ورزش

کریسټیانو رونالډو: ریکاډ زما په لټه وي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۱۹مه ۱۳۹۴ل): د هسپانيي د فوټبال مشهور کلب ریال ماډرېډ پیژندل شوی او پیاوړی لوبغاړی کریسټیانو رونالډ د چمپینز لیګ سیالیو د ګروپ په مرحله کې ۱۱ ګولونو وهلو سره وویل چې زه د ریکاډ جوړولو په هڅه کې نه یم خو ریکاډ خپله زما په لټه وي.

رونالډو د چمپینز لیګ په سیالیو کې د سویډن مالمو ایف ایف نومې لوبډلې په خلاف څلور ګوله وهلو سره د ګروپ په مرحله کې د ۱۱ ګلونو ترسره کولو ریکاډ په خپل نوم ثبت کړ. دغې لوبې کې مالمو ایف ایف د ریال ماډرېډ په وړاندې په ۸-۰ سره ماتې وخوړه.

له دې وړاندې د چمپینز لیګ د ګروپ په مرحله کې تر ټولو زیات ریکاډ د هنګري پخوانی لوبغاړی او روزوونکی فیرینک پوسکاس په ۱۹۶۵ کال کې ۱۰ ګولونو وهلو سره په خپل نوم ثبت کړی و.

کریسټیانو رونالډو رسنیو ته وویل:« زه ډیر خوښ یم او دا د لوبډلې لپاره تر ټولو غوره لوبه وه، ټولو لوبغاړو پوهیدل چې په سیالې لوبډلې فشار اچولو سره مونږ غوره لوبه نندارې ته وړاندې کولی شي.»

نوموړې زیاته کړه:« زه د یو بل ریکاډ په جوړولو د خوښۍ احساس کوم. زه د ریکاډ جوړولو په هڅه کې نه یم خو ریکاډ په خپله زما په لټه وي.»

نوموړی همداراز وویل چې هر کال خلک د هغې په اړه چې له لوبډلې څخه جلا کیږي راپورونه خپروي خو زه په دغې لوبډلې کې ډیر خوښ یم او نه غواړم له ریال ماډرېډ څخه جلا شم.

له دې وړاندې د روان کال د اکتوبر په میاشت کې رونالډو د ریال ماډرېډ لپاره ۳۲۴ ګولونو پوره کولو سره د دغې لوبډلې لپاره تر ټولو زیاتو ګولونو وهلو ریکاډ هم په خپل نوم ثبت کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x