
د کولالمپور په هوايي ډګر کې ۳ بې څښتنه الوتکي موندل شوي
نن ټکی اسيا (پنجشنبه، لېندۍ ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د مالیزیا په پلازمینه کولالمپور کې ۳ داسي الوتکي موندل شوي چې له تیر یو کال راهيسې یې هیڅ پرواز نه دی کړی او مالک یې هم نه دی معلوم.
د هوايي ډګر چارواکي په دې لټه کې دي چې مالک یې پیدا کړي، او د الوتکي د پارکنګ پیسې ځیني تسلیم کړي، خو وايي چې د تیر یوه کال څخه ددغه ۳ الوتکو چې نوعیت یې بوینګ ۷۴۷ کارګو دی، د څښتن په اړه هیڅ معلومات نه شته.
ددغو الوتکو په اړه د کولالمپور په سيمه ييزو ورځپاڼو کې د اعلان ترڅنګ چارواکو ګواښ کړی که چیري ددغه الوتکي اصلي اوسني مالکان اړیکه ورسره ونه نیسي، دوی به د قانون سره سم الوتکي لیلام کړي او په هوايي ډګر کې د پارکنګ پیسی به یې له قیمت څخه وصول کړي.
بايد وويل شي چې په هوايي ډګرونو کې د پارکنګ وروسته په الوتکو ځانګړې نښې او معلومات لګول کیږي چې د څښتن ادرس او معلومات ور باندي کښل شوي وي، خو د کولالمپور هوايي ډګر چارواکي وايي، پر دغه الوتکه خورا ډیرې نښې شته چې داسي بریښي الوتکه په هوايي ډګر کې د پارکنګ پرمهال په څو لاسونو پلورل شوې، خو وروستی څښتن یې نامعلوم دی.