نظــر

د اسیا زړه کنفرانس ورسته د افغان او پاکستان حکومتونو نوې یارانه اود افغانستان پرجګړی یې اغیزې !

عبدالباقي حنفي

د اسیا زړه کنفرانس چې دقوس دمیاشتي پر۱۸ نېټه دپاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې دپاکستان دصدر اعظم اوافغان ولس مشر محمد اشرف غني په وینا باندي پیل سو هدف یې دافغانستان پرامنیتي اوپرمختیايي اوهمدارنګه ځيني تجارتي موضوعات یې دبحث یوه برخه وه. افغان لوری هیله لرۍ چې پاکستان به دسولي اوپرطالبانو دهراړخیزه فشار راوړلو کې مرسته وکړي اوطالبانو به مجبور کړي چې دافغان حکومت سره دسولي پروسې ته تیار سي.

په دې کنفرانس کې دپاکستان صدر اعظم نواز شریف په خپلو خبرو کې وویل چې دسیمي اونړئ هیوادونه باید دافغانستان خپلواکئ ته درناوی وکړي او همدارنګه دواړه هیوادونه خپلي پولي باید نوري هم ټینګي کړي ترڅو چې مخالفین ورنه ناوړه استفاده ونکړي همدارنګه نواز شریف یادونه وکړه چې پاکستان دافغانستان دښمن خپل دښمن ګنې اوپه مقابل کې به یې دافغان لوري سره دهيڅ ډول همکاری نه دریغ ونه کړي او ورسره یې دکډوالو ستونزو ته هم اشاره وکړه او دا یې هم ددې لامل وباله چې وسلوال مخالفین ناوړه ګټه ترې اخلي. دپاکستان دصدر اعظم په وینا کې دپاکستان هغه غوښتې ډیرې ښکاره او واضح وې چې پاکستان یې له ډیر پخوا نه حتی په تیرو څولسیزو کې دافغانستان څخه غوښتني کړي وې چې هغه دپاکستان دښمن ته خپل دښمن ویل دی او ددواړو هیوادونو دسرحدونو دمشکل دحل غوښتني دی. نواز شریف وویل چې پاکستان دافغانستان دښمن خپل دښمن ګڼي نوپه مقابل کې له افغانستان نه همداسي هیله لري چې هندوستان ته په افغانستان کې دومره خلاص لاس ورنکړي اوهغه څه دي وکړي چې کوم یې افغان لوری دخپل دښمن په مقابل کې له پاکستان نه هیله لري همدارنګه پاکستان دسرحدونو دټینګښت لپاره دحامد کرزي له حکومت نه هم هم
دارنګه غوښتني درلودې چې ورسره ونه منل سوې چې داټولي هغه غوښتني دی چې دافغانستان په مقابل کې دپاکستان دبهرنئ پالیسی برخه جوړوي اوبل اړخ ته دافغانستان جمهور ريس محمد اشرف غني داسي نه ښکارېده چې دې غونډي ته دي دیوې منظمي ستراتیژی سره ورغلي وي ځکه دده خبری هم زیاتي تکراري معلومیدې ښاغلي محمد اشرف غني ددواړو هیوادو نو دبې باوری اصلي لامل وسله وال مخالفین یاد کړل اوخپل مخالفین یې یوازي دځان لپاره ګواښ نه بلکې دسیمي اونړئ لپاره ګواښ وبلل اوګډونوال یې مخاطب کړل چي په دې نړیواله پدیده کې افغانستان یوازي دځان لپاره نه بلکی دنړی لپاره جنګیږئ اودنورو اقتصادي اونظامي مرستو غوښتنه یې وکړه اوهمدارنګه ښاغلي اشرف غني دپاکستان لوري ته خپل هغه شک څرګند کړ چې ایا پاکستان زمونږ حکومت ته دیورسمي حکومت په سترګه ګوري او کنه؟ اوښاغلي اشرف غني دنوازشریف دغوښتني په ځواب کې دکډوالوستونزه مشترکه وبلل اوپه دوه اړخیزه مشورو باندي یې دحل غوښتنونکی سو.

اوله پاکستان نه يې غوښتنه وکړه چې وسلوالومخالفينوته دي په ویش قایل سي هغه چې دسولي دپروسی سره یوځای کیږي تشویق دي سي او پاته دي په نظامي فشار باندی له منځه یوړل سي . همدغه ټکی په هغه اعلامیه کې هم یاد سوي دي کوم چی دافغانستان،پاکستان اوامریکا له خوا دمجلس ورسته صادره سول دپورته هیلو،غوښتنو اووعدو نه داسي ښکاري چې یوګام نور هم دریښتني سولي نه ټول اړخونه لیري سول ځکه دځمکني حقایقو اودکنفرانس داعلامیو ترمنځ لا بلا واټن موجود دی ځکه نه هم پاکستان پر طالبانو دومره اثر لري چې تر خپلو غوښتنو دي یو مخ ورتیرسي ځکه مخکې هم پاکستان خپل دفشار آلې پرطالبانو استعمال کړې او نه هم افغان حکومت دپاکستانې حکومت غوښتنوته په پوره ډول ځواب ویلای سي اونه هم دطالبانو دغوښتنو ومنلو ته لیوالتیا لري اوهمدارنګه دښاغلي محمد اشرف غني په خبرو کې له ورایه معلومیږي چې رښتني سولي ته لاهم ژمنتیا نسته ځکه له یوې خوا وسله وال مخالفین نړیواله پدیده بولي او ورسره پرجګړې ټینګار کوې او له بل طرفه دوسلوالو مخالفینو دوېش خبري کوی چې دیوې ډلي سره به یې جنګ اودبلي سره سوله کوی چې داخبري دمځکني حقایقو سره هیڅ سر نه خوري ددې پر ځای چې درښتني سولي لپاره هلي ځلي وسي ټول اړخونه لانور هم دې جنګ ته تیل ورپاشي او نور به هم داجګړه غزیږي کچېري ټول اړخونه وغواړي چې یوه رښتني سولي ته زمینه برابره کړي ددی پر ځای چې دوسلوالو مخالفینو دویش هڅي وکړی بلکې ده
غوی قانوني او اوصولي غوښتنو ته دي غاړه کښیږدي اونور دي دجګړې لپاره دنړیوالو دمرستي غوښتنه نه بلکي په یوه خوله دي دسولي لپاره دنړیوالو مرستو غوښتونکي سي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x