نظــر

افغانستان کی د فساد تر شا اول اشغا لګر او بیا لاسپوڅی دی

بسم الله الرحمن الرحیم
 نن می  بیا  د  نن ټکی اسیا  پاڼه کتله   ، د  نورخیل  ورور په  لیکنه ی سترګی  ونښتلی  نورخیل صاحب د ( د ښځو   محدودیتونه د طالبانود اسلامی امارت   اود کرزی په دیموکراسی نظام کی ) عنوان لاندی  لیکنه در لوده>
ددی لیکنی له  انقلابی  عنوان څخه  وډاریدم  ،دا  ځکه چه  ایزمی ملحدین د  طالبانو  د بدو سره  د فاسدی اداری  بد هم  وایی ، تر څو په دی ډول خلکو  ته داسی وښیی چه  اوسنی اداره  او طالبان  دواړه  خراب او  مجرم دی   له دی  وروسته  مونږ  ته  ووت راکړی .او  بی له  دی چه لیکنه تر اخره ووایم  د لیکنی په هکله می غوښتل  کومه  تبصره  و لیکم   بیا می ویل چه ته خو دا لیکنه  تر اخره  ووایه  چه  نور پکی څه  دی  د ټولو به یو ځل ځواب  ولیکی . 

له  نیکه مرغه  کله چه  می  تر اخره  ولوستله   د الله ج رحم  وو  ډیره  ښکلی  او ډیره  اموزنده  لیکنه وه ،  ډير څه می تری زده  کړل ،  او  مجبور یی کړم  چه  زه هم په دی هکله  د کابل د سفر ځینی د سترګو لیدلی او اوریدلی  څه  ولیکم  کوم  چه  به   له  تبصری زیات  وو  نو تبصره  می  په  لیکنه  بدله  کړه  نو زما  لیکنه  د  نورخیل صاحب  د  لیکنی  په اړوند  په  لاندی  ډول  ده:
د طالبانو اسلامی رژیم  د کرزی  له  دی  کرغیړن ، لاسپوځی او فاسد رژیم سره  مقایسه کول راته لویه  ګناه  ښکاری ،  ځکه مقایسه  د  ورته  شیانو تر منځ  کیږی   خو د طالبانو( اسلامی نظام)  او د  کرزی (  دیموکراسی ) شیطانی نظام  یو د بل مخالف قطب کی  قرار لری .     طالبانو تر خپلی انسانی وسی  هغه څه وکړل  چه مومن مسلمانان یی باید وکړی  که زه الله ج ته منل شوی یم او زما  شاهدی  ورته   منظوره  وی    نو  زه  به  په  ډیره  ویاړنه  شاهدی  ورکړم  چه طالبانو خپل اسلامی او انسانی رسالت او مسولیت  په  ډیره  احسنه  وجه  تر سره  کړی دی  .  الله چ   دی اجرونه  او لا نور توفیق ورکړی  چه  د وخت  د دجال سره  په پهلوانی کی بریالی شی او تر اوسه الحمدلله  بریالی دی.
زه طالب  نه  یم ، دا  په  دی  نه چه  زه  د  طالبانو په اسلامی امارت یوه  ذره  هم  شکمن اوسم   ،  داځکه چه ما کی لا تر اوسه  د طالب کیدو وړتیا  نشته ، (  طالب کیدل اسانه خبره  نه  ده )  مونږ باید الله ج ته د طالب کیدو د  وړتیا  پیدا کولو  د پاره  دعاګانی وکړو .الله ج   فرمایی ( جنتونه  لاسته راوړل  قیمت  ته اړه  لری ) .
