شعـــــرونه

دزړه سره

والله هـېــر راڅــخــه   نه  يې  د زړ ه  سره

شپه اوورځ مي ته په زړه يې دزړه  سره

مرګ اوژوندي دي  معلوم ندى اسيرګرانه

منـتــظــر يمـــه   د لګــــيــر  يمــه  پر يشـــا نه

چي رنځور او كه به ښه يې  دزړه سره

دهغــو  د ى  د غـــرور څـــلى   و يــر  ا ن  شي

 

قهرجن دى پرې داپاس شنګى آسمان شي

چا  چي  وړى  رانه  ته  يې  دزړه  سره

يم   ژ و ند ى  خـــو  بې  لتــا  يم  لكــه   مړ ى

خـوب اوخيال مي  ســتـا غمونــورانه وړى

ته به ويښ اوكه ويده يې دزړه سره

زولنـــوكي وې راښــكــېــل  او تــېـرېدلې

خوب مي ليداوښكي مي دارې بهيدلې

راته ودي  وېل  په څه يې دزړه   سره

خيركه بدرقـيــب په سپكه درته ګــوري

زماليمه دي پلو نه پا س سترګوته  بولي

زماالهام دزړه مېلمه يې  دزړه سره

2012/04/01

سید احسان الله الهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x