ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۳۵) – وخانده!

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن (مارزک)

برابر او لږه خندا د غمونو لپاره دارو او د ناکراریو لپاره یو ملهم دی، دا ډول خندا د زړه او روح په خوښۍ کې نااشنا رول لری، ابودردا رضی الله عنه ویلی دی: ” زه له دې امله خاندم، چې زړه مې ډاډ ومومی. ”

رسول الله ﷺ هم کله نا کله داسې خندلی، چې غاښونه مبارک یې ښکاره شوی، دا ډول خندا د هغو هوښیارانو نښه ده، چې د نفسې ناروغۍ درمل لری، د خوښۍ انتها ارام او د سکون پوره بڼه خندا ده.

ښایې باید په خندا کې له افراط څخه کار وانخلو، ځکه چې ډېره خندا زړه وژنی او متوسطه خندا د غمونو لپاره دوا ده.

په حدیث کې راغلې: ( ډېره خندا زړه وژنې. )

له دې امله باید په منځلارۍ ډول وخاندو، رسول الله ﷺ ویلی:

” له مسلمان ورور سره په خندا مخامخ کېدل صدقه ده. ”

( فَتتَبَسَّمَ ضَاحِکًا مِّنْ قَوْلِهَا )
” د هغه په خبره ( سلیمان علیه السلام ) وموسکېده او ورو یې وخندل. ”

ښایې په چا پورې د ملنډو او استهزا له خندا ډډه وکړئ:

( فَلَمَّا جَآءَهُمْ بِایتِنَآ اِذَا هُمْ مِّنْهَا یَضْحَکُوْنَ )
” بیا کله چې هغه زموږ نښانې هغو ته وړاندې کړې، نو هغوی ورپورې ( په کړس کړس ) وخندل. ”

جنتیانو ته چې په جنت کې کوم نعمتونه ورکول کېږی، یو له هغو څخه خندا هم ده:

( فَالْیَوْمَ الَّذِیْنَ امَنُوْا مِنَ الْکُفَّارِ یَضْحَکُوْنَ )
” نن مومنان پر کفارو خندا کوی. ”

عربانو به خندېدونکی خلک ستایل او دغه خوی به یې د هغوی د سخا، اخلاص او غوره اخلاقو نښه ګڼله، چې په اړه یې شاعر ویلې:

تراهُ اذا ما جئتهُ متهلِّلاً
کأنکَ تعطیهِ الذی أنت سائلهُ

“کله چې د هغه څنګ ته ورشې، نو دومره به وخاندې، ګوندې کوم څیز چې ترې غواړې، بېرته یې هغه ته ورکوې. ”

حقیقت دادې، چې اسلام په عقایدو، عباداتو او اخلاقو کې پر منځلارۍ ولاړ دی، له دې امله تریوتندی، تنګ زړه او په کړس کړس خندا د اسلامی ادابو څخه خلاف کار دی، بلکې د مسلمان شان دا دې، چې هوښیار، باوقاره او خوښ اوسی، او د خپل روح د ارام لپاره لږه خندا وکړی، ابو تمام شاعر ویلی:

نفسی فداءُ أبي علیِّ انهُ
صبحُ المؤمِّلِ کوکبُ المتأمِّلِ
فَکِهٌ یجمُّ الجدّ أحیاناً وقدْ
ینضُو ویهزلُ عیشُ من لم یهزلِ

” له ابو علی نه ځار شم، چې د هیله من لپاره د سهار ستوری دی، او یو داسی ستوری دی، چې تل په فکر او چورت کې ډوب وی، کله وخاندی او کله جدی شی، کله کله ټوکې هم کوی؛ خو ټوکې یې عادت نه دی. ”

تندی تریو ساتل ددې خبرې دلیل دی، چې په طبعیت او مزاج کې نرمی نه لرې، او زړه دې تنګ دی.

