنده په ختمېدو ده او له دې ډول څرګندونو غواړي، چې د ولس خواخوږي ورخپله کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x