افغانستان

حامد کرزي هم په پاکستان کې د اشرف غني څرګندوني رد کړې

نن ټکی اسیا (جمعه ۲۰ قوس ۱۳۹۴): د افغاني پخواني ولسمشر حامد کرزي په پاکستان کې د اشرف غني هغه وینا رد کړه چې په هغه کې یې د وزیرستان خلک پاکستاني اتباع بللي وه.

په دې اړه د نوموړي د دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼې کې ویل شوي چې حامد کرزي د جمهور رئیس غنی هغه وینا چې د وزیرستان خلک یې پاکستانی بللی رد کړه.

باید وویل شي چې د ملي امنیت د پخواني مشر رحمت الله نبیل چې تیره ورځ یې استعفا ورکړه، د کلک مخالفت وروسته حامد کرزي هم د اشرف غني د څرګندونو په خلاف خپل نظر څرګند کړ.

رحمت الله نبیل په افغانستان کې د ملا فضل الله د شتون په اړه د اشرف غني وینا ناسمه بللې وه، او ویلي وه چې نوموړی د پاکستان له اړخه د تود هرکلي څخه اغیزمن شوی.

حامد کرزي د اشرف غني پر نورو څرګندونو چې په هغه کې د وزیرستان د سیمي پښتانه پاکستانیان بللي وه، خپل نظر څرګند کړی.

په دې اړه نن ټکی اسیا ته د حامد کرزي له دفتره را رسیدلې خبرپاڼه په لاندي ډول ده:

حامد کرزي د جمهور رئیس غنی هغه وینا چې د وزیرستان خلک یې پاکستانی بللی رد کړه.

حامد کرزي د دې تر څنګ چې د پاکستان اسلامي جمهوریت ته د افغانستان د جمهور رئیس داکتر محمد اشرف غني د وروستۍ سفر په هکله یې هیله څرګنده کړه وې ویل تمه لري چې دغه سفر به په سیمه کې د سولې او ثبات او د دواړو هېوادونو تر منځ د حسنه روابطو د لا زیات ټینګښت زمینه برابره کړي خو د جمهور رئیس اشرف غني هغه وینا چې د وزیرستان خلک یې پاکستاني بللي په کلکه رد کړه.

حامد کرزی د ډیورند کرښه د انګلیس د استعمار له خوا د افغانستان پر ټټر یوه تپل شوې کرښه بولي او زیاتوي چې په همدې دلیل هم دغه کرښه هېڅ وخت د افغانانو له لورې نه ده منل شوې.

حامد کرزی زیاتوي د وزیرستان خلک د جګړو او بمباریو له امله خپل کورونه او جایدادونه له لاسه ورکړل او اړ شول چې د ډیورند کرښې دې غاړې ته استوګن شي چې په حقیقت کې له خپل یوه کور څخه خپل بل کور ته کډه شوي دي.

نو په دې اساس د وزیرستان خلک پاکستاني مهاجر نه بلکې لکه هر بل افغان د دې خاورې کامل حقدار دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرحمن زاهد

کرزی امروز باز چرس دود کرده با لای متفکر سیاست میکند متفکر باید خبر باشد که چرسولاخان یک سیاست مدار فساد اداری است که اسم شان حامد شهرت به کرزی ریس دولت نمبر یک درفساد اداری غارت ودوزدی ازبین بردن اقتصاد افغانستان وهمچنان بچه بازی قنداری است که در افغانستان مثال ندارد

البلاغ

این یک واقعیت است هم چرس میکشد هم چپاولګران را رهبری میکند هزارها جریب زمین در کندهار وکابل به توسط برادران خود از مردم مستضعف ما غصب کرده
خذله الله تعالی

انجنر خاکریزوال

واقعا کرزی چرسی ده او که خلک ورفسی توهمت کوی که چرسی وی دا خو ډیره بده خبر ده دیوملک ریس دولت هغه بیا هم چرسی دا خو دمنلو نه ده باید دا خبر اثبات شی

مجتبی

امیدوارم هرچه زودتر پرچم سفید یک تا پرست خوش اقبال
دوباره ظهور کنند. ان شاالله

مجتبی

دلم به دردمیاد وقتی که میبنم اینطوری آواره ایم
اما یک چیز ی خیلی خوشحالم میکنه
که مسلمان م. یک افغانم
یک رهبر دارم مثل عمرالثانی یا همان رهبر فقید محمد عمر مجاهد رح
که توکلی دنیانشانداد که افغانستان یک کشور مثل خورشید تو اسلام است
افتخار میکنم به امیر جدیدم ملا محمد اختر منصور
که روزها یک بار دیگر ی کفار دنیا به زانو در آوردند
لبیک مجاهدین اسلام

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x