افغانستان

د کندهار جګړه؛ ضد و نقیض څرګندونې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د لېندۍ په اوولسمه – تېره سه شنبه – طالب ځواکونو د کندهار په هوايي اډه کې ډله يیز سرتېری بريد پیل کړ، چې د دوی په قول ۲۹ ساعته يې دوام وکړ.

هغه سیمه چې بریدګر ورننوتي په کې د امریکایانو پوځي اډه، د افغان ځواکونو میشت ځایونه، قول اردو او سرحدي زون موقعیت لري.

دغه جګړه چې ټول ټال يې ۲۹ ساعته دواما وکړ، د دولتي سرچينو له لوري يې د جګړې په جريان کې څو ځلې د جګړې د پای خبر ورکړل شو، خو وروسته به يې د دوام تاييد وشو.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک د چهارشنبې پر سهار د جګړې د پای خبر ورکړ او ويې ويل چې ۱۴ بريدګر يې ټول وژلي او چې پکې ۱۸ تنه وژل شوي او ۲۸نور ټپیان دي، خو دفاع وزارت بیا د چهارشنبې په غرمه خبرپاڼه خپره کړه او ويې ویل چې ټول بريدګر پنځه تنه و، چې همدا شېبه ټول ووژل شول.

طالبانو پخپله رسمي برېښنا پانه د دې بريد بشپړ راپور خپور کړی او ویلي يې دي چې د دوی ټول بريدګر ملګري نهه تنه و، چې درې – درې تنه په دریو ګروپونو کې له وسلو او مهماتو سره د بريد ځايونو ته رسيدلي دي.

طالب سرتېري بريدګر
طالب سرتېري بريدګر

طالبان وايي جې په دې بريد کې له ۲۹ ساعته جګړې وروسته د دوی ټول ملګري وژل شوي او ۲۵۰ تنه بهرني او کورني عسکر يې وژلي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

دوی وايي چې په جګړه کې يې دېرش ټانګونه او ګڼې الوتکې له منځه وړې دي.

د کندهار امنیتي مسوولین وايي چې په جګړه کې درې امنیتي ځواکونه وژل شوي او اوه نور ټپیان دي، خو د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه بیا وايي چې په جګړه کې ۱۰ تنه د ملي اردو عسکر، دوه پولیس وژل شوي او ۱۷ د ملي اردو عسکر او څلور پولیس ټپيان دي.

ملکي تلفات:

طالبانو په دې جګړه کې له خپل اړخه د ملکي تلفاتو اړول رد کړي او ويلي يې دي چې د دوی ملګري له کره شمېر مهماتو سره د کره اهدافو لپاره سیمې ته تللي و او په دې سیمه کې ولسي وګړي ژوند نه کوي.

بل اړخ ته د کندهار امنیه قومندان عبدالرازق وايي چې په دې جګړه کې ۳۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي چې ۲۹ یې مېرمنې دي.

طالبانو هم د ملکي وګړو د مرګ ـ ژوبلې پخلی کړی، خو ويلي يې دي چې ملکي وګړي د دولتي او بهرنیو عسکرو له لوري د زهري او فاسفورس توغندیزو بريدونو له امله ټپیان شوي دي.

ياده دې وي د طالبانو په سږنیو عملیاتو کې دا د خپل ډول لومړنۍ اوږده جګړه وه، خو تر دې وړاندې د تېر کال د لېندۍ په شپږمه د هلمند په شوراب پوځي اډه کې هم طالب بريدګرو پوره څلور ورځې جګړه وکړه، چې تلفات او رسنیز پوښښ يې تر دولتي فشار لاندې پټ وساتل شو.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close