نظــر

د کندهار بريد د طالبانو دښمنانو ته د ستر خطر زنګ

بدر منهاج

کندهار د هيواد په جنوب کې موقعيت لري ، د افغانستان له مهمو ولايتونو څخه دی او په تير کې يې پلازمېنه يې هم پاتې شوېده .

که د تاريخ پاڼې راواړوو مومو چې له کندهار نه د هيواد او سيمې په کچه سترو خوځښتونو سر وهلی ، د کمونست ډاکټر نجيب له سقوط وروسته د خپلمنځي جنګونو ، انارشۍ ، ناامنۍ او د هيواد د تجزيې د خطر په وړاندې د طالبانو اسلامي تحريک هم له کندهار نه راپورته شو.

د طالبانو د واک په ټوله دوره کې د دوی اصلي رهبري هلته شتون درلود او اصلي مرکز يې ؤ، د بهرنيانو او د دوی په لاس د کينول شوي حکومت په ضد په روانه جګړه کې هم کندهار مرکزي حيثيت لري. د طالبانو د تحريک بنسټ ايښودنکی مرحوم ملا محمد عمر مجاهد او نوی زعيم ملا اختر محمد منصور او نور مهم مشران هم له کندهار څخه دي.

په تيرو څو کلونو کې کندهار په بهرنيو قواؤ او د دوی په افغاني دوستانو د سترو او پرلپسې بريدونو ډګر ؤ او د کندهار له ښار او د ولسواليو له مرکزونو څخه پرته په ډيرو سيمو کې يې طالبانو په اغېزمن ډول شتون درلود.

له کومه وخته چې جنرال عبدالرازق او د ده مليشو ته کندهار سپارل شوی او د هغه سيمو له خلکو سره يې چې طالبانو پکې شتون درلود سخت ظلمونه وکړل او پر وړاندې يې ډير بوګنونکي بشرضد جنايتونه ترسره کړل ، طالبان مجبور شول چې له دغه ظلمونو څخه د ولس د خونديتوب په موخه له ځينو سيمو څخه شاته شي.

په دې وروستيو مياشتو کې يو ځل بيا په کندهار کې د هيواد د نورو سيمو په څېر د طالبانو فعاليتونه او بريدونه زيات شوي او داسې معلوميږي چې نور په کندهار باندې د جنرال عبدالرازق د وحشي مليشو کنترول ورځ په ورځ سستېږي.

په تيرو څو مياشتو کې د کندهار په څو ولسواليو او د حکومت په ځينو مهمو مرکزونو د طالبانو پراخه تهاجمي او ډلئيز سرتيري بريدونه د دې حقيقت ښه مثالونه دي ، خو د بريښنا کوټ د پوليسو په مأموريت او د هوايي ډګر په نظامي برخه ډلئيزو وسلوالو سرتيرو بريدونو دغه حقيقت لا ښه جوت کړ.

طالبانو وکولای شول چې ټول فزيکي او استخباراتي کمربندونه مات او د کندهار د هوايي ډګر نظامي برخې ته چې هلته د ګډ حکومت امنيتي ځواکونه ، او بهرنۍ قواوې هم موجودې وې او له ملکي هوايي ډګر څخه شپږ کيلومتره فاصله لري ځان ورسوي ، هلته هم له امنيتي ځواکونو او له نورو استحکاماتو تير شي او د هوايي ډګر د نظامي برخې پر زړه بريد وکړي.

دغه ستر ډلئيز بريد چې نهو تنو سرتيرو طالبانو پکې برخه لرله د ناټو او ګډ حکومت د قواؤ له ټول فشار سره سره يې هم تر نه ويشت ساعتونو پورې دوام وکړ. په دغه بريد کې لسګونو تنو کورنيو او بهرنيو عسکرو او د هوايي ډګر د بېلابېلو څانګو کارکونکو ته مرګ ژوبله واوښته او مليونونه ډالره مالي خساره يې هم پر ځای پريښوده.

