ټکنالوژي

د قاموسونه ټکی کام په تړاو د زیاتو پوښتل سوو سوالونو جوابونه

 احمد ولي اچکزی

زياتره وخت د دوستانو سوالونه او غوښتني تکراري او زما جوابونه هم تکراري وي. د وخت سپمولو له پاره دغه پوښتني چي په انګريزي کي ورته Frequently Asked Questions ويل کيږي، دلته وړاندي کوم. که تاسو پوښتنه کړې او درته د دغه ليکني لينک درلېږل سوی وي نو په لوی احتمال به په لاندي پوښتنو کي ستاسو پوښتنه هم خامخا جواب سوې وي. اول لاندي پوښتني ولولئ که پوښتنه هغه وي چي ستاسو په زړه ده، بيا يې جواب هم ولولئ.

۱ ـ سوال: زه څنګه د قاموسونه پروژې سره مرسته کولای سم؟

جواب: قاموسونه پروژه نه د حکومتي او نه هم د غېرحکومتي منابعو څخه مالي مرستي تر لاسه کوي. دغه پروژه د عامه ګټي يوه شخصي پروژه ده چي ټول کارونه او مصارف يې د يو کس په غاړه دي. دغه پروژه د هيڅ چا څخه مالي مرسته نه غواړي او نه يې قبولي. که تاسو د دغې پروژې سره مرسته کول غواړئ نو د دغې پروژې په تړاو خپلو نورو دوستانو ته معلومات ورکړئ او کله چي د دغې پروژې نوي خبرتياوي خپريږي نو هغه په ټولنيزو رسنيو کي منتشر او share  کړئ چي لا زيات خلک د دغې پاڼي څخه خبر او مستفيد سي.

۲ ـ سوال: موږ دغه قاموسونه څنګه تر لاسه کولای سو؟

جواب: د قاموسونه ټکی کام www.qamosona.com  ټول قاموسونه صرف آنلاين بڼه لري. يعني دغه پروژه قاموسونه په چاپي ډول يا د کتابونو په ډول نه وړاندي کوي. تاسو کولای سئ چي د نوموړي انټرنټ ادرس له لاري په دغو قاموسونو کي په مفته توګه لټون وکړئ. تاسو د دغې پروژې د موبايل اېپ هم کارولای سئ چي په دريم سوال کي نور معلومات لوستلای سئ. دا چي تاسو په دغه پاڼه کي څنګه لټون کولای سئ، په لاندنۍ ويډيو کي يې وګورئ:

د يادولو وړ ده چي زموږ پر پاڼه يا اېپ کي صرف د لغتونو معنا لټولای سئ. د جملو يا متن ترجمه له بده مرغه نه ده ممکنه.
هغه قاموسونه چي په نوم کي يې Testversion ليکلی وي، کېدای سي چي د ژباړي يا نوري تېروتني ولري. دغه قاموسونه ازمويښتي بڼه لري.

۳ ـ سوال: په موبايل کي څنګه دغه قاموسونه کارولای سم؟

جواب: که تاسو د اندرويد موبايل يا بله آله لرئ چي حد اقل ۴،۱ (څلور اعشاريه يو) د اندرويد سيسټم او انټرنټ ته لاس رسی لري نو زموږ ځانګړی اېپ کارولای سئ. دغه اېپ تاسو د لاندني لينک په مرسته له ګوګل پلې څخه تر لاسه کولای سئ:

https://play.google.com/store/apps/details?id=com.qamosona.dict

۴ ـ سوال: په ګوګل سټور کي د قاموسونو اېپ څنګه پيدا کړم؟

جواب: که تاسو د اندرويد حد اقل څلور اعشاريه يو ورژن او انټرنټ لرئ نو په ګوګل پلې کي په Qamosona Pashto Dictionaries پسي لټون وکړئ او چي پيدا مو کړ انسټال يې کړئ.

۵ ـ سوال: دغه اېپ په آی فون کي ولي کار نه کوي؟

جواب: په راتلونکو ورځو کي به انشالله د آی فون، آی پېډ يا نورو iOS  سيسټمونو له پاره هم ځانګړی اېپ خپور کړو. کله چي دغه نوی اېپ و اېپ سټور ته ورزيات سو نو به يې اعلان د فيسبوک پر لاندنۍ پاڼه وسي. دغه پاڼه د نورو معلوماتو له پاره وڅارئ:

https://www.facebook.com/achakzaiahmadwali

۶ ـ سوال: د وينډوز سيسټم له پاره به کله دغه اېپ جوړ سي؟

جواب: دا چي وينډوز د ټولو موبايلونو څخه صرف په ۲،۶ فيصد موبايلونو کي او په دې توګه ډېرو کمو موبايلونو کي استعماليږي نو موږ ښايي په راتلونکي نژدې وخت کي د وينډوز له پاره کوم اېپ جوړ نه کړو. هغه دوستان چي وينډوز سيسټم لري کولای سي چي د خپل انټرنټ براوزر په مرسته زموږ قاموسونو ته لاس رسی پيدا کړي. په دې تړاو د لومړي سوال جواب وګورئ.

۷ ـ سوال: ستاسو اېپ ولي يوازي آنلاين کار کوي؟

جواب: د حقونو د چاپ يا کاپي رايټس موضوع او نور دلايل راته دا اجازه نه راکوي چي موږ آفلاين قاموسونه جوړ کړو. له همدې کبله دغه قاموسونه يوازي هغه څوک کارولای سي چي انټرنټ ته لاس رسی ولري. موږ په راتلونکي کي هم پلان نه لرو چي آفلاين قاموسونه وړاندي کړو.

۸ ـ سوال: تاسو د برېښناليک جواب ولي نه راکوئ؟

جواب: له بده مرغه چي د دغې پروژې ټول کارونه د يو کس په غاړه دي او له همدې کبله هميشه کارونه زيات خو وخت او منابع کم وي. همدا وجه ده چي د برېښناليکونو په جوابولو کي ځنډ رامنځ ته کېدلای سي. بعضي وخت د رالېږل سوو پيغامونو ايميل ادرسونه غلط وي او يا هم د جي مېل ادرسونه وي چي زه ورته جواب وليکم هغه واپس راسي. زه له د فيسبوک پر پاڼه هم د دوستانو د مهربانو ټولو تبصرو جواب نه سم ليکلای ولي چي غواړم دغه وخت هم د قاموسونو په بهتره کولو کي ولګوم.

د لیکوال د بلاګ څخه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x