نظــر

د شهیر دبې شرمانه لیکنې په ځواب کې

آفرین شهیر وردګ صاحب په ټول افغان کې مې ستا لیکنه او قضاوت  ولوست ، شاباس دې درباندې وي ، رښتیا هم دپښتنې مور دشیدو او دمسلمان پلار دزویتوب حق باید همداسې اداء شي ، دا خو څه کوي چې دوطن مور دې هیره کړه او خپل ځان او ژوند دې   دبلژیکي سپیانو سرویس ته وقف کړ ، اوس په همدې ذلت او ضلالت هم اکتفاء مه کوه او په پوره بي شرمۍ دبلجیمي ژوند د ذلت له تل څخه دشریف افغانستان دشریفو افغانانو په نامه پیغورونه رالیږه ، افرین شهیره   ارمان مې هغه کارتوس دي چې پلار به دې ستا دزیږیدو په ورځ  هوا ته شړلي وي .

د سرلوړي افغانستان او متدین وردګ وطن  له یوه زوی سره خو دانه ښایي ، چې دخپل قام ترټولو ویاړلي او داسلام او وطن په ننګ ځانځارونکي زلمي ته  د ( خــ  ..  مرګي ) اصطلاح وکاروي ، العیاذ بالله دا څومره حماقت دی ، داڅومره لیونتوب دی ، آیا یوازې  ته دسپیانو دسرویس کارکوونکی هوښیار یي او نور ټول ددین او استقلال په ننګ راپاڅيدلی وردګ اولس  کم عقل دی ، چې اوس ورته له هماغه ځایه لارښوونې رالیږې  .

په هره خبره کې هیرامنډیي ، هیرامنډیي  راشه په قسم درته وایم په درست وردګ او افغان اولس کې وګرځه هرفرد فرد مجاهد او عام افغان وپوښته چې دهیرامنډي په معنی پوهیږي یا  آی ایس آی پیژني ، دا نوم په والله چې موږ یوازې له تاسو څخه اورو ، فکر کوم ستاسو هلته بل کار نشته او ټول ورځ مو همدا  دفاحشه خانو وظیفه اجاره کړې ده ، نوځکه په نورو هم همداسې ګومان کوئ ، لعنت مو دې اصطلاح شه چې دامردار الفاظ نه یوازې په خپلو ژبو او په لیکنو کې په ډيره بي شرمۍ یادوئ او بیا یي مجاهدینو ته هم منسوبوئ .

څه فکر کوې چې په دې خبرو به وطن جوړ کړې ، که به مجاهدین او طالبان مات کړې، ستاسو په منطق خو موږ ترپایه ونه رسیدو ، کله دګدایانو او نرښځیو غوندې ساندې او زارۍ کوئ او کله بیا دفاحشو غوندې بې حیاء ، سپکې او بې عزته خبرې کوئ .

که طالب یوځل دپردي مزدور وي ، نو بیا تاسو بیشرمان ولې دپردو له مزدورانو سره  جرګې او سوله کوئ او هره ورځ ورته  دعذر ځولۍ غوړوئ  ، ایا دا  ذلت بار دریځ دشرم وړ نه دی ، زما خو ستا په منطق سر خلاص نه شو ، داچې ته په عام محضر کې دلوستونکو ترمخ ددین او وطن په مدافع مجاهد ته دخره اصطلاح کاروې فکر کوم په خپله  ترلکۍ خر یې ، ځکه انسان کله هم داسې کار نه کوي او نه دومره په عام محضر کې پرتوګ  اچوي .

شهیره ستا ذلت باره دریځ خو ماته له څو کلونو رامعلوم دی ، چې پرته له شرم او فضیحت څخه بل هیڅ هم په لاس نه دي درغلي ته ماته  دهغو ضمیر فروشو له ډلې ښکاره شوې ، چې ددې لپاره چې دغرب په درګاه قبول شي او دپناه درخواست یي ومنل شي ، په ارتداد هم نه شرمیږي او روزانه  یو ځل په انلاین نړۍ کې پرتوګ وباسي ترڅو یې خلک سپک کړي ، او بیا خپل همدغه دسپکاوي مناظر غربي ولینعمتانو ته دخپل فسق او ارتداد داسنادو په شکل وړاندې کړي .

آبله ورځ  مې خبر ولوست چې بلجیم ، ناروې او ځیني نورو هیوادونو دګڼ شمیر افغانانو په تیره پښتنو درخواستونه رد کړي دي ، شایدتاسو هم په هغه لست کې یاست نوځکه مو دې ناروا لارې ته  ملا تړلې .

شهیر /حلیم / ډبلیووردګ  او . . .  څومره چې ستا خوی او فطرت ماته رامعلوم دی ، ستاسو خو هیڅ شرم نشته او نه  په شرم پوهیږئ ، زه نور له تاسره خبرې پای ته رسوم خو نن مې چې په ټول افغان کې ستاځیني لیکنې ترنظر تیرې شوې غواړم دلته پښتنو افغانو لوستونکو ته وښیم  چې تاسو څومره دروغ ویلي او ترکومه حده سپین سترګي یاست .

ــ   شهیرسګ شوی په یوه لیکنه کې ویلي چې دافغانستان مجاهدین هغه څوک دی چې پاکستاني ملایانو ورته  دهیرامنډیي له څنګه د جګړې درسونه ویلي او دده په اصطلاح تیرایستلي یي دي .

