افغانستان

شنونکي: د ارګ او ملي امنیت تر منځ هم همغږي نشته

نن ټکی اسیا (پڼجشنبه، لېندۍ ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې ولسمشر محمد اشرف غني د اسیا زړه کنفرانس کې په افغانستان کې پاکستاني طالب جنګياليو شتون ومانه، د ملي امنیت رییس يې په اړه « افسوس » څرګند کړ.

رحمت الله نبیل پخپله فیسبوک پاڼه ولسمشر محمد اشرف غني ژر اغېزمنېدونکی شخص بللی او د هغه څرګندونې يې د تاسف وړ بللې دي.

شنونکي وايي چې د ملي امنیت ریاست له لوري د ولسمشر د څرګندونو اړوند دا ډول تبصرې دا په ډاګه کوي چې پخپله د ارګ او ملي امنیت ریاست تر منځ هم همغږي نشته.

وړاندې تر دې په پوځي برخه کې د نه همغږۍ په اړه نږدې ټول لوړ پوړي پوځي منصوبین یوه خوله وه، خو دا چې د ارګ او ملي امنیت ریاست تر منځ همغږي ثابتېږي، ښايي پر نورو دولتي برخو يې هم اغېز لا ډېر شي.

د کابل پوهنتون استاد او سیاسي شنونکی فیض محمد ځلاند هم ولسمشر غني د پاکستاني له تاوده هرکلي اغېزمن بولي او پخپله فیسبوک پاڼه لیکي: «کله چې ډاکتر صیب غني د توپونو ډذا ته سترګي شوي په خوله یې ناڅاپه داسې سیاسي تیروتنه راغله چې د پاکستاني طالبانو مولوي فضل الله شتون یې په افغانستان کې ومانه او د هغه په ضد د عملیاتو ژمنه یې وکړه. د داسې حقیقت منل د افغانستان له ملي ګټو سره ډیر سطحي برخورد دی، نبیل چې د افغانستان د استخباراتو لومړی مسول کس دی، په دې څرګندونو را وپارید چې دا خپله د ارګ او ملي امنیت د ریاست تر منځ د همغږۍ په نه شتون دلالت کوي.»

ځلاند وړاندې زیاتوي چې ولسمشر په دې وروستیو کې د خپلو ويناوو په برخه کې نیمګړی او کمزوری دی چې ښايي په کور د ننه او بهر کې ناورین رامنځ ته کړي: «ډاکتر صیب غني په دې وروستیو کې د خپلو ویناو د منځپانګو په برخه کې بیخې نیمګړی او کمزوری بریښي، که دا موضوع ژر حل نشي، د افغانستان په کور دننه او بهر کې به د ګڼو ملي مسایلو سره بې تفاوتي روان ناورین لا ژور کړي.»

کابل مېشتی سیاسي مبصر نظر محمد مطمئین بیا د ولسمشر ټول سفر د امريکا په خوښه ګڼي، د هغه په خبره ولسمشر له نواز شریف سره په پاريس کې هوکړې ته نه و رسېدلی خو وروسته دې ته اړ کړل شو، چې باید په دې کنفرانس کې ګډون وکړي.

«تر څو چې افغان حکومت په سېمه کې د پاکستان له نفوذ څخه ځان خلاص نه کړي، امریکا او نړۍ ته من حیث افغانستان دغه هیواد ورونه پېژندل شي همدا حالت به وي، کله به زموږ په خاور کې د ګاونډیو دروازې جوړیږي خو چارواکې به له ویرې ږغ نه شي کولای او کله به مجبوره کیږي که زړه یې غواړي که نه، که خوشاله وي که نه همدې هیواد ته به د امریکا په غوښتنه ورځي.»

ياده دې وي ولسمشر محمد اشرف غني پرون په اسلام اباد کې د اسیا زړه کنفرانس کې ومنله چې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله په افغانستان کې دی، چې دوی د نیولو لپاره څو ځلې عملیات هم ترسره کړې، د نوموړي دا څرګندونې د ملي امنیت عمومي رییس د تاسف وړ وبللې.

د ملي امنيت رييس د خپلو څرګندونو په پای کې په پښتو ژبه د افغانستان پنځه زره کلن تاريخ د شپيته کلن تاريخ په وړاندې د ولسمشر له لوري مات بللی، د خپلې بې وسۍ اظهار يې کړی او وايي، چې «شکر دی، زه په کې نه يم»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x