فکر وکړئ!!

لیکوال: جمشیدعمر عمر

لیکوال: جمشیدعمر عمر

جمشیدعمر عمر

که په یوه لري ځای کې یوه رڼایي وینئ، نو فکر ته مو سل خبرې راځي، چې دا به لاټين وي، برق به وي… او داسې نور شیان مو زهن ته تداعي کیږي؛ خو چې ورنیږدي شی بل شی وي او ستاسو د فکر خلاف وي.

که مو کوم ملګري په لاس کې پټ یو څه نیولي وي او له تاسو نه وپوښتي چې ماسره به څه وي؟ دا به وي، نه دا به وي، خو بلاخره حقیقت بل څه وي.

په صنف کې استاد پوښتنه کوي، چې (فکر څه ته وایی؟). د هره خوا ورته هر یو خپل مثبت نظر ورکوي او هیڅوک هم داسې خبره نه کوي، چې استاد ته دي تري زیان ورسیږي، خو اخر نتیجه بله وخیژي.

که یو څوک څه لیکي او یا وایي، نو هغه که د اسلام (قران او حدیث) پورې هم اړه ولري، نو پري فکر کول پکاري دی، چې ده دا خبره کړي ایا ریښتیا هم د الله او د هغه د رسول خبره ده او کنه دده خپله ده؟

بیا که دده خپله خبره وي، دا بیا هیڅ کله د منلو وړ نه ده، ځکه د الله او د هغه د رسول خبره موږ ته د منلو وړ ده نه د بل چا.

اوس که یو څوک د یو څه په اړه یوه خبره کوي، موږ ته پکاره ده چې په اړه یې فکر وکړو چې دا خبره څومره ریښتیا ده؟ په لیکوالی کې استاد اجمل ښکلی وايي: کله مو چې یو څه لیدل شک پري وکړی، چې ولی داسی دی؟

او موږ سره به یې سم ځواب څه وي یعني که وایو چې دا ګیلاس ولی داسي دی؟ نو موږ سره به یې سم شکل څه رقم وی.

په دي ورځو کې په فیسبوک کې د ځینو خلکو تر منځ دومره کینه ولیدلي، چې یو بل ته د مور او خور ښکنځلي کوي. فکر کوم چې قرار پښتانه تروریست یاد کړي او نورو نو پښتنو ورپسې پيل کړي چې دا داسی دی او دا داسی دی…

ما خو یې لیکنه نده لوستي، خو چا چې لوستي، هغوی دي په ارام مغز فکر وکړي، چې ریښتیا هم پښتانه تروریستان دي او کنه؟ کیدای شي هغه یې دلیلونه ښودلي وي.

زه دا نه وایم چې ده دا ښه کار کړی، ولی چې لیکوال باید داسي څه ونه لیکي چې د ټولنې په زیان وي. خلک راوپاروي… د خلکو په منځ کې د کیني اور بل کړي.

موږ همیشه د احساساتو له مخې فکر کو او پایله یې بیا پښیماني وي.

مخکې له دي چې د یو څه په اړه نظر ورکړئ، فکر وکړه چې زما نظر سم دی او کنه؟ نظر مي دي موضوع سره ربط لري؟ لیکوال څه وايي او زما سره څه ځواب دي. که درسره ځواب سم و او کنه، خو باید چې لیکوال په نظر کې ونیسئ او بیا ځواب ورکړئ.

که امکان لري، تیر شه تري او هسي بي ګټې خبري او احساساتي خبري مه کوه؛ چې هم ځان پوري خلک وخندوي او هم درنه نور متضرر شي.

موږ همیشه سپي پسې منډه کړي او خپل غوږ مو ندی لیدلی. که موږ ته چا ویلي چې هلکه فلاني درپسې داسې خبرې کړي، نو مخکې له دې چې قضاوت وکړو، چې ریښتیا هم ده داسې خبرې کړي او که هسي د سر چوک خبرې دي، ورغلي یو او سړی مو راڅملولی او وهلی مو دي، خو وروسته حقیقت بل څه و.

تر ټولو ښه کار دا دي؛ چې د هر شي په اړه مثبت فکر وکړئ. یوه لیکنه پوره ولولئ او بیا قضاوت وکړئ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د