 په هر صورت  دا هم  منم  چه  طالبان  د فرشتو او پیغمبرا نو په  شان معصوم  نه دی  ډیری خطاګانی یی کړی دی ، اوس یی هم کوی او په  راتلونکی کی  به  هم  تری  وشی  . ( خو خطاګانی  یی قصدی نه  دی )،  له  بلی خوا دا  دعوی هم  نه  شو کولی  چه د طالبانو صفونه سل په سلو کی تصفیه شوی دی  د هغو په صفونو کی  د دجال جاسوسان شته ، په هغو کی جاهل او ناپوهه شته ،  هغوی هم کله کله د شیطانی وسوسو ښکار کیږی  هغوی  د بریالیتوبونو پیش بینی نه شی کولی(  او پیش بینی کول یواځی د الله ج کار دی ) چه  د  خپلو بریالبتوبونو د پاره  اغیزمند  پلانونه  ولری ، د طالبانو محدودیتونه  ډیر زیات دی ،  د هغوی مکان او زمان مشخص نه  دی ، د هغو اقتصادی  بنیه کمزوری،  نه شی کولی چه ډیرو کارونو او پلټنو ته لاس  ولری  ، هغوی همیشه  د  ترصد او  یړغل لاندی دی ، هغوی غیر له ځانه دوست او دشمن  نه شی مشخص کولی  د  نن دوست  یی  د صبا دشمن دی.
یواځی څه چه هغوی لری  هغه  د  الله ج  مرسته  ده ، خو د الله ج  مرسته څه  کوچنی  خبره  هم  نه  ده  قهرمانی دا  نه  ده  (چه څوک  یی  د الوتکو ، ټانکونو او توپونو سره  ترلاسه  کړی ) بلکه  قهرمانی د هغو ده ( چه  د  ډیرو محدودو وسایلو او یا  نه  وسایلو  او نه  وسلو سره  د ټولی نړی  د  ټولو سترو طاقتونو  مقابل کی وجنګیږی او بریالیتوب هم  لاس ته راوړی )  همدا  د  الله ج  لویه  قهرمانی  ده   هماغه  چه  الله ج فرمایی چه ډیر ځله  زه  کم او کمزوری ( خو د حق پلویان )  په ډیرو او قوی خلکو ( خو  د حق دشمنان )  بریالی کوم  هماغه د روسانو سره مقابله کی د مجاهدینو سره  مرستی  او اوس د  امریکایانو سره  په  مقابل چنګ کی د طالبانو   سره  د الله ج  مرستی د دی  ایات ښکاره څرګندونه کوی.
که  نظام  بی کفایته او ګدوډی موجودی  وی  د  منظمی اداری  د  نه  شتون له  امله  هر ډول  ناخوالی  رامنځته  کیږی  د منلو وړ ده   د  کرزی  نظام  کی  به  هم  څینی کارونه  له  کنتروله  وتلی او شړیدلی وی  ، رسیدګی به ورته نه شی کولی  ځکه  چه  هغوی د خپلو ځانونو او جیبونه په غم  کی دی .خو هیوادوال  دا خبره   هم  باید هیره  نه  کړی  چه  د  کرزی نظام  د اشغلګرو نظام  دی  ،( د  اشغلګرو  نظام  له  کنتروله  وتلی  نه  دی) همدا  بینظمی او فساد  د اشغلګر و  هدف او غوښتنه  ده   ، دا کړنی ، بی ناموسی  ،  وحشت ، فساد، وینی تویول او او او .. د هغو له اولیتونو  او د  هر اړخیزو  سلو کلونو پلانونو له مخیدی  ،نننی استعمار له پرونی استعمار سره ( لکه  د  نن تکنالوجی د  پرون  تکنالوجی سره  توپیر لری ) فرق لری   پرون استعمار( فزیکل شتون) درلود  او د  مستعمره  ملک  ټولی اداری  به  یی  په خپل لاس کی  وی  خو نن  استعمار لاسپوڅی  اداره   لری ، او د ( فزیکل شتون ) پرځای ( کمیکل شتون )  را منځته  کوی یعنی  ټولنیز جوړښت  په  انفرادی  جوړښت ،  له   اخلاقو عاری  تولنه  او سیاست  له دین سره  جلا کوی  دا  آو داسی  نور ټول  کیمیاوی  تعاملات    چه  بیا اولنی حالت  ته  نه  شی  راتلی   دوی داسی اوږد مهاله کیمیاوی   پلانونه لری   د دی  پلانونو په عملی  کولو د دی پرځای چه  په  خلکو غلامی تحمیل کړی   خلک  په خپله خوښه  او داوطلبانه  خپلو غاړو کی د  غلامی د ځنځیرونو د اچولو د  پاره  واسطی  راولی  رشوت  ورکوی  تر څو په  غلامی قبول شی.