( ثُمَّ عَبَسَ وَ بَسَرَ )
” بیا یې تندې تریو کړ، او خوله یې بړوسه کړه. ”

شاعر ویلی:

” تندی یې د کبر له امله داسې تریو دی، لکه چې له اوره ډک وی، دوی داسې خلک نه دی، چې له خپلو ځانونو څخه داسې ځلانده ستوری جوړ کړی، او په رڼا کې یې خلک سفر وکړی. ”

احمد امین په ” فیض الخاطر ” کې وایې:

” خنده رویه خلک یوازې د خپل ځان په اړه نېکمرغه نه دی، بلکې هغوی تر نورو ډېر کار کوی، او درانه مسؤولیتونه په غاړه لری، د مصیبتونو او ستونزو غوره مقابله کوی، او د خلکو لپاره ګټور او ستر کارونه کوی. ”

که څوک اختیار راکړی، چې د ډیر مال، ستر منصب او د یو خوښ او ډاډمن ژوند ترمنځ ټاکنه وکړم!؟ نو زه به دویم خوښ کړم.

هغه مال او ښکلا چې تریوتندی ورسره مل وی، څه ګټه لری؟ د زړه له تنګۍ سره به په ډېر مال او منصب څه وکړې،؟ خو که څوک لومړی وټاکی، د مثال به د هغه چا په څېر وی، چې تازه تازه یې خپل ګران ملګری خاورو ته سپارلی وی، او په بېلتون یې غمجن وی، نو د ژوند مال او اسباب به د هغه څه په ګټه وخوری؟ کومه ښځه چې ښایسته وی، او اخلاق ونه لری، له کوره یې دوزخ جوړ کړی وی، نو تر ده هغه بدرنګه ښځه زر چنده غوره ده، چې د ښه خوی له امله یې له کور څخه جنت جوړ کړی وی، ځکه ظاهری او نمایشی خندا او ښکلا نه څه ارزښت لری او نه څه ګټه.

انسان باید تل موسکی وی، ځکه ټول چاپېریال یې خوښ او نېکمرغه دی!

باغونه او ګلان، دریابونه، اسمان او مرغان، هر څه خوښی خوروی، انسان په فطری ډول خوښ مزاجه دی؛ خو کله چې د ځان غوښتنې تمې او شرارت تر اغېزې لاندې راشی، نو تندې یې تریو او له فطرت څخه لرې شی.

له همدې امله تند خویه انسان نشی کولای، چی په کایناتو کې ښکلا درک کړی، څوک چې پاک زړه ونه لری، هغه ته ټوله نړۍ ناپاکه ښکاری، ځکه هر انسان دنیا ته د خپل فکر، عمل او انګېرنو له نظره ګوری، که عمل یې ښه او فکر یې سم وی، نو دنیا به هم ورته پاکه ښکاری، او که د زړه هنداره یې ناپاکه وی، هر څه ورته تور او خیرن تر سترګو کېږی.

ځینې داسې خلک هم شته، چې هر څه ورته د بدمرغۍ په جامه کې پټ ښکارې، او داسې خلک هم شته، چې هر څه ته نېکمرغی وربښې!

په کورونو کې همداسې ښځې وی، چې یوازې خطا او بدی یې تر سترګو کېږی، پیاله ولی ماته شوه؟ ډوډۍ کې مالګه ولې زیاته شوې؟ د کوټې په کونج کې پروت پر یوه کاغذ یې سترګې ښخې شی، هر چا ته کنځل پیل کړی، په کور کې هر یوه ته بدې ردې وایې، او تل جنګ ته تیاره وی، ښکاره ده چې داسې ښځه به له کوره دوزخ جوړ کړی، او که په کور کې یو داسې سړی اوسې، چې په هره خبره کې چینجی لټوی، هرې غلطۍ ته یې پام وی، او تیار همدې ته ناست وی، چې څوک غلطی وکړی، او دی پرې چغې ووهی، یا په یوه شی کې ورته د ګټې څرک ښکارېده؛ خو تاوان ور ورسېده، نو په رڼا ورځ به یې سترګو ته توره شپه شی!
ځینې داسې خلک هم شته، چې د شرارت او بدمرغۍ په خورولو کې پیاوړی وی، له وړې خبرې به لویه کیسه جوړه کړی، او په مبالغه کولو کې به هسې یو خوند احساسوی، له وړې دانې به لویه ونه جوړه کړی؛ خو د خیر کارونه به یې له لاسه نه کېږی، که ټوله نړۍ هم ددې ډول خلکو شی، بیا به هم خوښې او ډاډ ترې ترلاسه نه کړی.

