شعـــــرونه

غزل – سعادت کليوال

سعادت کليوال

سرې سترګې ستا په لوري دي لالیه که راځې
ګلشن دې انتظار کړي کشمالیه که راځې

وختونو،پړاوونو،حادثو رانه هېر نکړې
د تیرو شېبو یاره پخوانیه که راځې

لیلا دې په دیدار پسې د کلي کوڅې غواړی
ګمنامه، د دښتونو لیونیه که راځې


راځه چه د شپیلۍ په بدرګه یاران رایاد کړو
زمونږ د غرو لمنو ته شپونکیه که راځې


یو څوک دې لوګی غواړي بدو سترګو نظر کړی
همدلته دې اعزاز دی سپیلنیه که راځې


سرتوره د وطن ناوې دې شپې او ورځې شماري
د شال په لټون ورکه شازلمیه که راځې


میدان د معرکې دی ولسونه ټول خاموش دي
ټول ستا تورې ته ګوري افغانیه که راځې


پوهیږم سعادته یو لحظه دې نه هیریږم
راځه د شبګیرونو لارویه که راځې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x