څه  وخت  مخکی  زه  کابل  کی  ووم ،  دا خبره  می  په  یوه  بله  لیکنه کی هم  لیکلی (چه  د یو ملګری سره  می چه  د ښخو په ریاست کی یی کار کوو)   دا خبره  شریکه  کړه  چه اوسنی حکومت  خو د ښځو د حقوقو د اعاده کولو د  پاره  د ښځو د چارو  د پاره  مستقل  ریاست  یا وزارت  لری   نو  سره  دی هم  د ښځو د  ناخوالو پیښی  زیاتی دی  . هغه ورور  راته وخندل   او ویی ویل   استاذه   داسی  بریښی  چه  ډير ساده  او صادقه  سړی یی ، ( دلته هغه څه چه  وینی او هغه څه چه   اوری  هغه نه کیږی  خو هغه کیږی چه نه  دی کله  اوریدلی او نه  لیدلی  وی ) ،  د پورو دروازو شاته هر څه بدل دی  ، دیر ژر به  وګوری چه زمونږ ګران هیواد  لکه په نشه توکو کی  چه  یی  د نړی لمړی مقام ګټلی    د ښځو به فحشاوو کی به هم  لمړی مقام  وګتی  ، همدا اوس چه  د  فساد  په  لمړی  درجه  کی  دی د هغو فسادونو یوه عمده برخه  هم  دا  د ښځو  فحشا  او نوری هر ډول  عیاشی دی ، او دا کارونه یواځی د  نه  کنترول او  ګډوډیو له امله  نه دی  د دی د پاره اوږده اوږده  منظم  پلانونه د  لاس لاندی دی  چه یو ډیر مهم پلان یی هم دا   د ښځو د چارو  ( عیاشیو او فحشاوو )   وزارت  دی چه  د شځو د فحشاوو  د ا پروسه  منظمه او ګړندی کوی  او دا به هم د عایداتو(  ستره  منبع  او یا ګمرک ) وی  د ا  د  ښخو هغه  وزارت  نه دی  چه  د ښځو د حقوقو د دفاع  د پاره جوړ شو ی  وی  بلکه  دا  د  افغانی غیرت او اسلامی فرهنک   د  بدلون او ښکته کولو   د پاره جوړ شوی  وزارت دی .
 زما  هغه ملګری  چه دا خبری کولی  ، ژړل یی  او زما  د  ټول بدن  ویښته هم  راپورته شول  او ما  هم  وژړل  ،  زیاته یی کړه  چه   د دی  وزارت یواځی  یو  دفتر هیوادوالو ، او نړیوالو ته  بیرته دی  چه  هلته   بلا تصویرونه په  دیوالو نو لږیدلی ، هلته ډیری دوسیی چه  ډیری  پکی تشی او یا قلابی  دوسیی  پرتی د ی ، چه  خلکو ته  یی  د خپلو مثبتو فعالیتونو  د پاره ایښی دی ، خو د دی دفتر په څنګ  کی  د  ښځو د تحقیق ، څیړنو او پلټنو بل  د فتر دی (په حقیقت کی  هماغه  د  ښځو  د ښکار کولو  دفتر دی) ، ددی دفتر ښځی  کلیو ، ولسوالیو او شارونو کی د خلکو کورنو ته څو څو ځلی ځی  او راځی  ، څارنه کوی  چه نارینه یی کورونو کی نه وی  د  ځانګړو خبرو په هکله  ورسره  خبری  کوی  او که  نه  د مرستو په  نوم  یی اړونده دفترو ته راغواړی  او هلته ورسره   په  دی هکله  په  ډیر مهارت  خبری کوی  ( چه  دوی خپلی کړی ) ، که محسنی او مطلوبی نجونی( پیغلی) وی  ورته وایی پخوانی  وخت  نه  دی  دلته  اوس د  دیموکراسی نظام  دی زړی خبری ختمی شوی  ،   اوس  له چا مه  ډاریږی  ستاسی بدن ستاسی  دی حتی ستاسی  پلار او مور هم  ستاسی په شخصی ژوند کی حق  نه  لری .
