چینایانو په ذهن کنټرولیدوونکی موټر جوړ کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۱۹مه ۱۳۹۴ل): د موټر جوړولو صنعت ډیر په چټکۍ سره په بدلیدو دی. له دې وړاندې برقي او له چلوونکی پرته موټرونه بازار ته وړاندې شوي خو چینایانو اوس داسې موټر جوړ کړی چې په ذهن سره کنټرول کیږي.

چینايي څیړوونکی ژانګ ژاو (Zhang Zhao) توانیدلی موټر په خپل سر کې د یو اوزار په اغوستلو سره تر څو د اعصابو څپې معلومې کړي موټر چلولی. دغه ننداره د تیانجین د ښار په نانکای پوهنتون کې وړاندې شوې.

د دغې ټکنالوژۍ په مرسته د موټر چلوونکی کولی شي خپل ذهن په مرسته موټر وچلوي خو د موټر چلوونکی باید یو ډول اوزار په سر کې واغوندې تر څو د اعصابو څپي موټر ته انتقال شي.

د راپورونو پر بنسټ د نانکای پوهنتون څیړونکو د چلوونکی د اعصابو څپې موټر ته انتقالولو لپاره له ۱۶ الیکتروانسفالوګرام (Electroencephalogram) سنسرونو څخه کار اخیستی. له هغې وروسته هغوي داسې یو کمپیوټري سیستم جوړ کړی چې دغې څپې ترجمه او په اوامرو بدلوي.

څیړوونکي ادعا کوي چې له دغې ټکنالوژۍ څخه د موټر مخکې، وروسته، بندولو او خلاصولو لپاره استفاده کیدلی شي. له شک پرته دغه یوه اغیزناکه ټکنالوژي ده خو دا لومړی ځل نه دی چې دغه کار ترسره شوی.

په ۲۰۱۱ کال کې د اټونومس (AutoNOMOS) د څیړوونکو یوه ډله دې ته ورته ټکنالوژي په یو فولکس واګن موټر کې نندارې ته وړاندې کړی و. په هغه ټکنالوژي کې هم دغې ټکنالوژۍ ته ورته د څپو ترلاسه کولو اوزار ته اړتیا و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د