افغانستان

جنرال رازق: ‌‌ډله ییزو بریدګرو ته په هوایې ډګر کې دننه وسلي ورکړل شوي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۱۹مه، ۱۳۹۴ ل): د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق په خپلو تازه څرګندونو کې وویل چې د طالبانو سرتیرو بریدکوونکو د کندهار هوایې ډګر د دننه څخه وسلي او مهمات ترلاسه کړي دي.

نوموړي وویل تراوسه دا نه ده معلومه چې برید کوونکو ته وسلي او مهمات چا ورکړي دي خو دوی په دې اند دي چې برید کوونکو د بهر څخه وسلي نه دي ورسره وړي بلکه د هوایې ډګر په داخل کې یې ترلاسه کړي دي، هغه زیاته کړه په دې اړه ددوی پلټني رواني دي.

جنرال عبدالرازق د خپلو څرګندونو په اوږدو کې وویل چې بریدګر د مزدورانو په جامو کې هوایې ډګر ته ننوتي او هلته یې ځانونه پټ کړي وه.

نوموړي د امنیتی کمپنیو پر کارکوونکو شک وښود او زیاته یې کړه چې کیدای شي د هغو امنیتي کمپنیو کارکوونکو به بریدګرو ته وسلي ورکړي وي چې اوس یې کمپنۍ منحل شوي او له کاره لویدلي دي.

د طالبانو ۹ تنه سرتیري بریدګر د لېندۍ په ۱۷مه نېټه ماښام مهال د کندهار هوایې ډګر ته چېري چې په زرګونو بهرني او داخلي ځواکونه مېشت دي ننوتل او هلته یې پر ګډو ځواکونو بریدونه پیل کړل، بریدونو ۲۹ ساعته دوام وکړ او په ترڅ کښي یې لسګونو کورنیو او بهرنیو سرتیرو ته مرګ ژوبله واوښتل.

همدارنګه د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د برید پر مهال ځینو ملکي خلګو ته هم ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x