دیوې دقیقي احصایې له مخې یوازې دوردګو دسیداباد په ولسوالۍ کې ۱۷۸۷  مسلح مجاهدین شتون لري ، که چیرې دافغانستان نورې  په سلګونو ولسوالۍ پرې ورقیاس کړو نو دافغانستان په سطحه یوازې دبالفعل مسلحو مجاهدینو شمیر  لکونو ته رسیږي ، آیا له شهیر پرته  به دبل چا عقل دا ومني چې دومره کسان دي څوک تیرباسي او دمرګ لوبې ته دې اماده کړي ؟

ـــ شهیر سګ شوی ویلي  چې دوردګو خپل خلک مجاهدین نه دي بلکې دلته په لومړي ځل کندهاریانو او هلمندیانو جهاد شروع کړ .

دغه دروغجن ته به ووایو چې آیا دیرغل په لومړي او دوهم کال په سیداباد کې مولوي عبدالباقي وردګ ، عبدالصمد وردګ ، عزت الله الهام وردګ ، مولوي کریم وردګ ، خلیفه عارف وردګ ، مولوي ملنګ وردګ  ، په چک کې شهید آمر غلام علي وردګ ، مولوي حامد وردګ ، مولوي محمودشاه وردګ ، شهیدقومندان شیرخان وردګ ،  په جلګه کې عبدالغني وردګ ، ملامحي الدین وردګ ، مولوي صدرالدین وردګ ، شهیدمولوي عبدالحق وردګ  او په جغتو کې قاري عبدالرزاق وردګ ، حاجي سلیمان وردګ ، شهیدمصطفی وردګ او شهید ملانظام الدین وردګ د امریکا ضد جهاد له تاسیس کوونکو څخه نه وو ؟  هوکې بلکې همدغه قهرمانان وو چې دروس ضد جهاد غوندې یي دامریکا په خلاف هم  دمحمدجانخان وردګ او خپلو نورو تاریخي قهرمانانو یاد راژوندی کړ ، او سیداباد یي دکفر لښکرو ته په پل صراط باندې واړاوو .

خو داچې شهیر سګ شوی له دې ټولو رښتینو واقعاتو ناخبره دی او یا سترګې ورباندي پټوي معلومیږي  ، چې نوموړي اوس  پخوانی ځیږ ، متدین  او سوچه وردګي اصالت بایللی او بشپړه ډول دبلجیم په رنګ لمبیدلی دی ، نوځکه  دوردګو په یوولس کلونو قربانیو ملنډې وهي او دځان غوندې خپل ویاړلی قوم او وطن  هم  په سپکو نومونو یادوي .

شهیر سګ شوی ویلي چې دوردګو لپاره  دروزګان  اوسیدونکی طالبانو مسؤل ټاکلی او مکاتب یي تړلي دي .

دغه ناخبره ته به ووایو  چې لږ حیا په کار ته  دڅلویښت میلیونه انسانانو په مخکې چې ستاپه خبرو پوهیږي دروغ مه وایه ، دوردګ مسؤل  دروزګان نه بلکې دغزني  داجرستان ولسوالۍ ده چې ملاعبدالله نومیږي ، او داچې ته وایي په وردګو کې طالبانو ښوونځي تړلي ، دخدای شکر دی د وردګو دمعارف  هغه ارقام چې دمجاهدینو په سیمو کې فعالیت لري ما وموندل چې دلته به یي لوستونکو ته وړاندې کړم  چې ستاسو توره دروغجنه څيره سمه ورته رسوا شي .

د وردګو لپاره دطالبانو دمعارف دمسؤل  الحاج عبیدالله اخندزاده داخیستي احصایې له مخې چې یوه کاپي یي ددې کرښو لیکوال هم موندلي ده په وردګو کې دمعارف وضعیت په لاندې ډول دی .

د وردګو په هغو ۷ ولسوالیو او  مرکز کې چې دطالبانو دسلطې سیمه ده ټولې ۵۲ لیسې ، ۴۳ متوسطې او ۷۳ ابتدایه ښوونځي همدا اوس فعال دي چې ټول  ۹۳۵۱۳  تنه زده کوونکي په کې زده کړه کوي  ، په دې کې ۱۲ لیسې په چک کي ۷ په جلګه کې ۶ په جغتو کې ۱۳ په سیداباد کي ۹ په نرخ کي ۸ په جلیز  او ۹ په مرکز میدان کي فعالیت لري ،  دغه رنګ په همدې سیمو کې ۳۶ دارلحفاظونه ، او ۱۱۴  مدرسې هم فعالي دي .

که چیرې دمطلب داوږدیدو ویره نه وای مابه په مستند ډول دهرې لیسې ، متوسطې او ابتدایي ځای ، شمیر او نور ټول مشخصات وړاندي کړی وای او یا به مې دغه اسناد  سکین کړي وای خو متاسفانه چي  سکینر راسره نشته  .

له دې ټولو حقائقو معلومیږي  چې دغه له حیاء خلاص شهیر نامی په هیڅ هم نه شرمیږي او په سپینه ورځ په طالبانو پسې دروغ وایي ، دی ښایي مجاهدینو ته هیڅ زیان هم ونه رسوي ، خو دلوستونکو ترمخ به همیشه داسې شرمنده وي لکه ددې ځوابیه لیکنې تر کتلو وروسته چې ځان شرمیدلی او وجدان ته ګرم احساسوي .

د پښتون شعار  ( چې دروغ وایي هغه بي ایمانه وي )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x