ټولنیزه برخه

د هوښيارانو هوښيارې خبرې

 م، نجم الرحمن (فضلي)

(۱) د کم عقلو خلکو هيڅ دوست نه وي.

(۲) په جونګړه کې له امن سره اوسيدل په محل کې د بد امني له اوسيدو بهتر دي.

(۳) کله چې د راز محافظين زيات شي هغه ډير زر افشا کيږي.

(۴) يو صحت مند ګداګر له مريض بادشاه څخه ډير خوشحال وي.

(۵) چيرته چې ګلونه ډير وي، هلته زهرجنې مچۍ هم ډيرې وي.

(۶) زمکه زمونږ د ټولو مور ده، يوه ورځ به ضرور د هغې غيږې ته ورځو.

(۷) حليم اوسه ! مګر د غلامۍ تر درجې مه رسيږه.

(۸) د کاميابي زينه د ناکامي له اړکيو جوړه شوې.

(۹) لوی کار د لوی سوچ نتيجه وي.

(۱۰) جال که هر څومره لوی وي، خو مرغۍ په يوه سوري کې نښلي.

(۱۱) د معشوقې زلفې د عاشق عقل او پښو ته ځنځيرونه دي.

(۱۲) د سترګو څښتن هغه څوک دی، کوم چې خپل ځان ويني.

(۱۳) کله چې د اوبو لار بنده کړی شي نو هغه نورې نوې ليارې جوړه وي.

(۱۴) کوم سړی چې څومره ډيرې خبرې کوي، هومره کم عقل دی.

(۱۵) د شاتو په يوه څاڅکي سره تاسو ډير مچان نيولای شی.

(۱۶) وخت بې رحمه او حقايق ترخه دي.

(۱۷) چيرته چې غيبت وي، هلته رحمت نه وي.

(۱۸) هر اوښيار او ښه انسان مخلص وي.

(۱۹) چيرته چې مالګې ته ضرورت وي، هلته له بورې څخه کار اخيستل نه دي پکار.

(۲۰) په امن کې د وچې ډوډۍ خوړل په نا امنه ښار کې د پلاو له خوړولو بهتر دي.

(۲۱) هغه خيمه چې پرده ولري د فتنو له محل څخه بهتره ده.

(۲۲) د مشرتوب هوس مه کوئ، په مشرتوب کې تکليفونه وي.

(۲۳) فاسق، ناروغ، پوره وړی، غمګين، بندي او مجبور نشي خوشحاله کيدلای.

(۲۴) قرباني او کاميابي سره لازم ملزوم دي، چيرته چې قرباني نه وي هلته
کاميابي هم د عنقا په څير وي.

(۲۵) فتحه د هغو خلکو قدم ښکلوي، کوم چې په فتحې يقين لري.

(۲۶) بام ته په ختو کې د زينې په لومړنی پوړۍ قدم ايښودل ضروري دي.

(۲۷) د لوړ غره سرته په کرار کرار ختل پکار دي.

(۲۸) له پلان جوړولو پرته په هيڅ کار کې کاميابي ممکنه نه ده.

(۲۹) هره ننی ورځ د پاتې ژوند لومړی ورځ ده.

(۳۰) د وخت د ضايع کولو په وخت کې دا په ياد ولرئ چې وخت تاسو هم ضايع کوي.

(۳۱) وخت، هوا او دولت تل بدليدلای شي.

(۳۲) که چيرته له خپل ژوند سره مينه کوی، نو له وخت سره مينه وکړئ.

(۳۳) د وخت ساتنه يواځې ژوندي قومونه کولای شي.

(۳۴) خوش طبعيته انسان د ماتو زړونو لپاره دواء دی.

(۳۵) په خوش طبعيتي سره د نورو په زړونو کې ځای موندل کيږي.

(۳۶) خوش طبعيتي يو ګل دی، د کوم خوشبويي چې هر چا ته ورتلای شي.

(۳۷) بد مزاجه انسان له خپلو څخه پردی وي، او خوش طبعيته پردي راخپلوي.

(۳۸) مطالعه د غم او مايوسي بهترين علاج دی.

(۳۹) د دماغ لپاره مطالعه دومره ضروري ده لکه (د للمې پټي چې غواړي بارانونه).

(۴۰) د ورزش په کولو سره جسم او د مطالعې په کولو سره دماغ مضبوطيږي.

(۴۱) د مطالعې په کولو سره په ذهن کې وسعت راځي، له تنګ نظري او عصبيت څخه خلاصيږی.

(۴۲) ښه خوراک او ښه ماحول له ډاکټر څخه ډير ګټور دي.

(۴۳) کم خوراک او مناسب آرام بهترينه دوائي ده.

(۴۴) د صحت له قوانينو سر غړونه جسماني ګناهونه دي.

(۴۵) مايوسي د انسان تر نيمايي زياته وينه کمه وي.

(۴۶) مايوسي د انسان تر ټولو لوی دښمن او د خدای تعالی عذاب دی.

(۴۷) ستاسو د مايوسي ذمه وار هيڅوک نه دي، بلکې تاسو په خپله ياست.

(۴۸) هيڅوک يو ناڅاپه بدکاره نشي جوړيدلای.

(۴۹) ښه جوړيدل مشکل او بيکاره جوړيدل آسان دي.

(۵۰) دا ضروري نه ده چې کوم انسان په ظاهره ښه وي هغه دې په باطن کې هم ښه وي.

(۵۱) بيکاره انسان به له بيکارتوب پرته تاسو ته څه درکړي؟

(۵۲) د چا چې اخلاق بد وي خلک د هغه په مرګ خوشحاله کيږي.

(۵۳) بدترين انسان هغه دی کوم چې د توبې په اميد ګناه کوي.

(۵۴) په بيکاره اعمالو اعتراف د ښو کارونو ابتداء ده.

(۵۵) له نورو سره د نيکي کولو په وخت کې پوه شی چې دا مو له ځان سره وکړه.

(۵۶) نيکي علم دی او بدي جهالت.

(۵۷) يوه نيک سړي ته ټوله دنيا مورنی وطن دی.

(۵۸) هيڅوک د بل چا د غم سمه اندازه نشي لګولای.

(۵۹) د غم بهترين علاج مصروفيت دی.

(۶۰) غم د ټولو مرضونو جړ (ولې) ده.

(۶۱) په مصيبت کې وارخطا کيدل په اخيري درجه مصيبت دی.

(۶۲) تعليم يافته زوی د والدينو لپاره بهترين اشتهار دی.

(۶۳) ماشوم د تنقيد په ځای له تقليد څخه ډيره زده کړه کولای شي.

(۶۴) مور او پلار خپلو بچيانو ته له ښو اخلاقو بهترينه تحفه نشي ورکولای.

(۶۵) د بچيانو سالمه روزنه تر هر څه ښه سرمايه ده.

(۶۶) د ماشومانو لپاره لوبې کول دومره ضروري دي لکه د ګل لپاره د لمر غوړانګې.

(۶۷) ماشومان د قوم او د هيواد سرمايه ده، لهذا د هغوی حفاظت او تربيت
ډير ضروري دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x