
نن ټکی اسيا (پنجشنبه، لېندۍ ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د میدان وردګو والي حیات الله حیات وايي، که د سیداباد د پېښې اصلي عاملینو ته سزا ورنه کړل شي، له خپلې دندې به استعفا وکړي.
والي دغه څرګندونې تېره ورځ د یاد ولایت له یو شمېر قومي مشرانو او مدني ټولنو له غړو سره په غونډه کې وکړې.
ښاغلي حيات وویل، چې تراوسه د یادې پېښې په تړاو ۶ کسان نیول شوي، چې ۴ یي نیغ په نیغه په پېښه اودوه نور يي د خلکو په ځورونه کې لاس لري.
حیات وايي یادو کسانو ته د قانون په چوکاټ کې د سزا ورکولو غوښتنه کوي، او په وینا یې که چېرته دغه کسان مجازات نشي نو دی به له خپلې دندې څخه لاس په سر شي.
په ورته وخت کې د وژل شویو ماشومانو کورنۍ هم له حکومته د خپلو بچیانو قاتلینو ته د سختې سزا غوښتنه کوي.
باید وویل شي، چې د میدان وردګو په سید اباد ولسوالۍ د اوتړو په سیمه کې د تېرې جمعې په ورځ د ملي اردو د یوه توغول شوي توغندي له امله ۹ تنه ولسي وګړي و وژل شول او ۸ تنه نور ټپیان شول، چې ډېری یې ماشومان وو.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د افغانستان د ملي ځواکونو په ډزو او توغنديو له امله ولسي وګړي په نښه شوي چې زيات وخت يې د دولت پر وړاندې د ولس غبرګونونه راپارولي دي.
د ميدان ودرګو د وژل شويو کورنيو غړو ګواښ تر دې وړاندې ګواښ کړی و چې که د دوی وژل شويو قاتلينو ته سزا ورنکړل شي د دولت پر وړاندې به په لاريونونو لاس پورې کړي.