سره لدې چې په دغه بريد کې د ګډ حکومت چارواکو او ويندويانو د تلفاتو په اړه ضد او نقيض څرګندونې کولې او جګړه يې څو ځله ختمه اعلان کړه او بيا به پيل شوه ، چې دغه ګډوډو څرګندونو د دوی د اغفال کيدو ، وارخطایی ، په وضعيت د نه کنترول او په مديريت کې د کمزوری څرګندونه کوله.

خو په پای کې د دفاع وزارت وياند په دغه بريد کې وژل شوي کسان ۳۷ اعلان کړل او ادعا يې وکړه چې ټول ملکيان دي او د دوی پلوي رسنيو هم په مکرر ډول د دوی دغه ادعا تکراروله خو څرنګه چې د هوايي ډګر دغه نظامي برخه له ملکي ترمينل څخه لرې وه او دغلته د کورنيو او بهرنيو قواؤ نظامي هوايي ډګر، دقاطع ماموریت په نامه د بهرنيو قواؤ دقومندانۍ مرکز، ۲۰۵ قول اردو قومندانۍ، د پولیسو ۴۰۴ د میوند په نامه دزون قومندانۍ، د سرحدي پولیسو دریم نمبر دجنوبي زون قومندانۍ، او د سلګونو تنو اردو او پولیسو دقومندانانو او افسرانو کورونه او میلمستونونه دلته موجود و.

دا هم د يادولو ده چې ګډ حکومت په دغسې ځايونو کې يوازې خپلو مأمورينو ته د اوسيدلو اجازه ورکوي ، نو ځکه تر ډيره بريده د دفاع وزارت د وياند دغه ادعا له مبالغې څخه ډکه ښکاري او تر اوسه د نوموړي ادعا کومې آزادې سرچينې هم نده تائيد کړې.

همدغه راز د دغه بريد د ترسره کونکو سرتيرو طالبانو کوم غږيز پيغامونه چې په مسلسل ډول د طالبانو رسمي وياندويانو خپرول ، په دغو غږيزو پيغامونو کې تر بريدونو لاندې امنيتي ځواکونه او د دوی ټانکونه ، شوبلې او مرکزونه ښودل کيدل او ښکاره يې ويل چې دومره شوبلې يې ويجاړې کړې او دومره …

د نظامي چارو د کارپوهانو له انده د کندهار بريد د بهرنيانو او ګډ حکومت لپاره چې د جنرال رازق په مليشو يې زيات حساب کاوه ، يوه لويه ماته او ناکامي بلل کيږي او څرنګه چې دوی نه د دې ستر بريد په کشف مخکې له مخکې وتوانيدل. نه يې سرتيري طالبان ميدان ته له داخليدو څخه منع کړای شول او نه يې بريد په کم وخت کې مهار کړی شو له همدې امله يې د بريد د رواني اغيزو په وړاندې سنګر ونيو او د خپلو پلوي رسنيو په مټ يې کوښښ وکړ چې په بريد کې وژل شوي ټول بې ګناه ملکي وګړي وښيي او د سرتيرو طالبانو شمېر زيات په ګوته کړي.

لکه څنګه چې د بريد په لومړيو کې يې ادعا وکړه چې سرتيري بريدګر په اردو ژبه خبرې کوي خو کله چې طالبانو د دغه سرتيرو بريدګرو غږونه او ويډيو خپره کړه چې په پښتو ژبه يې پکې خبرې کولې نو بيا په خپلې ادعا غلي شول او تکرار يې نکړه.

دغه کارپوهان زياتوي چې که حکومت هر ډول دغه بريد تعبير کړي ، بيا هم د بريد ماهيت ته تغير نشي ورکولای او حکومت ځان ته د پوزې جوړولو پر ځای بايد د حقايقو تسليمولو ته غاړه کيږدي.