 او که هغه  ښځی  ( مړوښی )  وی  نو ورته  ویل کیږی  چه  تاسی  کولی شی د میړه  او بچو سره سره  د ا  کارونه  وکړی  بارنی ډیری ډالری  ورکوی  تاسو به ډیر ژر  د غریبی له  ناخوالو  وژغورل   شی  بارنی نړی کی د امعمولی خبره   ده او که  مړونه  مو  مزاحمت کوی  طلاق  تری واخلی  او د طلاقو په
 پروسه کی  مونږ در سره  مرسته  څه چه ستاسو  د  طلاق اخستل تضمینوو ، که تاسی خبرونه  تعقیب کړی  وی  زمونږ د ګران هیواد  د طلاق ورکولو ، د شځو  او مړونو د  وژنی ، ځان وژنو  او نور  تاو تریخوالو کچه  تر پخوا څو واری  زیاته  شوی  او مخ  په  زیاتیدو ده  یو لوی  عامل  یی  دغه  د (  ښځو  وزارت )  دی   چه  باید  (رسمی  او عصری  فاحشه خانه  )  ورته وویلی شی   په دی وزارت  کی  یو میلمستون د همدی کار د  پاره  جوړ شوی چه  ځانګړی کسان د هغه  مراقبت ، پاکوالی او څارنه کوی ، او چه څوک ډیر نازولی  او یا  امنیتی مشکالات ولری  نو د هغو د پاره  افغانی  پیغلی او ښځی  د هغو  کورونو او یا نظامی  بیسونو ته استوی .  په  دی راسته  کی کومی ښځی چه  کار کوی  د اوسنی فاسدی اداری  د لوړپوړو  د  کورنو  دی ډیر زیات  صلاحیت اوچت معاشونه  لری . دوی باید ډیری  باوری ښځی وی  چه دا محرمیت  وساتلی شی .
همدا رنګه  دی  ورور ( چه  د دغه  وزارت  د  یوی  لوړپوړی  ښځی  سره محافظ  یا  باډی ګارډ  وو )  ، راته  وویل  چه  زه   دلته په  کار کولو له ځانه  کرکه  لرم  او کبیره  ګناه یی ګڼم  الله ج  دی  راته  بخښنه وکړی  ، خو له  بده  مرغه   لویه  کورنی لرم  بل ځای کی دومره معاش نه شم  جوړولی  او نه  دومره  اسان  کار راته پیدا کیږی  عمر می لږ زیات دی مسلکی پوهه هم نه لرم .  
هغه وویل چه  دا خبری  می ځانله  د هغی ( چه  زه ورسره کار کوم )  له خولی نه  دی اوریدلی ډیر څه  په خپلو  سترګو هم وینم .
