د سوریې جګړه پراخیږي
د سوریې ۲۳ میاشتنی جنګ تیره ورځ یوه بل پړاو ته داخل شو، داسرائیلو جنګي الوتکو دسوریي فضایي حریم مات کړ او ددې ملک دننه یي اهداف په نښه کړل ، تراوسه دقیقا معلومه نه ده چې اسرئیلو په څه شی بمبار کړی ، اسرائیل وایي هغه پوځي کتار یي په نښه کړی چې په لبنان کې یي حزب الله ډلې ته توغندي رسول ، خو سوري چارواکي وایي اسرائیلو دپوځي څیړنو یو مرکز په نښه کړی دی .
په سوریه داسرائیلو دبرید په اړه روسیې ، لبنان او حزب الله خورا جدي غبرګون وښود او دایي یو مستقیم یرغل اود بین المللي قوانینو سرغړونه وبلله ، امریکایي چارواکو یوازې دومره وویل چې دبرید نه مخکې اطلاع ورکړل شوې وه ، خو دبرید په اړه یي ډیر څه ونه ویل ، ایران چې په سوریه داسرائیلو برید یي پخوا په ایران برید بللی وو ، تراوسه چوپ پاته دی ، څيړونکي وایي ښایي ایران او سوریه له اسرائیلو سره په مخامخ ډول چلند ونه کړي بلکې له حزب الله سره دوسلو په مرسته به اسرائیلو ته ځواب ووایي .
په هرصورت دتیرې ورځې برید یو پيل بلل کیږي ، او داسې معلومیږي چې دسوریې جګړه نور نوي ابعاد خپلوي او د لاپراخیدو امکان یي لرې نه بریښي .
دوروستیوشمیرو له مخې دسوریې په جګړه کې تراوسه ۶۰ زره کسان وژل شوي او لکونو نور بې کوره شوي دي ، سوریه عملا دروس او امریکا ترمنځ دکشمکش په ډګر اوښتې ، تراوسه دقیقا نه شي ویل کیدای چې ددې بحران پای به څه وي .