دغه بريد په حقيقت کې د بهرنيو قواؤ او ګډ حکومت لپاره د ستر خطر زنګ دی ، ځکه چې :

• په کندهار کې د واک د ټينګښت لپاره د بهرنيانو او د ګډ حکومت وروستی هيله جنرال عبدالرازق او وحشي مليشې يې داسې ښکاري چې نورې بې اغيزې کيږي ، منګولې يې په کندهار سستيږي ، خلک ترې په تنګ راغلي او نشي کولای چې د طالبانو په وړاندې ودريږي.

• دغه بريد وښوده چې د بهرنيانو او ګډ حکومت هغه استخباراتي هلو ځلو چې له طالبانو څخه يې جلا شوو کسانو ته تبليغاتي پړسوب ورکړ چندانې ګټه ونکړه ، نه يې د طالبانو مديريت کمزوری کړ ، نه يې د طالبانو په مورال کوم اغېز وکړ ، نه يې د دوی د بريدونو وړتيا کمه کړه او نه يې په دوی کې د پام وړ بيلتون راوست بلکه لا يې دې ته وهڅول چې په لويو ښارونو داسې بريدونه طرحه او په عمل کې خپل يووالی او پياوړتيا ثابته کړي.

• که طالبان په کندهار کې خپل شتون پياوړی کړي نو دا په دې معنی ده چې په راتلونکي کې به په ټولو جنوبي ولايتونو کې بهرنيان او ګډ حکومت له سختو ستونزو سره مخ شي او شايد ځينې ولايتونه سقوط وکړي.

له بلې خوا دغه بريد داسې مهال ترسره شو چې په اسلام آباد کې د آسيا زړه هيوادونو دوه ورځنی کنفرانس روان ؤ ، د دغه کنفرانس يوه مهمه موضوع د افغانستان روان حالت هم ؤ .

د دغه کنفرانس په څنګ کې د پاکستان لومړي وزير او نورو پاکستاني چارواکو د مخکني پلان له مخې هڅه وکړه چې له امريکا او پاکستان څخه د سياسي امتيازاتو د اخيستلو په موخه يو ځل بيا له طالبانو سره د مذاکراتو په نامه د يوې بلې سياسي لوبې پيل ته زمينه برابره کړي ، طالبانو د دغه بريد په ترسره کولو سره وښوده چې دوی د چا تر اغيزې لاندې ندي او نه يې څوک د کومې سياسي لوبې ښکار کولای شي.

د کندهار دا ستر بريد ځکه هم بهرنيو قواؤ او ګډ حکومت ته د ستر خطر زنګ بللی شو چې شايد طالبان په راتلونکو اونيو کې د هيواد په نورو لويو ښارونو هم ورته بريدونه ترسره کړي. ځکه په تيرو کلونو کې تجربو دا ښودلې چې طالبانو د هيواد په لويو ښارونو ځنځیرييز انفرادي او ډلئيز سرتيري بريدونه له کندهار څخه پيل کړيدي. خو وخت به دا ثابته کړي چې دغه بريدونه به څه وخت ، څه ډول او څومره زورور وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
allahdad

اسلام علیکم بدرمنهاج صاحب ترژبه اوقلم دوارودی جارشم زنده آباد امارت اسلامی افغانستان زنده آباد استشهاد زنده آباد امیرالموءمنین ملا اختر محمد منصور حفظه الله

pattang

څوک چې خپل ناموس خرڅوي او داشغالګرو په دالرو خپلې شځې ته پرتوګ او اولادونو ته کالي او خوراکي مواد اخلي نو هغوی به درواغو
څه شرميږي ؟ فاسد دولت کله ناموس لري او کله مور او پلار !!
هغوی دهر چا زامن دي ! پر دې اپړو دوپړو کې خپله غلا کوي ، شراب وهي، زنا کوي ، دالر غلا کوي اولس لوټوي ، مځکې غصبوي !
دلوط قام او دفرعون زامن دي !!!!! دموسی (ع) په امېد !

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x