هغه بله مهمه خبره  دا  هم  وکړه  چه  د ی  وزارت  د  ( اوا )  په  نوم د  ښځو  یو سازمان  هم جوړ کړی دی  چه  د ( اوا ) یا     (سازمان زنان افغانستان )  په  نوم  چه مشره  یی ( ملالی جویا) ده ، یادیږی  . ملالی جویا  په سیاست کی ننوتی  او  محسنه ښځه   ده د  شغله جاوید  د کمونستی ملحد ګوند  فعاله غړی هم  ده  .  څه وخت مخکی  یی  پارلمان  ( غوجل )  ته  یی  انتسابی راوستله  او څه  وخت  وروسته  یی له  پارلمان څخه  انقلابی  ویستله  ملالی جویا  د  لویدیز  په لاس جوړ شوی  پارلمان ته  یی ( د لو یدیز  په مشوره  )  د لمړی ځل  د پاره د حیواناتو د طویلی یا  ( غوجل ) نوم  ورکړو  ( کوم  چه  په  رښتیا هم ډير مناسب  نوم  وو )  او حتی غوجل هم  ورباندی شرف  لری،   بیا  یی  په  اروپا او امریکا کی ډیره  ونازوله شهرت یی ورله زیات کړو  ، په سیاسی شخصیت یی  بدله کړه  ، د  ملالی ټاکنه  چه  (د ټولنی د پاره دین او اخلاق  تاریاک ګڼی) ، د ددی  مهم کار د پرمخ تللو د پاره  دیر مناسب انتخاب وو .   دغه  د  اوا  سازمان  د همدی  وزارت  لاندی  اداره کیږی  او د  ښځو د  فحشا  پروسی د  پاره  یوه بله مهمه  وسیله  ده  چه  په هغه سازمان کی به ښځی ددی فحشا  د  پاره رسمی د غړیتوب کارت لری  او دا ګوند به هم  د نورو کمونستی ګوندونو په شان ازمایشی دوری لری  د  ازمایشی  دورو تر تیریدو  او د  ګوند  د  اصلی
غړی د کارت  د  تر لاسه کیدو  وروسته  به  هر باوری  غړی د  نورو  نوو غړو  د  جذبولو   د  پاره  هلی ځلی کوی . او د ګوند  د پټو او ځانګړو رازونو څخه  به  خبریږی .
هغه دا هم  زیاته کړه  چه  د ښځو  د فحشا  د پاره  دا هم  ځانله  وسی نه دی ،  استعمار ټول  سرمایداران  او په ځانګړی ډول شمالی ټلواله  په دی  بریالی  او ګټور تجارت او  رقابت کی اچولی  ده  چه  د   ښځو د چارو وزارت  او  د ښځو  سازمان   ته ورته د ښځو د فحشاوو  شخصی   سازمانونه ولری  چه  د خارجیانو بیسونو ته  د  افغانی  ښځو او افغانی پیغلو اکمالات وکړی   ، نو ددی کار د پاره   هر سازمان مشخص ډیر ښکلی او نشانی شوی ( بنسونه ) لری چه دننه پکی څوک  نه  ښکاری  له  محسنو شځو ډک د اشغلګرو بیسونو ته  ننباسی  ،  د هغه  بسونو ( چه ځانګړی  نشانی لری )  نه تالاشی کیږی ، له معلوم وخت  وروسته  بیا راوځی  او داچه هفته کی څو ځله دا کار کیږی  ده وویل خبر نه یم  .
هغه  زیاته کړه  برسیره  پر دی  په دولتی ادارو  کی  ، ډیری ښځی د همدی کارونو د  پاره  مقرریږی  او مقرری   شوی  چه  څه تری غواړی هغه وکړی  او دفترو ته  باید ډیر ښکلی راشی  ،  دا  کار د اشغلګرو  او  لوړپوړو لاسپوڅو   ټولودفتروکی  تر سترګو کیږی ، همدارنګه په  پولیسو ، اردو او ملی امنیت کی  دا کار دومره معمول دی چه  کوم  جرم  نه  ګڼل کیږی  تاسو به اوریدلی وی چه   ( یوی پولیسی)  کوم لوی  ایتالوی   افسر د مرګ   په سزا  ورساوو  وایی  چه   له  همدی امله  وو  همدارنګه د عدلیی وزارت قاضیان  د  یوی  معصومی  ښځی  د کوم کار په  ورخلاصولو  کی  یی د هغی د عزت  په  بدله کی  ورنه رشوت اخستلو اراده درلوده په ځای ددی چه هغه قاضی ته  مناسبه سزا واوروله شی  هغه معصومه ښځه د شکنجو لاندی ده .  
