افغانستان

دملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل له خپلې دندې استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۴): د افغانستان د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل له خپلې دندې مستعفي شو.

په ارګ کې د دولتي سرچینو په حواله ویل شوي چې اشرف غني هم د خپلې څارګرې شبکې د رئیس رحمت الله نبیل استعفاء منلې او د نوموړي پر ځای یې د بل کس په ټاکلو پسي پلټنه پیل کړې ده.

داسی ویل کیږي چې د رحمت الله نبیل مرستیال مسعود اندرابي به د موقت وخت لپاره د سرپرست مشر په توګه وټاکل شي.

نبیل نن پر خپلې فیسبوک پاڼه پر ولسمشر اشرف غني کلکي نیوکي کړي وې او نوموړی یې یو داسي کس بللی وو چې په اسانه تر تاثیر لاندي راځي.

نوموړي ولسمشر اشرف غني یو «ذوقي» او «ژر اغېزمنونکی» بللی وو، او ویلي چې د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف له لوري د نوموړي تود هرکلی او یوویشت توپونو سلامي اغیز باندي کړی او بې ځایه څرګندونې کړي.

ولسمشر اشرف غني منلې وه چې د پاکستان سرسخت مخالف وسلوال ملا فضل الله او د هغه ملګري په افغانستان کي دي، دوی یی د نیولو او وژلو هڅه کوي.

اشرف غني تیره ورځ اسلام اباد ته په یوه غیر پلان شوي سفر تللی وو، او هلته یې د آسیا زړه کانفرانس کې ګډون کړی وو.

ویل کیږي چې نوموړي له مخکې پلان نه درلود خو د برتانوي او امریکايي جهتونو د فشار له کبله اړ شوی وو، چې پاکستان ته سفر وکړي او هلته د آسیا زړه کانفرانس کې ګډون وکړي. اشرف غني د سفر تر مخه ویلي وه چې هلته به په اسلام اباد کې پاکستان ته سپيني خبري کوي، خو د ملي امنیت رئیس، امر الله صالح او ډیرو افغان سیاسي شنونکو په وینا اشرف غني د پاکستان د تود هرکلي او سیاسي ځراکت اغیزمن کړی.

رحمت الله نبیل چې اسلام اباد ته د ولسمشر سره نه وو تللی، په خپل وروستي فیسبوکي پيغام کې ویلي وه:

شکر زه نه یم په کي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
allahdad

وایی چی نه مری لابه واوری فکه وایی دادی لابله سفکه مفکیرصاحب زه وام ظاهره فه زان نه یی فوه له مقولوراورسته یومتل هم وایم وایی ددیری غوولی به کورفه زان فهیژی دتاند فه باره کی وایی سل یی مره کودی یی لابدی نه بولی تاندلادی کابل فه قصونده خبرکنی تاسویی وگوری

allahdad

هغه د امیرالموءمنین خبره شوه چی وایی ددی فوچ تبلیغاتواوبی زایه تهمتونو اوفوچوخبروسکه دویی باید فه خفله وکری اودایوضرررسول دی ومسلمانانوته چی تشویش وراچوی

ahmad

زه هغه کسانو ته وایم چی اشرف غنی ته یی دیو مفکر په سترګه دامریکایانو په خوله کتل او ویل به یی چی دا سړی وطن ددی بدو حالاتو راایستی شی الله شاید دی چی هغه وخت کی موهم له ګڼو خلکو سره لفظی برخورد راغلی په همدی مسله چی ما ورته ویل چی دا پردی سړی دی تمه مه څینی کوی دپریدیو په شتون کی هیڅ یو نظام دملک په ګټه کار نشی کولی خو ډیر خلک می په دی خبرو خفه کړی اوس نو هماغه بی منطقه خلکو ته وایم وګوری که دعقل خاوندان یاست چی چور لیونی… نور لوستل »

عبدالرحمن زاهد

اشرف غنی ریښتیا چی یو مفکر اوزړه سوانده انسان ده چی داسی یو لوی دوطن او پشتنو دښمن یی له دندی وشاړه دا هغه خاین وه چی دافغان فه جامه کی دافغان دشمن وه

الحاج استا ذ بیانزی

دغه کسان چه له عقلی او نقلی دلایلو غیره د کابل د غلامی ، بی کفایتی او فاسدی اداری په اړه د خلکو رشتینی نیوکی په بی خونده توګه ځوابوی دا خپله هماغه غلام ، بی کفایته او فاسد عبدالله او غنی او یا د هغو د میدیا اجیران دی چه په ښکلو نومو راښکاره مګر په ګډو وډو سر وی ، تاسی دغه پورتنی جمله ولولی او بیا یی وڅیړی د بی کفایته متفکر زړه سواندی او تفکر په دغه جمله ثابتوی ؟ ( چی داسی یو لوی دوطن او پشتنو دښمن یی له دندی وشاړه دا هغه خاین… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx