شعـــــرونه

بدانجام

پاك الله درنه خفه دى بدانجام درته غاښ چيچي
اې دنفس پيروانه  ! شيطانان لتا راضي دي

دامردارډلربه څه وي چي تا دين ورته پرې ايښى
دمؤمن ورورجاسوسي كړې يهوديان لتاراضي دي

اشغالكروډيربمباركړل چي سجدې يې ورته نكړې
تا چي سرورته خم كړى داوليوان لتاراضي دي

دتقوى لار تا پرې ايښي زاهدان لتا نفرت كړي
ساقيان تامنصف بولي شرابيان لتا راضي دي

دمغرورويرغلګروهمكاري ته خدمت وايې
وطن فروش تا اتل بولي غداران لتا راضي دي

ترهګروايې غازي ته په پرديو خپلوان وژنې
دمظلوم آه تاپسې دى ظالمان لتاراضي دي

ورك شي غبرګ لاس دي لت پت دي په شهيدوپاكووينو
يتيمان درته ښېرې كړي قاتلان لتا راضي دي

ګوډاګى نه يې نوڅه يې لږ خودې ته فكروكړه
دټوپك په زور راغلي انګريزان لتا راضي دي

څه عاشق يې څه غمخوردفاسقي ټولئ مشره
رقص بازتاته دعاكړي ربابيان لتاراضي دي

قسمخورستا طرفداردى حرامخورستاطرفدارد
رشوت خوره وزيران هم وكيلان  لتا راضي دى

دايمان مزه دي نشته دالهام دغه دعوه ده
چي ناټودي حفاظت كړي  اوزانيان لتاراضي دي

سید احسان الله الهام
2010/03/29

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x