افغانستان

ارګ: د رحمت الله نبیل استعفا مو منلې، ژر به سرپرست وټاکل شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۴): د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر اشرف غني له ډیره وخته د ملي امنیت د ریاست په لوړو چوکیو کې د تغییراتو غوښتونکی وو، خو د جګړې اوسني شرایطو دا کار ځنډولی وو، خو داچي رحمت الله نبیل خپله له د خپلي دندې استعفاء ورکړې، ولسمشر اشرف غني دغه استعفا منلې، او نن به په ارګ کې د حکومت رهبري غونډه وشي، او د خالي چوکی لپاره به سرپرست مشر وټاکل شي.

ویل کیږي چې مخکې تر مخکې لا پریکړه شوي چې د رحمت الله نبیل مرستیال مسعود اندرابي به د ملي امنیت د سرپرست مشر په توګه ټاکل کیږي.

باید وویل شي چې رحمت الله نبیل پاکستان ته د اشرف غني پر سفر او هلته د نوموړي پر څرګندونو توند غبرګون ښودلی وو، او ویلي وه «شکر زه خو په کې نه یم».

نوموړي اشرف غني یو کمزوری کس بللی وو، او ویلي وه چې ژر تر تاثیر لاندي راځي.

د سیاسي چارو شنونکی او د کابل پوهنتون استاذ فیض محمد ځلاند پر خپل فیسبوک پاڼه د نبیل د استعفا په اړه ویلي:

نبیل استعفا نه ده کړې، بلکې د پاکستان(ای ایس ای) په غوښتنه له دندې لرې یا استعفا ته اړ شوی دی.
نبیل صیب د ملي وحدت د کمزوري حکومت د مشروعیت وروستی مورچل و. ټول ملي سیاستوال، ځوانان، روڼ اندې او ملتپال افغانان باید ژر تر ژره په یو ټغر را ټول شي. ډیر ژر به د واک خلا او د حکومت تشه رامنځته شي، مسوول سیا ستوال باید ددې تشې د ډکولو په لټه کې شي.
د اندیښنو د خپرولو پر ځای باید د افغان سیاست د رغیدو او ملي ګټو د خوندیتوب ګډ تکل ترسره شي.

افغان ژورنالیست او د اریانا ایف ایم عمومي مدیر خوشحال آصفي خپل پر فیسبوک پاڼه لیکلي:

یکی از خواسته های دیرینه و مهم پاکستان توسط متفکر دوم جهان آقای غنی امروز رسما تحقق یافت
رحمت الله نبیل رییس عمومی امنیت ملی افغانستان استعفا داد ( متفکر صاحب غنی ستا دا ټول کارونه به ثبت د تاریخ شي او تاریخ به ‌‌ډیر بد او خطرناک قضاوت په تا وکړې ) بس صبر کوه
الله دی زما لاس ټوتی ټوتی کړې چی تاته مې رایه درکړه (افسوس افسوس افسوس )
ما ستا په پیژندنه کی واقعآ لویه اشتباه وکړه.

ګمان کیږي چې د ملی امنیت د رئیس رحمت الله نبیل استعفا به د حکومت پر راتلونکي بد اغیز ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
allahdad

فرتوگ یی سوری فری ورته راور #سی هره سوره یی گندی ژاورزینه

عبدالرحمن زاهد

نبیل یګانه کسی بود که کندز را خراب کرد وبرای نیروی امریکا دستور داد تا شفاخانه بی مرز را بمبار نماید باید محکمه شود

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x