رښتیا تاسی به  د  شځو وزارت کی يه یوه ۱۵ کلنه  ماشومه او معصومی جنی خبر هم اوریدلی وی .  
دا خو اوریدل  شوی یا لیدلی پیښی دی هغه  چه نالیدلی او نا اوریدلی پټی پاتی دی  هغه  بی شمیره  پټی پاتی دی .
دا چه  نن  ډیری  محسنی ازبکی  ، تاجکی ،هزاره  او  ترکمنی هوایی پیلوټانی فارغی شوی  دی (  پشتنی ښځی  خو دغه  پستی  نه خوښوی او نه ورباندی  اشغلګر باور کولی شی ) د دی  کار هدف هم دغه فحشا  ده .
او تبلیغات هم دوی کوی  چه  افغانستان کی فسادونه اوج  ته  رسیدلی دی معنی دا چه  د  سرمایدارانو  پام  ورته  راواړوی  چه  د  هر ډول  فحشاوو دروازی  په  افغانستان کی بیرته دی  صرف ستاسی جببونو ته منتظر یو  لکه میلمستیا کی  چه  هر څه اماده  شوی وی او سړی  میلمنو ته ورناری کړی  چه هر څه  تیار دی   راځی چه د خوراک  او ساعت تیریو وخت دی   خو ډک  جیبونه راشی  او یا کریدت کارتونه درسره راوړی  . مونږ قرضه  هم  منو  .
د فسادونو اصلی منبع محسنی  فاحشی ښځی دی ، تاسی وګوری  چه زمونږ په ګران هیواد کی څومره  ښکاره چینلونه ، ر ادیو ګانی او ویدو ګانی ، انترنت اوداسی نور فعاله دی  ، هغه چه په کیبل  او انتر نت  کی عیاشی او فحاشی ده  هغه خو یواځی  هغو د باره ده  چه کیبل ، انترنت او کمپوټر  د اخستلو قدرت  لری  او دا کار هم لکه د افغانستان د قیمتی معدنیاتو په شان  د اوسنی فاسدی اداری او خارجی سر مایدارانو د  پاره  لکه  د نشه توکو  په شان  بهترین قاچاق  دی .  هماغه  دجالی  سیستم  دی  چه  کله  د بین المللی  مافیی  ،کله  د  بین المللی  تروریزم  ،کله  د  بین المللی استعمار او کله  به  د نړیوال حکومت ( دجــــــال )  په  شکل  غورزونګونه  وهی  ، له  دی  وروسته  که  دا  د دجال  سیستم ،  د دجال د  راتګ  وخت او د  الله ج اراده  هم  وی  نو مشکله  او ناممکنه خبره  ده  چه  د نړی مخلص خلک  نوره   ارامه   ورځ  وګوری  خو الله ج  دی  مونږ ته  توفیق راکړی چه د  دجال د فتنی مقابل کی که مړه هم شو خو چه  تسلیم  نه شو  او
که  د  دجال  د ظهور وخت  اوس نه وی  نو  زه  ان شالله  باور لرم چه زمونږ  ګران هیواد  د نړی د هر دجال د پاره هدیره ده  لکه څرنګه چه  د روسانو د قدرت  مړی  پرون  په دی  هدیره کی خخ شو نن یا  صبا به د لویدیز  استعمار مړی هم دلته خخیږی  او دا د الله ج وعده  او خبرونه هم ده   چه تاسی بریالی یاست که تاسی مومنان یاست  او مونږ الحمدلله مومنان یاستو او الله ج مو د ی ټول عمر مونږ  مومنان لری  نو  بیا خو تاسی ټولو نړیوالو ته  د مسلمانانو د بریالیتوب زیری درکوم  .

په درناوی

( الحاج استاذ بیانزی )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x