افغانستان

مسعود اندرابي د ملي امنیت سرپرست مشر وټاکل شو

مسعود اندرابي
مسعود اندرابي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۴): وروسته تر هغه چې د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل د ولسمشر اشرف غني سره د شدیدو اختلافونو پر سر استعفا ورکړه، ولسمشر اشرف غني په ارګ کې د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله په ګډون بیړنۍ امنیتي غونډه را وبلل او اعلان یې وکړ چې د ملي امنیت ریاست به د رحمت الله نبیل مرستیال مسعود اندرابي ته سپاري.

رحمت الله نبیل چې د تیرو پنځو کلونو څخه د ملي امنیت عمومي رئیس پاته شوی، تیره ورځ یې پاکستان ته د اشرف غني پر سفر او هلته پر څرګندونو کلکې نیوکي وکړې او بیا یې نن ورځ خپله استعفا نوموړي ته وړاندي کړه.

رحمت الله نبیل ولسمشر اشرف غني کمزوری شخصیت بللی وو  او زیاته کړې وه چې د پاکستان د ۲۱ توپونو په هرکلي او نواز شریف په خبرو غولیدلی.

نوموړي د اشرف غني پر څرګندونو د کلکو نیوکو وروسته ویلي وه ، «شکر زه خو په کي نه یم».

ولسمشر اشرف غني په پاکستان کې د وینا پر مهال  اعتراف کړی وو چې د پاکستان د تحریک طالبانو مشر په افغانستان کې دی، دوی یې د نیولو او پاکستان ته د سپارلو هڅه کوي.

ددې تر مخه د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي وه چې اشرف غني له ډیره وخته غوښتنه لرل چې د ملي امنیت په مشرتابه کې بدلون راولی، خو په هیواد کې د روان امنیتي وضعیت په خاطر یې دغه بدلون ځنډولی وو، خو داچي رحمت الله نبیل خپله استعفا ورکړه، ولسمشر ومنله.

رحمت الله نبیل ولسمشر اشرف غني ته په خپل استعفا لیک کي لیکلي:

«له بده مرغه په تېرو څو میاشتو کې سربېره پر دې چې له ځینو پالیسیو سره موافق نه وم، داسې شرایط راباندې تحمیل شول چې زما وظیفوي ساحه یې محدوده کړه، همدارنګه د اعتماد فضا په مختلفو دلایلو خړه پړه شوه، چې له کبله یې ستاسو فشارونه تر حد واوښتل او پرلپسې مو په شفاهي ډول له ما څخه د استعفاء غوښتنه کوله. دا ټول د دې لامل وګرځیدل چې زه له دغې دندې لاس په سر شم».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x