نظــر

په رښتیا هم چی حزب اسلامی د اسلامی علومو خزانی او د رښتینی مجاهدینو سنګر دی

رښتیا چی د اسلام حقیقی عالمان دخلکو رښتینی خدمتګاران دی ، دوی د اسلام د عظمت او لو‌ړتیا لپاره شپی او ورځی زیار باسی او کار کوی د اسلامی علومو د نشر اوپراخوالی لپاره خلکو ته خدمت کوی د قرآن پاک تفسیر او دحدیثو صحیح تعبیر او توجیه او دمذاهبو نظریات ، دحدیثو په رڼا کی مسلمانانوته ورښیی .

اسلامی نړی کی د همدغو واقعی او رښتینی علماوو زیار او کوښښ دی چه مونږ داسلام په بیلا بیلو او مختلفو څانګو ، خپل اړتیاوی تر یو ځایه پوره  کړې ، او داسلام په حقیقی معنا پوه شوی یو او پدی لاره کی  زیار باسو تر څو په نړی کی په عملی توګه په صحیح معنا سره سوچه اسلامی حکومت منځ ته راشی تر څو ټول خلک  په هوساینه ژوند وکړی او د هر چا حق ورکړل شی او دظلم او استکبار لړی پای ته ورسیږی.

زه چی اوس یو پوهنتون کی درس وایم  د خپل د ژوند هغه مرحلی ته چه د مهاجرینو په یو ښوونځی کی په لوست او لیک مصروف ووم اوس د هغی په هکله فکر کووم ګورم چه زمونږ استادان چه اکثرا د حزب اسلامی غړی وو څنګه زمونږ په هکله خواخوږی درلود او دحزب اسلامی د مشر محترم حکمتیار صاحب زرینی و ینا او مبارزی مونږ ته ویل مونږ په هغه وخت کی نه پوهیدو ، مونږ فکر کاوه چه دوی هڅی لګیا دی  کله چی زه پوهنتون ته راغلم او دلته می د ځوانانو مختلف نظریات او مفکوری ولیدی چی ځینی د حکمتیار صاحب د ژوند ، مبارزی  او  زړه سواندی په هکله ډیر ښه خبری کوی ځینی نور بیا ددی مبارز او مجاهد شخصیت په هکله منفی نظر لری زه په ابتدا کی هک پک ووم ، ځان سره می تصمیم ونیول چی حتما به د یو ځوان په صفت د خپل هیواد جهادی تاریخ په هکله تحقیق کووم او هغه نظر به منم چه په واقعیت بنا او د اسلام او هیواد په ګټه وی ما د انترنیت له لاری د شهادت ورځپاڼی مطالعی په منظمه توګه شروع کړ د دروند مشر محترم حکمتیار مصاحبی او مضامین به می لوستل کله کله به  دنورو شخصیتونو مضامین او بیانیی به می هم کتل  ما کله چی د حکمتیار صاحب مضامین به لوستل ګمان می کاوه دا به  د مبارزی او عملی جهاد تر څنګ د یو لوی مدرسی نه فارغ وی دا به د قرآن او احادیثو لوی استاد وی  ددی تر څنګ د یو بل مشر عالم شیخ القرآن و الحدیث ښاغلی قاضی محمودالحسن جاهد مقالی او علمی ویناوی ما و هڅول تر څو د حزب اسلامی کیمپ او دفتر ته لاړ شم او هلته له نژدی نه د حزب اسلامی د مشرانو سره وګورم او خپل ریسرچ تکمیل کړم .

زه په ډیر احتیاط او پس له ډیر سوچ نه شمشتو کیمپ ته لاړم او هلته زما یو نژدی ملګری وو نژدی یوه اونی په دی کیمپ کی پاتی شوم زما ملګری هم نه پوهیده چه زه د څه لپاره دلته راغلی یم په دوهمه ورځ هغه سره د مازدیګر لمونځ لپاره یو جماعت ته لاړو چه هلته  مخکی له لمانځه او پس له لمانځه نه یو عالم په دری ژبه بخاری بشریف درس ورکاوو ، زه څو شیبی د درس حلقی ته کښیناستم هغه عالم ډیر په خوږه ژبه حدیث تشریح کاوو، زما ملګری ما ته اشاره وکړ زه جګ شوم هغه سره د جماعت نه  بهر شوم او د هغه نه می پوښتنه وکړه چه دا عالم څوک دی ؟  هغه را ته وویل چه دا د حزب اسلامی د اجرائیی شورا غړی دی ، ما ورنه پوښتنه وکړ چه نوم یی څه دی ؟ زما ملګری په ډیر ادب او احترام سره وویل چی دا دخلکو خدمتګار په حدیث او قرآن پوه قاضی محمودالحسن جاهد دی کله چی ما دا نوم می واورید  په  زړه کی می وویل چی ستا دتحقیق دروازه خلاصه شوه .

نژدی یوه هفته چی زه هلته ووم  هره ورځ د مازدیګر د لمانځه لپاره نیم ساعت مخکی به هلته تلم او د درس حلقی ته کښیناستم په دی څو ورځو کی ډیر اهم او ضروری شیان می واورید او کله کله می پوښتنی هم تری کولی .رښتیا چی حزب اسلامی د اسلامی علومو خزانی او درښتینی مبارزینو او مجاهدینو سنګر دی .

په همدی څو ورځو کی د نورو مشرانو لکه دکتور قاضی  محمد حکیم حکیم او دروند شخضیت انجینر عبدالسلام هاشمی سره هم مخامخ شوم زما دغه مختصره لیدنه کتنه او دتحقیق خلاصه او نچوړ دادی چی د حزب اسلامی دروند مشران د افغانستان واقعی مبارزین او خدمتګاران دی ، څوک چی د حزب اسلامی تاریخی او واقعی مبارزی او جهاد له پامه غورځوی لوی جفا کار دی .

هو! د افغانستان دروند شخصیت او دحزب اسلامی محترم قائد حکمتیار صاحب چی  په اسلامی علومو ماهر او ذهین مجاهد دی په دی بریالی شوی دی چه لوی لوی علما او مجرب استادان په خپل څنک کی وساتی مونږ ددوی په جهاد او مبارزی ویاړو او دوی ته دعا کوو. زما هود دادی چی زه به د ځوانانو دصحیح توجیه لپاره هلی ځلی کووم او د نوی ځوان نسل د روزنی لپاره د خپل ګران هیواد جهادی او ویاړلی تاریخ او حقایق په ګوته کووم تر څو زمونږ مشکلات حل او سوچه او صحیح اسلامی حکومت منځ ته راشی. دا چی حزب اسلامی دعلماوو کور او درښتینو مجاهدینو سنګر دی  یو څرګند حقیقت دی هر څوک چی د ړوند تعصب اود بی ځایی مخالفتونو نه لاس واخلی او په سړه سینه او شفاف ذهن قضاوت وکړی ، قضاوت به یی حتما همدا وی . په درناوی

فيض

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x