fbpx
masked man

چیني هکران نیویارک ټایمز ډاټ کام ته ننوتي

دامریکا چاپ مشهورې ورځپاڼې  نیویارک ټایمز  مسؤلینو ویلي چې دچین هیواد هکران ددې نړیوالې ورځپاڼې  انټرنیټي پاڼې ته ننوتي او دچین په اړه ددې ورځپاڼې دپټو معلوماتو اوراپورونو دپلټلو هڅه یي کړې .

د اې پي اژانس دراپور په اساس  دغو هکرانو د نیویارک ټایمز پاڼې دکارکوونکو ایمیلونه او پټ توري غلا کړي او له دې لارې یې ویب سايت ته لاره موندلې ، د راپور په اساس چینایانو داهڅه له هغه وروسته کړې کله چې دتیراکتوبر په وروستیو کې همدې ورځپاڼې  دچین دواکمن مشرتابه  د ثروت او ملکیتونو په اړه  یوهیښوونکی راپور خپور کړ .

هغه مهال چې په چین کې درهبرۍ په اړه بحثونه ګرم وو ، دنیویارک ټایمز دې راپور دچین واکمن له یولړ ننګونو او رسوایي سره مخ کړې وو ، شاید چیني هکرانو به هڅه کړي وو ، دخپل حکومت  په نمایندګۍ نیویارک ټایمز ته سزا ورکړي .

په دې وروستیو کې دانټرنیټي  جګړو او مداخلو په اړه خورا ډیر راپورونه نشریږي  ، داچې دچین غوندې دامریکا دیوه سیال هیواد هکران دنیویارک ټایمز په شان یوې مهمې امریکایي او له امنیتي پلوه محفوظې ویب پاڼې ته ننوزي ، معلومیږي چې اوس په نړیواله کچه  دحقیقي دنیاغوندې  دانټرنیټ په مجازي دنیا کې هم شخړې ، حملې او مداخلې په ډیریدو دي .

څه موده وړاندې  دایران داتومي کارکوونکو کمپیوترونو یو خورا نادر او تخریبوونکی وایروس لیږل شوی وو ، چې ځینو مطبوعاتو دایران په اتومي پروګرام دلویدیځ دبرید پیل وباله ، دنیویارک تایمز دپاڼې په حواله ویل کیږي چې چیني هکران ددې پاڼې د ۵۳ تنو کارکوونکو  شخصي اکاونټونو ته په ننوتلو توانیدلي دي ، اوس چې انټرنیټ او ویب پاڼه کرار کرار  دپرنټ میډیا ځای نیسي ، دانټرنیټي  مجازي دنیا دغه ډول اسیب پذیري دیوه لوی ګواښ په توګه  رابرسیره کیږي  ، چې تراوسه یي دمخنیوي لپاره هرډول هڅې ناکافي بلل شوي دي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د