
افغانستان
نورستان: کامدیش کې یوځل بیا طالبانو بریدونه پیل کړي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۱۹مه، ۱۳۹۴ ل): د نورستان ولایت په کامدیش ولسوالۍ کې یوځل بیا طالبانو پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي او مرګ ژوبله یې رامنځته کړي ده.
طالب ځواکونو نن سهار د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ په سپیره موړه سیمه کې پر امنیتي مراکزو او د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي دي، په بریدونو کې امنیتی ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتي او همدارنګه ځیني پوستي یې هم له لاسه وتلي دي.
طالبانو د پنځو پوستو د نیولو ادعا کړي ده.
کامدیش ولسوالي د نورستان ولایت د ناامنه ولسوالیو څخه شمېرل کیږي، څه موده وړاندي هم طالبانو په کامدیش کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل او ځیني سیمي یې د حکومتي عسکرو څخه ونیولي.
طالبان دغه بریدونه پر داسي مهال ترسره کوي چې په سویلي ولایت هلمند کې یې د خانشین ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو څخه نیولي او خپله ولکه یې پري ټینګه کړي ده.