ژوند یو فن دی، یو داسې فن چې زده کړه یې کېدای شی، د انسان لپاره دا غوره ده، چې په ژوند کې د ګلانو، خوشبویۍ، مینې او محبت لپاره هڅه وکړی، نه دا چې جیبونه او بانکونه له خپلو پیسو ډک کړی!

هغه ژوند به څه خوند ولری، چې یوازې د مال په راټولولو کې تېر شی، او د رحمت او محبت، ښکلا او نېکمرغۍ لور ته پکې هېڅ پاملرنه ونشې؟

ډېر خلک سترګې پرانېزی؛ خو د ژوند خوښۍ نشی لیدلای، یوازې دینار او درهم په نظر ورځی، خوندور باغونه، ښکلی ګلان، چینې او مارغان یې تر سترګو تېرېږی؛ خو پام یې یوازې د پیسو را غونډولو ته وی، پکار خو دا وه چې دوی پیسه ددې لپاره ګټلای چې خپل ژوند پرې نېکمرغه کړی؛ خو دوی ژوند ددې لپاره تېروی، چې پیسې وګټی، نو چا چې یوازې د پیسو ګټل د ژوند مقصد وګرځاوه، نېکمرغې یې له لاسه ورکړه، سترګې موږ ته د دې لپاره راکړل شوی، چې د کایناتو ښکلا پری وګورو؛ خو موږ یې یوازې په پیسو پسې نښلوو او اصل مقصد راڅخه په ځای پاتې کېږی!

زړه او روح ته تر ټولو تاوانی څیز ناهیلی ده، که څوک غواړی چې تل خوښ او موسکې وی، له ناامیدۍ سره دې مقابله وکړی، ځکه خوښې او ارام ټولو خلکو ته ورپه برخه شوی، د بری د ترلاسه کولو دروازې د ټولو پر مخ پرانیستل شوی، بس یوازې ځان ورسره عادت کړه، چې نوې هیلې را پیدا کړې، او د مستقبل په اړه د خیر امید ولرې!

که دا فکر ولرې، چې ته د وړو کارونو د سر ته رسولو لپاره پیدا شوی یې، نو په ژوند کې به یوازې همدا واړه کارونه ترسره کوې! او که دا فکر ولرې چې ته د سترو کارونو د ترسره کولو په خاطر پیدا شوی یې، نو یوازې د همدې فکر پر بنسټ به دومره همت په ځان کې را پیدا شوی یې، نو یوازې د همدې فکر پر بنسټ به دومره همت په ځان کې راپیدا کړې، چې د لارې خنډونه به لرې او غرونه به څېرې کړی، او خپل ستر مقصد به ترلاسه کړی!

په ژوند کې به ډېر ځله له دغې تجربې سره مخ شې، لکه که یو څوک د سل مترۍ مسابقې د منډې میدان ته ور دانګی، نو تر سل متره منډې وروسته به ستړی شی؛ خو که څوک د دوه سوه مترو مقابلې ته ودانګی، نو په دوه سوو مترو کې به ستړی کېږی، دا ځکه چې نفس په هماغه اندازه تا ته همت دربښی، څومره یې چې ته اټکل کوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x